1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په ټاکنو کې د بیلابیلو ائتلافونو د جوړیدو امکان شته

۱۳۹۶ خرداد ۱۹, جمعه

د آلمان په شلیسویګ هولشټاین ايالت کې تر ورستیو سیمه ایزو ټاکنو وروسته، د دې هیواد یو ګوند هم په دې ټاکنو کې غوڅ اکثریت ترلاسه نه کړ. اوسمهال د ائتلاف جوړولو پر سر خبرې روانې دي.

https://p.dw.com/p/2eGto
Deutschland Steinmeier mit Parteichefs der Großen Koalition
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د آلمان په شلیسویګ هولشټاین ايالت کې تر ورستیو سیمه ایزو ټاکنو وروسته، د دې هیواد یو ګوند هم په دې ټاکنو کې غوڅ اکثریت ترلاسه نه کړ. اوسمهال د ائتلاف جوړولو پر سر خبرې روانې دي. په دې لاندې لیکنه کې تاسې ته په دې هکله معلومات درکوو چې په آلمان کې په راتلونکې کې د کومو ائتلافونو د رامنځته کیدو امکان شته.

هغه مهال چې د آلمان د ټاکنیزو کمپاینونو هلي ځلې آرامي شي، یا هم په ایالتي کچه او یا هم ملي کچه سیاسي ګوندونه چې په تیرو میاشتو کې سره ویشل شوي، د یو بل پر سیاستونو یې نیوکې کولې او یا هم د یو او بل د نوماندانو د کړنو په هکله د منفي ټکو په پیدا کولو بوخت وو، تر ټاکنو وروسته باید دوی د ملګرو د پیدا کولو هڅې وکړي.

دغه ستړې کوونکې خبري اترې ځینې وختونه څو اونۍ وخت نیسي، څو د یو ائتلاف بنسټ کیښودل شي کوم چې د راتلونکې له پاره سیاسي اجندا، قانوني هدفونه او د ګډ حکومت د راتلونکو څو کلونو تګلاره ټاکي. ګوندونه د ائتلاف پرمهال شوې پریکړې په جدي توګه تعقیبوي خو کله نا کله دوی د خپل کمپاین په ترڅ کې د ځینو ژمنو ماتولو ته ډیر معقلو دلایل هم پیدا کوي. د بیلګې په توګه: «په بخښنې سره، زموږ ملګري په توافقنامه کې د دې کار د کولو اجازه نه راکوي.»

په لاندې لیکنه کې د ممکنه ائتلافونه ځینې شکلونه او ډولونه لوستلای شئ. ښي اړخي ملتپاله د آلمان له پاره بدیل ګوند اوسمهال هم په ایالتي او هم په ملي کچه د نور ګوندونو له پاره د ملګرتوب ښه طرف نه ښکاري. په ورته وخت کې ځینو ګوندونو د دې جرأت کړی چې د آلمان په ځینو ایالتونو کې له چپ اړخو سره یوځای شي.

«ستر ائتلاف» تور – سور : مسیحي ديموکرات اتحاد «سي. ډي. یو» او سوسیال دموکرات ګوند «اس. پې. ډې»

ستر ائتلاف معمولاً د آلمان د دوو سترو منځلارو ګوندونو د اتحاد په معنی دی. دغو دوو ګوندونو ته زیاتره آلمانان هم د دې له پاره رایه ورکويي ځکه دوی فکر کوي چې دوی د حکومت کولو ښه وړتیا لري. په دې ائتلاف کې د انګلا ميرکل ګوند د آلمان په کچه واک لري. تقریباً د  آلمان ټول فدرالي ایالتونو په خپل تاریخ کې کابو ورته یو سیاسي جوړښت عملي کړی دی خو اوسمهال یوازې د آلمان په زارلند کې دغه جوړښت فعالیت لري.

هغه ستونزه چې په دې  ائتلاف کې زیاتره د سوسیال دموکرات ګوند یا «اس. پې. ډې» ورسره لاس او ګریوان وي، دا ده چې دغه ګوند باید د «سي. ډي. يو» د ګوند مشري د حکومت په دوو مهمو دفترونو لکه د صدراعظمۍ او د ماليې په وازرت کې ومني. هغه پخوانی استدلال چې تاسې موږ ته څه راکولای شي؟ او تاسې خو تل په واک کې یاست! اوس زړې خبرې دي.

Große Koalition Vertragsunterzeichnung Merkel und Gabriel
آلمان اوس د ميرکل په مشرتوب له سوسيال ديموگرات گوند سره ستر ائتلاف لريانځور: JOHANNES EISELE/AFP/Getty Images

تور – ژیړ: «سي. ډي یو» او لیبرال ديموکرات ګوند «ایف. ډې. پې»

په آلمان کې تر جګړې وروسته، د آلمان د ښي اړخو ائتلاف تر ډیره پورې د آلمان په کچه حکومت کړی دی. په وروستی ځل دوی د ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۳م کاله پورې د ميرکل تر مشرۍ لاندې په ګډه حکومت رامنځته کړ.

دا آسانه کار دی چې وله دغه ډول ائتلاف د ګڼ شمیر آلمانانو د ملاتړ له پار هلې ځلې کوي. دا ځکه چې «سي. ډي. یو» د آلمان د مسیحیانو د منځني طبقې استازیتوب کوي او لیبرال ديموکرات ګوند بیا ځوان سوداګریز دوسته، په آزاد بازار کې د کاروبارونو درلودونکو کسانو چې شمیر یې هم ډیر دی، استازیتوب کوي. خو په وروستیو کلونو کې د لیبرال ديموکراتانو ناکامي د دې سبب شوی چې دغه ډله کسان یې له لاسه ووځي او اوسمهال په ملي کچه د ۶ نه تر ۷ سلنه پورې رایې ترلاسه کوي. د یادولو وړ ده چې دغه ځانګړې ائتلافي جوړښت تراوسه پورې د آلمان په هیڅ ایالت کې هم د حکومت واګې نه لري. 

Deutschland | Politischer Aschermittwoch | Christian Lindner, FDP
د آزاد ديموکرات گوند مشر کريستيان ليندنرانځور: picture-alliance/dpa/T. Hase

سور ـ زرغون: سوسیال ديموکرات ګوند له زرغون ګوند سره یوځای

په آلمان کې د مرکزي کیڼ اړخو د حکومت دغه معیاري جوړښت دی او د ۱۹۹۸ نه تر ۲۰۰۵م کال پورې دغه جوړښت د «اس. پې. ډې» د ګوند څخه د آلمان صدراعظم ګیرهارد شرودر په تر ټولو بریالۍ توګه عملي کړی وو. خو دغه ترکیب د شرودر او د بهرنیو چارو د وزیر یوشکا فیشر په شتون کې له پامه ولوید او داسې ډیر کم امکان لیدل کیږي چې د سپمتبر میاشتې په ټاکنو کې دوی به یو ځل بیا د نورو ګوندونو ځای ناستي شي. «اس. پې. ډې» د ۳۰ سلنه رایو څخه د ډیرو د ترلاسه کولو په هڅه کې دی خو زرغون ګوند بیا د ۸ سلنه رایو په شاوخوا کې د خلکو ملاتړ له ځانه سره لري.

Deutschland Geschichte Kapitel 5 1989 – 1999 Rot-grün Koaltionsvertrag
پخواني صدراعظم شرويدر او د بهرنيو چارو وزير فيشرانځور: picture-alliance/dpa

سور – سور – زرغون: اس. پې. ډې، چپ اړخي او زرغون ګوند

له دې امله چې د مرکزي چپ اړخو ائتلاف اوسمهال له امکان څخه لږ لیري ښکاري، «اس. پې. ډې» او زرغون ګوند به ښايي له چپ اړخو څخه فاصله ونیسي. تراوسه پورې، پر دغه امکان په ټاکنو کې په ملي کچه تر بحث لاندې نه دی نیول شوی. د دې کار یو دلیل هم د شرقي آلمان له دیکتاتور» سره د چپ اړخو د ګوند اړیکي دي. او بل دلیل یې دا دی چې چپیان وخت نا وخته د ناټو د پریښودو خبرې هم کوي چې له دې امله د آلمان نور ګوندونه په دې ویره کې دي چې په دې کار سره به د منځنۍ طبقې خلکو په زړونو کې ډار پیدا شي.

که څه هم، د تیرو ټاکنو پر مهال سور-سور-زرغون ائتلاف د آلمان په پلازمینه او په ۲۰۱۴م کال کې د آلمان په تورینګن ښار کې د چپ اړخو په مشرتوب بریالی وو، نو په دې کار سره ممکن دوی دغه څه په ملي کچه هم عملي کړي. خو لیبرال برلین به ښايي د دې ترکیب له پاره د نور آلمان په پرتله ډیره علاقه ولري. د زرغون ګوند ټاکنیزو کمزوریو ته په کتو سره، ښايي دغه څه به د شولڅ له پاره یواځینې لار وي که چیرته هغه وغواړي چې په راتلونکي کې د صدراعظمې څوکۍ ته لاس رسۍ پیدا کړي.

تور-ژیړ-زرغون: «سي. ډي. یو»، «اف. ډي. پي» او زرغون ګوند

د آلمان د سترو چپ اړخو له ګوندونو څخه، زرغون ګوند به تر ډیره ښايي چې د آلمان منځلارو محافظه کارانو ته د ملاتړ لاس ورکړي او یا هم لږ تر لږ دغه ګوند د هغوی مرکزي ښي اړخی ته د سوداګرۍ د ملاتړ پلان په هکله مداخله وکړي.

Jamaika Fahne vor Reichstag
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

که څه هم دغه ائتلاف هیڅکله هم ملي حکومت نه دی جوړی، خو بیا به هم دغو دریو ګوندونو د آلمان پر یوه ایالت او یو شمیر ولسوالیو په ګډه حکومت کړی دی او هغه له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۲م کال پورې د آلمان په زارلند ایالت باندې د دوی حکومت وو. د آلمان د شلیسویګ هولشتاین په ایالت کې د می میاشتې پر ۷ نیټه د «سي. ډي. یو» تر بریا وروسته به ښايي اوسمهال دغه درې واړه ګوندونه د یووالي پر سر خبري وکړي. که چیرته د زرغون ګوند مشر دې ته ورته کومه معامله وکړي، نو په دې کار سره به دوی خپل ګوند چې لږ ډیر چپ اړخو ته تمایل لري، په دې قانع کړی وي چې د ترافیکي څراغ ته ورته د ګوندونو یو ائتلاف رامنځته کړي.

ترافیکي څراغ: سور – ژیړ – زرغون: «اس. پې. ډې»، «اف. ډې. پې» او زرغون ګوند

په دې ائتلاف کې به ښايي ژیړ رنګه ګوند د بې ځای والي احساس وکړي. د آزاد بازار ملاتړی «اف. ډې. پې» ګوند به ښايي د دې زرغون ګوند او «اس. پې. ډې» ګوند په مینځ کې د راتګ سره لږ د ویرې احساس وکړي. دا ځکه چې «اس. پې. ډې» او زرغون ګوند زیاتره وخت د یو کوچني ملګري د یوځای والي له پاره علاقه لري، داسې یو ملګری چې د دوی له اصلي پلانونو سرغړونه ونکړي او د هغه ملګري د راتګ په مټ دوی وکولای شي په حکومت کې دخیل شي. «اف. ډې. پې» ګوند معمولاً دغه راز وړاندیزونه ردوي.

Ampelkoalition NRW gescheitert 2010
تيرکال راينلند فلڅ ايالت سور، ژر، رغون ائتلاف حکومت کويانځور: picture-alliance/dpa

په حقیقت کې، د «اف. ډې. پې» ګوند پخواني رهبر ګيدو ویسترویله په دوامداره توګه دغه وړاندیز او نظر په ملي کچه رد کړی وو. دا ځکه چې د هغه په وینا نظرونه ډیر مختلف وو. خو د آلمان په شلیسویګ هولشتاین کې د مې میاشتې د ۷ نیټې تر ټاکنو وروسته د دې ګوند ځايي مشر، ولفګنګ کیوبیکی وار دمخه دغه کار عملي کړی دی. د ترافیک د څراغ رنګ ته ورته د ائتلاف پر سر خبرې پخوا په نورو ایالتونو بیا په ځانګړې توګه په ۲۰۰۱م کال کې په برلین او په ۲۰۱۰م کال کې د آلمان په نورد راین ویست فالن ایالت کې بریالی شوي نه دي. پر دې سربیره، ترافیک څراغ ته ورته د ګوندونو د رنګونو یو ائتلاف د آلمان په غربي ایالت راین لند فلڅ کې په بریالیتوب سره رامنځته شوی دی. 

سور- تورـ زرغون (د کینیا بیرغ) : «اس. پې ډې»، «سي. ډي. یو» او زرغون ګوند

د کینیا بیرغ رنګ ته ورته د آلمان د ګوندونو دغه ائتلاف چې کله د افغانستان د ائتلاف په نامه هم له دې امله یادیږي چې د همدې هیواد بیرغ رنګونو څخه دغه ائتلاف جوړ شوی دی. دا راز ائتلاف تر ډیره ښه ائتلاف ښکاري. «اس. پې. ډې» او «سي. ډي. يو» په آلمان کې غښتلي دي او زرغون ګوند بیا دریم ځای لري او ډیره لیوالتیا لري چې د دې هیواد د چاپیریال ساتنې وزارت ته ځانونه ورسوي.

Symbolbild - Fahne Afghanistan
د افغانستان بيرغ ته ورته ائتلافانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

خو سربیره پر دې، که چیرته «اس. پې. ډې» او «سي. ډي. يو» له ۵۰ سلنه څخه ډیرې رایې ترلاسه کړي، نو په دې صورت کې له دوی سره ډیر کم داسې پیښیږي چې دریم ګړی دی یوځای شي. تراوسه پورې دغه څه یوازې تیر کال په زاکسن انهالت ایالت کې هغه مهال چې د «اس. پې. ډې» رایې ډیرې کمې شوې او د آلمان له پاره بدیل ګوند کابو څلورمه برخه رایې ترلاسه کړې، دغه راز یو ائتلاف رامنځته شوی دی. داسې ښکار همکاري نه کوونکي رایه ورکوونکي د دې لامل ګرځي چې ګوندونه نوي جوړښتونه عملي کړي.