1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په ګېلزن کيرشن کي مهاجر کمپ وسوځېد

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

د آلمان په ګېلزن کېرشن کي د مهاجرو يو کمپ د اور لګېدنې له کبله وسوځېد. پوليس وايي چي اټکل نه کوي دغه پېښه به خارجي ضد لاملونه ولري.

https://p.dw.com/p/1IkwF
د مهاجرو سوځېدلی کمپ
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kusch

د مهاجرو په دغه کمپ کي تر اور لګېدنې وروسته پکښي اوسېدونکي مهاجر خوندي ځايونو ته انتقال کړل سول. په دغه پېښه کي څوک ژوبل سوی نه دی.

خو دا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي اور ولي او څنګه لګېدلی وو. داسي اټکل نه کيږي چي د دغي پيښي تر شا دي کوم سياسي لاملونه پراته وي. د ځايي چارواکو په وينا کارپوهانو د اور لګېدني د ځای جاج اخيستل پېل کړي چي معلومه کړي دغه اور ولي لګېدلی وو.

د آلمان د ګېلزن کيرشن پوليسو د سه شنبې په سهار (د ۲۰۱۶ کال د می ۱۰مه نېټه) وويل چي اټکل نه کوي د اور لګېدنې د دغې پيښي تر شا دي د خارجي ضد کسانو لاس وي.

د مهاجرو دغه کمپ چي خېمې ته ورته د يو لوی پنډغالي شکل لري، د دوشنبې په ماښام پکښي اور ولګېد. د پوليسو وياند ويلي دي چي پلټنې پېل سوي چي معلومه کړل سي چي ايا کومه تخنيکي نيمګړتيا او که بې احتياطي د اور لګېدلو سبب ګرځېدلې ده.

ويل سوي چي اور په لومړي سر کي د سالون دننه ولګېد او ډېر ژر د کمپ نورو برخو ته وغځېد. د اور د وژني له پاره ۵۰ اور وژونکو هڅې وکړې. خو د هغه باوجوده دغه کمپ په بشپړه توګه تر بنيادونو پوري وسوځېد.

د پوليسو په وينا د اور لګېدنې پر وخت هلته د اوسېدونکو ۹۰ مهاجرو څخه ۴۱ يې حاضر ول. پوليسو ويلي چي ټول يې ژغورلې او هيڅوک نه دی ژوبل سوی.

خو پوليسو زياته کړې ده چي اکثرو پناه غوښتونکو په دغه اور کي خپل ټول سامان له لاسه ورکړ. د دغه مهاجر کمپ مهاجر اوس په سيمه کي يو بل مهاجر کمپ ته انتقال کړل سوي دي.