1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په غرني ایالت کې د G7 سرمشرایزه

سابینه کینکارتز/ عبدالباري حکیم۱۳۹۴ خرداد ۱۷, یکشنبه

د آلمان صدراعظمه انگلا مرکل د متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانیا، کانادا، ایتالیا او جاپان له دولتي او حکومتي مشرانو سره د G7 په سرمشرایزه کې چې د باوریا په ایالت کې جوړه شوې، د نړۍ په یو لړ مهمو مسایلو خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/1Fd1c
د آلمان صدراعظمه د نړې د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو له مشرانو سره خبرې کوي
د آلمان صدراعظمه د نړې د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو له مشرانو سره خبرې کويانځور: Getty Images/AFP/A. Jocard

اقتصاد، اقلیم، د کار خوندي ساتل، روغتیا: دا ټول هغه نړیوال مسایل دي چې د اوو مخکښو صنعتی هیوادونو چې د G7 په نامه شهرت لري، د مشرانو د غونډې په اجنداء کې نیول شوي دي. په داسې حال کې چې د آلمان په یو ډير ښکلي تفریحي او د سیلانیانو ټاتوبې کې د ۳۶۰ ملیون ایرو مصرف لگولو سره د غونډې لپاره تیاری نیول شوی، خو له هغې څخه د نړې د ستونزو د حل لپاره د کومې مشخصې الزامي پریکړې انتظار نه کیږي.

د غونډې کوربه، صدارعظمې انگلا مرکل چې د G7 دوره یی ریاست هم په غاړه لري، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې دغسی یو مصرفي غونډه په داسی یو تفریحي ځای کې نیوله شوې ده وویل: «مونږ غواړو چې د خپلو میلمنو لپاره د آلمان یوه دیره ښکلې ټوټه ښکاره کړو او په داسې یوې فضا کې خبرې وکړو چې د دغې سرمشرایزې سره جوړیږي.»
مرکل په داسې حال کې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په شمول د کانادا، بریتانیا، فرانسې، ایتالیا او جاپان مشرانو ته یی له دې مخکې هرکلې وکړ وویل: «مونږ غواړو چې د المان د کلتور او بیا په خاصه توگه د باوریا د کلتور له یو برخې سره خپلو میلمنو ته هرکلی ووایو.»


د آلمان صدراعظمه د نړې د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو له مشرانو سره خبرې کوي
د آلمان صدراعظمه د نړې د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو له مشرانو سره خبرې کويانځور: picture-alliance/dpa/M: Kappeler

دG7 دغه سرمشرایزه د نړې د سترو ستونزو او بشري ناورینونو تر سیورې لاندې ده چې دغه اوه مشران به پرې خبری کوی: لکه په اوکراین کې د جگړو بیا پیل کیدل، له روسیی سره د لویدیځ سړې اړیکې، د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې دلې سره مقابله او دغه راز ستر بشري ناورینونه چې همدا اوس د نړې د دوو ملیارد انسانانو له لوږې خبرداری ورکوي.

مرکل له غونډې څخه مخکې د «فرانکفورتر الگماینر» ورځپانې ته وویل: « که څوک د دغې سرمشرایز د مفهوم په هکله شک کوي، یو ځلې دې روانو کړکیچونو ته نظر واچوي چې څرنگه وکړای شوو د هغو لپاره په گډه د حل لاره پیدا کړو.»

په دې کې شک نه شته چې G7 په خپل وار سره یواځنې جوړښت دی چې د نړې د مخکښ صنعتي هیوادونو مشران د اعتماد په فضا کې له یو بل سره په ځغرده توگه خبری کوي، خو د انگلا مرکل لپاره دغه لیدنه کتنه له دې څخه هم زیات اهمیت لري او په دی نظر ده چې G7 غونډه باید په پای کې له ځان څخه یو ښکاره پیغام ولري.

له اقتصادي ودې خخه نیولې تر اقلیم ساتنې پورې

له دې مخکې د G7 نوم G8 وه، ځکه روسیه هم د دغو اوو دولتونو په ډله کې راوستل شوې وه. خو د روسیې له خوا د کریمیا د ټاپو د الحاق او په اوکراین کې د ماسکو د لاسوهنو څخه وروسته روسیه د مخکښو صنعتی هیوادونو له ډلې څخه وایستل شوه. اوس G7 خپل ځان د « گډوارزښتونو» د یوې ټولنې په توگه یادوي چې د نړی د مخکښتوب نقش په غاړه لري. معنی دا چې دا ډله مسوولیت لري ترڅو په ټوله نړې کې د بشري ژوند په ښه کولو او د امکان په صورت کې د ډيرو خلکو لپاره د سوکالي امکانات برابر کړي. په همدې وجه اقلیم ساتنه، د سمندرنو د چاپیریال ساتنه، د انتي بیوتیک په مقابل کې مقاومت او دغه راز د ایبولا د ویروس پر ضد مقابله او داسی نور موضوعات د هغوې د خبرو په اجنداء کې نیولې شوي دي.

د G7 د سرمشریزی پرضد د خلکو احتجاج
د G7 د سرمشریزی پرضد د خلکو احتجاجانځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius

د آلمان صدراعظمه انگلا مرکل غواړي چې G7 باید دنده په غاړه واخلي ترڅو تر ۲۰۳۰ کال پورې په ټوله نړې کې لوږه له مینځه ولاړه شي: « که چیرې یواځې د نړی د مخ پر زیاتیدو نفوس اړینه تغذیه خوندی کړای شي، بیا سړی ویلای شی چې په نورو برخو کې پراختیا ممکنه ده.»

د G7 د غوندې په دوهمه ورځ د ځینو نورو هیوادونو حکومتی او دولتی مشران لکه د نایجریا او تونس ولسمشران او د عراق صدراعظم د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو له مشرانو سره د خبرو اترو یوه میز ته کښینی. له هغوی سره د خبرو اترو مهمه موضوع دا ده چې څرنگه د ترهگرې پر ضد مبارزه وشي.

د G7 سرمشرایزی پر ضد احتجاجونه

د آلمان له دننې او دغه راز د نړې د یو شمیر نورو هیوادونو څخه په زرهاو خلک د G7 د سرمشرایزی پر ضد د باوریا ایالت ته رسیدلي دی او د « Stop G7» تر شعار لاندې د غونډې ټاتوبی ته نژدې په احتجاجونو لاس پورې کړی دی. احتجاج کونکي وايی چې «د نړی د شتمنو او ځواکمنو دولتونو استازي ادعا کوي چې گواکې دوی د ټولې نړې برخه لیک ټاکي، حال دا چې د دې ادعا لپاره هغوی هیڅ ډول مشروعیت نه لري.»


د غوڼدې چې د باوریا د «ایلماو» په نامه ښکلي ماڼې کې دوه ورځې دایرېږي، په شا او خوا سیمو کې د امنیت د ساتنې لپاره ۱۹۰۰۰ پولیس گمارل شوی دي. د دغو احتجاج کونکو څخه یوه تن گیورگ اسماعیل وايي: « دلته دیموکراسي یواځې په شکل کې لیدل کیږي، نه په عمل کې. مونږ غواړو چې دغو مسوولینو سره له نژدی وغږیږو. هغوی ته باید وویل شی چې دوی د بانکونو د ژغورنې لپاره په ملیاردو پیسی مصرف کړې، دا یی له یاده ایستلی چې په ملیاردو خلک په بی وزلی کې ژوند کوي. خو زمونږ د احتجاج او لاریون مخه دلته نیوله شوی ده.»


د Stop G7 احتجاج غورځنگ په خپلو غوښتنو کې په نوموړې سرمشرایزې نیوکې کړی دی او وایی: «د G7 دولتونه په حقیقت کې د نوی لیبرال اقتصادي سیاست، جگړه، میلتاریزم یا پوځي پالنه، استثمارو غربت او لوږی ته لمن وهل، د چاپیریال ویجاړول او د مهاجرو پر مخ دیوالونه جوړولو په معنې ده.»