1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ سلو تنو افغان همکارانو پنا غوښتې

سید ریاض (دویچه ویله، آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۲۴, دوشنبه

په افغانستان کې د آلمان د دفاع او وزارتونو شاوخوا سل تنو افغان کارکوونکو آلمان ته د راتګ له پاره عریضي ورکړې دي. خو د هغوی له ‌ډلې څخه ډیرو کمو کسانو ته وعده ورکړل شوي ده چې هغوی کولای شي آلمان ته ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/197gE
Ein Bundeswehrsoldat führt eine Gruppe einheimischer Arbeiter zu einem Arbeitseinsatz im deutschen Feldlager "Camp Warehouse" in Kabul am 6.8.2003. Aus Sicherheitsgründen stehen die Helfer unter ständiger Überwachung. Am 11. August 2003 übernimmt die NATO die Befehlsgewalt über die Internationale Afghanistan-Schutztruppe (ISAF). Mit dem Kommandowechsel wird Deutschland die Zahl seiner Soldaten um rund 700 auf unter 1600 verringern. Am ISAF-Einsatz von etwa 4600 Soldaten aus 29 Nationen ist die Bundeswehr mit derzeit rund 2300 Soldaten beteiligt. Im Gespräch ist auch, die deutsche Truppenpräsenz über die Hauptstadt Kabul hinaus zu verstärken.
Bundeswehr Afghanistan Helferانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د پوځي استخباراتي ادارې (MAD) مشر اولریش بیرکن هایر، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د جولای ۱۴ نېټه) له «دویچلند فونک» آلمانۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د آلماني پوځ افغان همکاران په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د خطر احساس کوي او له همدې کبله غواړي آلمان ته راشي.

د بیرکن هایر په خبره اوس په افغانستان کې د فعالو آلماني وزارتونو او (MAD) کارپوهانو یوه کمیټه آلمان ته د راتگ په اړه د افغان کارکوونکو غوښتنلیکونه څیړي. د آلمان د پوځي استخباراتي ادارې مشر وویل چې دغه کمیټه به د خپلو څیړنو تر بشپړیدو وروسته د آلمان د کورنیو چارو وزارت ته په دې اړه مشورې ورکړي چې ایا دغو کسانو ته آلمان ته د راتگ اجازو ورکړل شي او که نه.

بیرکن هایر ټینگار وکړ چې تر اوسه د عریضه ورکوونکو له ډلې څخه ډیرو کمو افغانانو ته آلمان ته د تلو اجازه ورکړل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې دغه آلماني چارواکي د هغو کسانو شمیر روښانه نه کړ چې آلمان ته د راتلو اجازه يې تر لاسه کړې ده.

تر دې مخکې په کندز کې د آلماني پوځ شاوخوا پنځوس تنو پخوانیو افغان کار کوونکو یو لڼد مهاله احتجاج کړی وو.
تر دې مخکې په کندز کې د آلماني پوځ شاوخوا پنځوس تنو پخوانیو افغان کار کوونکو یو لڼد مهاله احتجاج کړی وو.انځور: DW/Y.Sherzad

د بیرکن هایر په خبره له آلماني پوځ سره مرسته کوونکو شاوخوا ۶۰ افغانانو په آلمان کې د پناهندګۍ غوښتنلیکونه ورکړي دي او شاوخوا ۴۰ عریضې د هغو افغانانو له لوري ورکړل شوي دي چې د آلمان د بهرنیو او یا کورنیو چارو وزراتونو له پاره کار کوي.

په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو ډیر شمیر افغان همکاران انديښنه لري چې په ۲۰۱۴ کال کې به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ شي. اوس مهال په سلګونه افغانان له آلماني ځواکونو سره د ژباړونکو، موټر چلوونکو، ساتونکو او پاک کارانو په توګه کار کوي. په افغانستان کې د میشتو آلماني پوځیانو افغان کارکوونکو شمیر ۱۳۵۰ تنو ته رسیږي.

کابو پنځه اوونۍ مخکې په کندز کې د آلمان د ولایتي بیا رغونې ډلې د مرکز پر وړاندې د آلماني پوځ شاوخوا پنځوس تنو پخوانیو افغان کار کوونکو یو لڼد مهاله احتجاج وکړ. هغوی ادعا کوله چې لا تراوسه پورې یې سیاسي پنا غوښتنلیکونو ته توجه نه ده شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب