1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پولیس وایي د بهرنیانو پر ضد بریدونه ډیر شوي

۱۳۹۴ مهر ۳۰, پنجشنبه

د ۲۰۱۴ کال په پرتله د کډوالو پر خلاف د بریدونو شمیر له دوو برابرو څخه هم ډیر شوی دی. فدرالي جنايي پولیس ویره لري چې ښي اړخه افراطیان به د کډوالو خلاف خپلو حملو ته شدت ورکړي.

https://p.dw.com/p/1Gsd9
Brandanschlag auf Flüchtlingsheim in Friemar
انځور: picture-alliance/dpa/M. Reichel

پناه غوښتونکي، رضا کاران چې کډوالو سره مرسته کوي او سیاست مداران د بهرنیانو ضد جرمونو تر ګواښ لاندې دي. د «زوید دویچه څایتونګ» مجلې او د ألمان د WDR او NRD ملي او د عامه خدماتو رسنیو له مخې دا د فدارلي جنایي پولیسو (BKA) د یوه محرمانه رپوټ نتیجه ده. دا رپوټ د کولن ښار د ښاروالې کاندیدې هنریته ریکر، باندې د چړې له برید څخه یو څو ورځې وروسته لیکل شوی دی. پر دې سیاستمدارې، چې اوس د کولن ښارواله ټاکل شوې ده، د برید انګیزه له بهرنیانو سره تعصب وه ځکه چې میرمن ریکر د کډوالو په نفع کار کوي او په کولن ښار کې د هغوی لپاره استوګنځایونه برابروي.

فدرالي جنايي پولیس انتظار لري چې ښي اړخه افراطیان به د آلمان د کډوالو د پالیسۍ خلاف خپلو سیاسي تبلیغاتو ته لا هم شدت ورکړي. سره له دې چې په آلمان کې ښی اړخه ډله ډیره نامتجانسه وه خو د کډوالو کړکیچ د هغوی تر منځ یو «ایدیولاژیک توافق» رامنځته کړی دی.

دا راپور همداراز وایي چې د کډوالو تر څنګ هغه کسان چې د کډوالو سره مرسته کوي، سیاستمداران دي او یا هم هغه آلمانیان چې د خارجیانو په څیر ښکاري هم د بریدونو ګواښ سره مخامخ دي.

د ښي اړخه تروریزم ګواښ

د فدرالي جنايي پولیسو د ارزونو له مخې د کډوالو پر استوګنځایونو د بریدونو کچه ډیره لوړ شوي ده. فدارلي جنایي پولیسو د سږ کال په دریو اولو ربعو کې ۴۶۱ هغه جرمي قضیي ثبتې کړي دي چې انګیزه یي د بهرنیانو څخه ویره او کرکه ده. د دې شمیرو په بنسټ ویلی شو چې د کډوالو پر ضد بریدونه د تیر کال په پرتله دوه برابره ډیر شوي دي.

د رپوټ په حواله د شکمنو کسانو له ډلې څخه ۳۴ سلنه یې د ښی اړخه افراطي ډلو غړي دي. د دې حملو ۴۲ سلنه عاملینو دا کار په یواځې ځان کړی دی او همداراز ۴۹ سلنه نورو يي د دوو څخه تر پنځه کسیزو ډلو پورې اړه درلودله.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، پاسور نويه پریسې « Passauer Neue Presse» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ اوسمهال د ښی اړخه تروریزم په اړه خبرې نه شو کولی. خو داسې یو خطر شته او موږ پرې غور کوو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب