1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځي بيړۍ مديترانې سمندرګي کې ۱۵۸ تنه مهاجر ژغورلي

۱۳۹۶ شهریور ۸, چهارشنبه

د آلمان يوې پوځي بيړۍ په مديترانې سمندرګي کې ۱۵۸ تنه مهاجر اوبو کې له ډوبيدو ژغورلي دي. د ژغورل شويو کسانو په ډله کې د نارينه وو سربيره، ښځي او ماشومان هم شتون لري.

https://p.dw.com/p/2j61q
Libyen Mittelmeer - Flüchtlinge von Schlauchboot gerettet
انځور: Reuters/D. Zammit Lupi

انترنتي رسنۍ «شپيګل آنلاين» نن (چهارشنبه د اګست میاشتې په ۳۰ نیټه) خبر ورکړ چې په مديترانې سمندرګي کې د آلمان پوځي بيړۍ «مکلنبورګ - فورپومرن» د ليبيا د پلازمينې طرابلس څخه شاوخو سل کيلو متره لرې د مهاجرو يوه کښتۍ درولې ده.
دغه رسنۍ زياتوي چې د سه شنبې ورځې په سهار د آلمان د پوځي کښتۍ مامورینو او د «اوپن آرمز» په نوم يوې بلې مرستندويه کښتۍ په ګډه په دې وتوانيدل چې په بادي کښتۍ کې سپاره مهاجر وژغوري.
د دغه رپوټ په حواله، په ياده کښتۍ کې ۹۷ تنه نارينه، ۵۵ تنه ماشومان او تنکي ځوانان او ۶ ښځې سپرې وې، چې په ښځو کې يوې يې حمل درلود. رپوټ کې زياته شوې چې ژغورل شوي مهاجر لمړی د آلمان پوځ په کښتۍ کې تر طبي معايناتو لاندې ونيول شول او بيا په سيسل ټاپو کې د ايټاليا اګوستا ساحلونو پر لور وليږدول شول.
په ايټاليا کې د اروپايي ټولنې د ماموريت دفتر «سوفيا» دآلمان د پوځ یوه بيړۍ په مديترانې سمندرګۍ د ژغورنۍ پر ماموريت ګمارلې ده.
بل لوري ته بیا د مهاجرت نړيوالې ادارې د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د هغو مهاجرو په شمير کې ښکاره کموالی رامنځ ته شوی دی کوم چې د مديترانې سمندرګې له لارې اروپا ته رسيدلي دي. دغې ادارې همدا راز ويلي دي چې د درو ورستيو اوونيو په ترڅ کې احتمالاً د مهاجرو هيڅ کښتۍ په سمندر کې نه ده ډوبه شوې.