د آلمان پوځ له خوا د وژل سوو افغانانو شمېر نامعلوم دی
۱۳۹۳ اسفند ۱۸, دوشنبه
د آلمان پوځ له خوا په تيرو پنځو کالو کي د يو شمېر ملکي افغانانو د وژني او څلور تنو ټپيانو جبران ورکړی دئ. خو داچي ټولو پيښو ته رسېدگي سوې ده، د آلمان د دفاع وزارت ئې په اړه څه نسي ويلای.
د آلمان خبري آژانس ليکي چي د دغه هيواد په پارلمان کي د کيڼ اړخو د هغي پوښتني په جواب کي چي په افغانستان کي د دوی په ماموريت کي څومره ملکي افغانان وژل سوي يا ټپيان سوي دي «د دفاع وزارت له خوا کومي شمېرې نه دي وړاندي سوي.»
خو د آلمان د دفاع وزارت هغه تورونه نه مني چي گويا په ۲۰۱۰م کال کي دي د وسله والو طالبانو پر وړاندي د «آلماسک» په نوم عملياتو کي ملکي کسان وژل سوي وي.
د آلمان د دفاع وزارت ويلي دي: «د آيساف ځواکونو له خوا د آلماسک عملياتو پر مهال د په آلماني وسلو د وژل سوو يا ټپي سوو ملکيانو په اړه په سيمه کي هيڅ نخښه نښانه نسته.»
د آلمان د دفاع وزارت د روان کال د جنورۍ مياشتي په وروستيو کي داسي يو ليست خپور کړ چي له مخي ئې له۲۰۱۰م څخه تر ۲۰۱۴م کاله پوري په افغانستان کي د جنگ پرمهال د آلماني ځواکونو له خوا نزدې په ۱۸۶ پيښو کي تاوان رسېدلی دی.
ويل کيږي چي آلمان په دغه موده کي د څلورو پيښو چي په هغه کي «انسانانو» ته تاوان رسېدلی وو، له ۱۵۰۰ څخه تر ۷۹۰۰ امريکايي ډالرو پوري جبران خساره ورکړې ده.
د آلمان د دفاع وزارت اوس د کيڼ اړخي گوند د سياستوال يان وان اکين، د پوښتني په جواب کي مشخصي پيښي داسي وړاندي کړي دي: د۲۰۱۰م کال د جنورۍ مياشتي پر ۱۵ نېټه د دوی د تلاښۍ پوستي ته يو موټر رانژدې کېدی چي په اخطاري فيرونو کي يو سړی پر پښه ټپي سو او ۱۷۵۰ امريکايي ډالره ورکړل سول.
دغه راز د ۲۰۱۰م کال د جنورۍ مياشتي پر ۱۷ نېټه يو موټر پر يوه بند سړک باندي راښکاره سوی چي په اخطاري فيرونو کي د موټر پر ماشين او دمخ پر هنداره باندي مرمۍ ولگېدلې، وروسته معلومه سوه چي د موټر د مخ په سيټ کي ناست يو کس ټپي سوی دئ. په دې پيښه کي ۷۹۰۰ امريکايي ډالره جنران خساره ورکړل سوه.
د ۲۰۱۰م کال د اپريل مياشتي پر ۷ نېټه د آلمان ځواکونو يوې گزمې ته نژدې پر يوه شکمن کس باندي د اخطاري فيرونو پرمهال يو کس په پښه کي ټپي سو چي وروسته بيا هغه ته ۱۵۰۰ ډالره تاوان ورکړل سو.
د ۲۰۱۰م کال د نومبر مياشتي پر ۱۳ نېټه د شپې له خوا د تلاښۍ يوې پوستې ته نژدې يو تراکتور دريږي او خلک د هغه تر شا کيندنه کوي، د آلماني عسکرو په اخطاري فيرونو کي د تراکتور هينداره ماتيږي او يو سړی په ورانه کي ټپي کيږي. دغه کس ته بیا وروسته ۲۰۰۰ ډالره ورکول کيږي.
د آلماني عسکرو له پاره په افغانستان کي ۲۰۱۰م او ۲۰۱۱م کلونه ډېر ستونزمن ول. خو د ۲۰۰۹م کال په سپتمبر مياشت کي بيا د آلماني ځواکونو په هدايت پر دوو ټانکرانو باندي په بمبار کي نژدې ۱۰۰ انسانان ووژل سول. په دغه پيښه کي د قربانيانو دقيق شمېر تر اوسه پوري معلوم نه دئ.
د دغي پيښي د ۹۰ قربانيانو هري کورنۍ ته ۵۰۰۰ ډالره په پام کي نيول سوي دي. پر دې سربيره ۱۳۵۰۰۰ ډالره «ژمنۍ مرستي» هم ورسره سوي دي.
خو د دغي پيښي د قربانيانو کورنۍ تر دې ډېر تاوان غواړي او اوس ئې هم په آلمان کي حقوقي دعوا روانه ده. په پلان کي ده چي د راتلونکي پنجشنبې په ورځ به په کولن ښار کي د دغي پيښي په اړه بيا محاکمه جوړه سي.