1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په ښوونځيو کې د مهاجرو ماشومانو د ادغام ستونزې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

په تيرو دوو کلونو کې له ۲۳۰ زرو څخه زيات مهاجر ماشومان او تنکي ځوانان د آلمان په ښوونځيو کې شامل شوي دي. د ښوونځيو پر ښوونکو فشارونه زيات شوي دي چې نه يوازې بايد ښه تدريس وکړي بلکه خپله هم بايد لازمې زدکړې وويني.

https://p.dw.com/p/2cwhR
Deutschland junge Flüchtlinge - Integration
انځور: picture alliance/dpa/Sputnik/I. Zarembo

زبيله کليمنت د آلمان د بن ښار په «يان» ښوونځي کې ښوونکي ده. په دغه ښوونځي د نجونو او هلکانو په ګدون ۲۸۰ تنه زده کونکي زدکړې کوي چې له ډلې څخه يې ۲۵ تنه مهاجر ماشومان دي. دغه ماشومان تازه آلمان ته راغلي دي او غواړي چې د آلماني ژبې زدکړه له صفره شروع کړي.

که څه هم دغه ښوونځي د رضاکارو افرادو ملاتړ له ځانه سره لري او مرستې ترلاسه کوي، خو بيا يې هم د ښوونکو په مسئوليتونو کې کموالی ندی راغلی. په ښوونکو کې يو شمير يې پخواني مسلکي تجربه لرونکي دي چې د خپلو تجربو پر اساس يې يو ښه کاري ټيم جوړ او په ګډه د ښوونځي ورځنۍ چارې مديريت کوي.

په دغه کار کې حتې داسې ماشومان چې د مهاجرت سابقه لري هم دخیل دي. د دغو ماشومانو والدين دعراق، مراکش، اردن، ترکيه، سوريه او نورو مختلفو افريقايي هيوادونو څخه آلمان ته مهاجر شوي دي.

زبيله کليمنت وايي: « مونږ ته ډیر ماشومان راځي چې کورنۍ يې عرب يا کرد دي چې دا د هغو ماشومانو لپاره تر ټولو مهمه خبره ده کوم چې تازه راځي. تازه ماشومان په دغه شان ښوونځي کې ځان بيګانه نه احساسوي لکه په هغو ښوونځيو کې چې هلته اکثريت ماشومان يوازې په آلماني ژبه خبري کوي».

د ښه راغلاست ټولګی

د ورستيو امارو مطابق، په ټوله کې ۱۱ ميليونه ماشومان د آلمان په ښوونځيو کې درس وايي. د ۲۰۰۱ کال راپديخوا د هغو ماشومانو په شمير کې د پام وړ کموالی رامنځ ته شوی دی چې عمرونه يې ښوونځي ته برابر دي. خو د ۲۰۱۵ کال راپديخوا آلمان ته د  مهاجرو کورنيو د ۳۲۰ زره  ماشومانو په راتلو سره اوس دغه رقم شاوخوا ۰.۳ سلنه لوړ شوی دی.

اوس د آلمان په ښوونځيو کې مهاجر ماشومان د روزنې په برخه کې ځانګړې اړتياوي لري چې دغې مسئلې د آلمان روزنيز سيستم له يو لړ نويو ستونزو سره مخ کړی دی.

ډیری زده کونکي په اصطلاح د « ښه راغلاست په ټولګيو» او يا هم د ماشومانو او تنکي ځوانانو د تعليم او تربيې په په ټولګيو کې ګډون کوي. د دغو ماشومان شمير د وخت په تيريدو سره زياتيږي. مهاجر زدکونکي لمړی باید د «ښه راغلاست» په ټولګيو کې آلماني ژبه زده کړي تر څو وشي کړای د ښوونځي نور عادي مضمونه زده کړي.

د آلماني ژبې تر څنګ، د ورزش، موسيقۍ او هنر کورسونه هم په نظر کې نيول شوي دي. په دغه شان ټولګيو کې معمولا واړه او غټ مهاجر ماشومان (تنګي ځوانانو) يو ځای زده کړې کوي. په دغو ټولګيو کې زده کونکو ترمنځ سني توپيرونه ډیر زيات ليدل کيږي.

د « پوهنې او روزنې ټولنې (VBE)» مشر اودو بکمن وايي: « له کله نه چې د مهاجرو سيلونه کنترول شوي، د مهاجرو په شمير کې ډیر زیات کموالی رامنځ ته شوی دی. اوس مونږ کولای شو په آرام فکر سره تصميم ونيسو چې تازه راتلونکي مهاجر ماشومانو څه ډول ټولګيو ته اړتيا لري او مونږ ورته بايد څه ترسره کړو».

آلمان کې د مهاجرو په شمير کې د کموالي رامنځ ته کيدل په دغه هيواد کې وضعيت بيرته آرام کړی دی، خو د بکمن لپاره لا هم وضعيت دومره ښه ندی. هغه وايي: « خو په ښوونځيو کې وضعيت هغسې ندی چې باید وي. د ښوونځيو د پرسونل شمير د پخوا په څیر ندی». په تيرو څو کلونو کې تازه ښوونکي ندي استخدام شوي تر څو د هغو چې تقاعد شوي دي ځای ډک کړي.

ښوونکو لپاره تقويتي کورسونه

اوس مهال د ښوونځيو لپاره د نويو ښوونکو پيدا کول يوه جدي ستونزه ده، خو د موجوده ښوونکو لپاره د مناسبې روزنې ورکول بيا يوه بله مسئله ده. د علومو او سوداګرۍ اتحاديې مشر مارليس تيپه وايي چې هغه ښوونکي چې د مهاجرو ماشومانو سره سر او کار لري بايد لا ډير آماده کړل شي.

هغه زياتوي: « دغه ښوونکي بايد د هغو ملکونو په باب چې دغه ماشومان ورڅخه راځي مالومات ولري او همدا شان روانشناسۍ په برخه کې آګاه وي. دغه راز دوي باید ځان له مختلفو فرهنګونه سره اعيار کړي». خو تيپه وايي چې « د ښوونکو لپاره ډیر لږ روزنيز پروګرامونه هم شتون نلري».

د بن ښار د «یان» ښوونځي ښوونکې زبيله کليمنت وايي چې ښوونکې غواړي تر ټولو زيات له مهاجرو ماشومانو څخه ملاتړ وکړي. دغو ماشومانو په يو ډول نه يو ډول سره سختې تجربې ګاللي دي.

ميرمن کليمنت زياتوي: « مونږ په لمړي قدم کې له مهاجرو ماشومانو سره هغه شان چلند کوو لکه د نورو ماشومانو سره يې چې کوو. دا طبيعي خبره ده چې هغوي زياتې پاملرنې او وخت ته اړتيا لري. د دغو ټولو سربيره مونږ کوښښ کوو چې دغو ماشومانو ته په يوه آرام او آزاد هيواد کې د ښوونځي په چوکاټ کې ښه او موثر روزنيز پروګرامونه وړاندې کړو».

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.08.2016):