1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په پوهنتونو کي د بهرنيو محصلانو ډېرښت

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۲, جمعه

آلمان تر امريکا او بريتانيا وروسته دريم هيواد دی چي په پوهنتونو کي ئې بهرني محصلان زده کړي خوښوي. په ټوله ييزه توگه د آلمان د پوهنتونو د محصلانو په سلو کي ۳۷ سلنه د اسيايي هيوادونو محصلان دي.

https://p.dw.com/p/1G41U
انځور: Fotolia/Eisenhans

د آلمان د «ښوونو او څېړنو مرکزي وزارت» د يوه نوي راپور له مخي، د دغه هيواد په پوهنتونو کي د هغو بهرنيو محصلانو شمېر چي په ۲۰۱۴م کال کي ئې ځانونه ثبت کړي دي ۳۰۰ زرو ته رسيږي. دا د تيرکال په پرتله ۱۹ زره ډېر دي.

د آلمان د لوړو زده کړو ټولنو اصلي هدف دا دی چي تر ۲۰۲۰م کاله پوري د دغه هيواد په پوهنتونو کي تر ۳۵۰ زرو زياتو بهرنيو محصلانو ته د تحصيل زمينه برابره کړي.

د آلمان د لوړو زده کړو وزير يوهان وانکا، په خبره اوس په دغه هيواد کي له هرو ۹ محصلانو څخه يو بهرنی دئ. د آلمان د زده کړو په مرکزونو کي په ځانگړې توگه د هغه چا له پاره ډېر چانس سته چي غواړي تر ليسانس پوري زده کړي وي.

په آلمان کي د انجينرۍ په برخه کي د بهرنيو محصلانو شمېر له ۲۰۰۸م کال راهيسي درې برابره ډېر سوی دئ او ويل سوي دي چي په سلو کي ۹۱ ئې په خپلو زده کړو کي بريالي سوي دي.

د آلمان د ښووني او څېړني وزارت راپور چي د دغه هيواد د اکاډميکو تبادلاتو ادارې (DAAD) په همکارۍ جوړ سوی دئ، دغه راز ښيي چي ډېر بهرني محصلان په آلمان کي تر زده کړو وروسته پاتېدو ته زړه ښه کوي.

د دغه راپور له مخي له ۲۰۰۵م څخه تر ۲۰۱۳م کاله پوري په آلمان کي د بهرنيو محصلانو ۵۴ سلنه چي له اروپايي هيوادونو څخه نه ول تر ۲۰۱۴م کاله پوري ئې لا په آلمان کي ژوند کاوه.

د دې کار دليل په آلمان کي د کار ښه بازار او د ژوندانه ښه اسانتياوي ښوول سوی دئ. او هغه محصلان چي بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه سوي دي دليل ئې کورنۍ ستونزي يا ودونه ښوول سوي دي.

د چينايانو د خوښي زده کړي

په آلمان کي زده کړي په ځانگړې توگه د چينانيانو له پاره ډېري په زړه پوري دي: په ۲۰۱۴م کال کي نزدې ۲۸ زرو چينايانو خپلو زده کړو ته دوام ورکړی دئ. تر چينايانو وروسته روسان دي چي ۱۱ زره محصلانو ئې زده کړي کولې.

په دريم ځای کي هندوستان دئ، چي ۹زره محصلان ئې په آلمان کي زده کړي کوي.

دا په داسي حال کي ده چي هر کال بيا د هغو آلماني محصلانو شمېر زياتيږي چي له خپل هيواده وزي او د نورو هيوادونو په پوهنتونو کي زده کړي کوي.

په ۲۰۱۲م کال کي نزدې ۱۳۸۵۰۰آلماني محصلانو د نورو هيوادونو په پوهنتونو کي ځانونه ثبت کړي دي.