1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پر ولسمشر فشارونه نور هم ډير سوي دي

۱۳۹۰ دی ۱۴, چهارشنبه

د آلمان ولسمشر، کريستاين وولف، خپل ملاتړ له لاسه ورکړی دئ. پرهغه باندي په دې وروستيو کي د يوې قرضي د اخيستلو په خاطر فشارونه نور هم ډير شوي دي.

https://p.dw.com/p/13dwB
د آلمان جمهور رييس کريستيان وولف
د آلمان جمهور رييس کريستيان وولفانځور: dapd

صدراعظمه، انګيلا ميرکل هم چي تر دې د مخه په کلکه د وولف تر شا ولاړه وه اوس څه نه وايي.

له هغه وروسته چي د سه شنبې په ورځ د آلمان رسنيو د وولف په وړاندي لاس سره يو کړ، له هغه سره ملاتړ هم پر لږېدو سو. هغه مهم کسان چي تر دې مخکي ئې د وولف ملاتړ کاوه، اوس څه نه وايي.

خو د رسنيو له خوا ترسره شوې يوه نظر پوښتنه ښيي چي اوس هم يو پر دوهمه برخه آلمانان له وولف څخه خوښ دي. دغه نظر پوښتنه ښيي چي يو شمېر آلمانانو بيا نارضايتي ښوولې ده.

د نظر پوښتني له مخي ۶۳ سلنه آلمانيان په دې نظر دي چي جمهوررئيس ئې په ښه توګه خپله دنده ترسره کوي.

پر وولف تور دئ چي هغه بيلد نومې آلمانۍ ورځپاڼه دده په اړه د يوه مطلب ليکلو څخه منع کړې وه. وولف د هغه پور له کبله چي د خپل يوه ملگر له مېرمني څخه ئې اخيستی وو تر فشارلاندي دئ.

ويل کيږي چي وولف د بيلد ورځپاڼي يوه ليکوونکي ته د هغه په تيليفون کي پيغامونه ورکړي دي چي په وړاندي به ئې قانوني چلند وکړي. ويل کيږي چي هغه دغه د نوموړي ورځپاڼي له يو شمېر نورو چارواکو سره هم تماس نيولی دئ.

دا لومړی ځل نه دئ چي د آلمان پر ولسمشر باندي د بيان د آزادۍ په وړاندي د خنډ جوړولو تورونه لګول کيږي. د۲۰۱۱ کال د جون په مياشتي کي هم پر ده تور لګول شوی وو، چي يوه ورځپاڼه ئې د خپلي ناسکه خور په اړه د يوې مقالې له خپرولو څخه منع کړې وه.

ويل کيږي چي اوس د وولف د گوند غړي هم د هغه ملاتړ نه کوي. اوس د هغه سياسي وضعيت چندان ښه نه ښکاري.

اولريخ مور، چي د المان په پارلمان کي د چپي ګوند مشردئ وايي چي اوس بايد وولف د خپلو کړنو عواقب وزغمي. که وولف له خپلي دندي څخه استعفا وکړي نو دا به پر ميرکل هم ناوړه اغېزه ولري، ځکه چي هغې د وولف په ټاکلو کي ډير رول درلود.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل