1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کي د ماموريت دوام تصويب کړ

۱۳۹۴ آبان ۲۷, چهارشنبه

د آلمان کابينې په افغانستان کي د خپلو عسکرو ماموريت د يوه بل کال له پاره هم تصويب کړ. په دې سره به نو آلماني عسکر د ۲۰۱۶م کال د دسمبر مياشتي تر ۳۱ نېټې پوري په افغانستان کي د ناټو په ماموريت کي ونډه ولري.

https://p.dw.com/p/1H7n8
Symbolbild Bundeswehr Belastungsgrenze
انځور: picture-alliance/dpa/Hendrik Schmidt

د آلمان کابينې په پريکړه کي دغه راز ويل سوي دي چي په افغانستان کي دي د آلماني عسکرو شمېر له ۸۵۰ څخه ۹۸۰ ته لوړ سي. د آلمان پارلمان بايد د ماموريت غځول تائيد کړي.

د آلمان د حکومت وياند شتيفن زايبرت په برلين کي ويلي دي چي عسکر ئې بايد افغان امنيتي ځواک وروزي او هغوی ته سلا مشورې ورکړي.

په افغانستان کي د ناټو تر جنگي ماموريت يو کال وروسته داسي ښکاريده چي افغان امنيتي ځواک د دې وړتيا لري چي ټولو امنيتي ستونزو ته په خپله اوږه ورکړي، خو د دولت د مخالفانو له خوا د کندز ښار نيول دا وښووله چي ستونزي لا سته.

زايبرت وويل چي د کندز پيښي ته په کتو سره«ځکه نو دا ډېره اړینه ده چي د افغان امنيتي ځواک ملاتړ ته ادامه ورکړل سي.»