د آلمان په لويو ښارونو کي د مهاجرو د اکثريت کېدو اندېښنه
۱۳۹۵ تیر ۲۲, سهشنبهد جرمني د خبري آژانس د يو راپور له مخي کارپوهان وايي چي آلمان ته د راتلونکو اکثره مهاجرو هڅه دا وي چي د دغه هيواد په لويو ښارونو کي مېشته سي. په دې ترڅ کي د کډوالۍ د موضوع کارپوه او څېړونکي يوخن اولټمر ويلي دي چي پلټنو ورته جوته کړې چي د مهاجرو اکثريت د آلمان لويو ښارونو ته تلل غواړي.
دغه آلماني کارپوه د آلمان د اړونده لويو ښارونو پر چارواکو او مسئولينو ږغ کړی دی چي دغه موضوع ته دي جدي پاملرنه وکړي. د اولټمر په وينا: «دا ممکنه ده چي په نسبتاً لږ وخت کي په لويو ښارونو کي د آلماني نژادو او ځايي خلکو پر اکثريت او پر نورو اقليتونو، راغلي ډلي اکثريت سي.»
کار موندنه
ځيني ټولنپوهان وايي چي هر څومره چي يو ښار لوی وي، هومره زيات پناه غوښتونکي او کډوال ورته مخه کوي. د جرمني په شمال کي واقع په اوسنابريوک ښار کي د مهاجرت او بين الثقافتي علومو کارپوه او څېړونکی اولټمر وايي چي په دې موضوع کي د کار بازار مهم دی.
د نوموړي په خبره زيات پناه غوښتونکي په دې خاطر لويو ښارونو ته مخه کوي، چي فکر کوي هلته به کار موندل آسانه وي. دغه آلمان کارپوه د آلمان خبري آژانس ته زياته کړې ده چي په مجموع کي هم اکثره مهاجر د ښارونو خوښونکي وي.
د يوې څېړني له مخي د آلمان په پنځم لوی ښار فرانکفورټ کي تر ۶ کلنۍ د کم عمر ماشومانو۸۰ سلنه يې داسي دي چي مور او پلار يې د کډوالۍ يا مهاجرت شاليد لري.
يوخن اولتمر ويلي دي، له هغه سره سره چي هغه ځايي خلک چي نه غواړي په خپله سيمه کي په اقليت بدل سي، هلي ځلي کوي، خو په مخ پر زياتېدونکې توګه په دغو سيمو کي د مهاجرو شمېر زياتيږي.
دغه آلماني کارپوه زياته کړې ده چي په ښارونو کي د مهاجرو شمېر زياتېدل په ځينو مواردو کي د دې لامل هم ګرځي چي ځايي خلک له مهاجرو څخه ګواښ احساکړي. د هغه په وينا په داسي حالت کي د مهاجرو فکر هم و منفي اړخ ته زيات تمايل پيدا کوي.
اولټمر ويلي دي چي د دغې موضوع د حل له پاره يوه مهمه خبره په مهاجرو کي د تعليم زياتول دي. د هغه په وينا کله چي تعليم زياتيږي نو په ټولنه کي منفي فکر هم کميږي.