1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان کابینې د مهاجرو د چټک اخراج تدابیر تائید کړل

۱۳۹۵ اسفند ۴, چهارشنبه

د چهارشنبې په ورځ د آلمان کابینې ځيني داسې تدابیر تصویب کړل چې له مخې به یې د مهاجرو چټک اخراج ممکن شي. دغه پریکړه داسې وخت کیږي چې د افغان مهاجرو د ایستلو مسله په دغه هیواد کې شخړیزه موضوع ګرځیدلې ده.

https://p.dw.com/p/2Y4w5
Deutschland Abschiebungen abgelehnter Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د نویو کړنلارو پر اساس د دې له پاره چې د مهاجرو له خوا د اخراج د مخنیوي د هڅو مخه نيول شوې وي، تر اخراج مخکې د مهاجرو د نیولو موده له څلورو څخه لسو ورځو ته غځول شوې ده.

همدا راز له دې وروسته به په هغه صورت کې چې مهاجر د هویت په هکله ناسم معلومات ورکړي، د دوی موبایلونه به هم پلټل کيږي.

د آلمان مرکزي حکومت او د دغه هیواد ایالتي حکومتونو د رواني فبروري میاشتي پر نمه نیټه په صدرات ماڼۍ کې پر دغو اقداماتو سره سلا شوي ول.

سربیره پر دې، د تازه اقداماتو پر اساس به پر هغو کسانو څارنه نوره هم اسانه وي چې له ضروري اخراج سره مخامخ دي او له دې سره به د مهاجرو د لومړنیو مرکزونو څخه د مهاجرو اخراج هم ممکن شي.

د «بیرته لیږد د ملاتړ مرکز» په جوړیدو سره به له ایالتونو څخه د ډله ايز اخراج لړۍ هم اسانه شي. د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې د ادارې یا «بامف» د معلوماتو له مخې د دیسمبر میاشتې له ۳۱ نیټې څخه را په دیخوا په آلمان کې ۲۰۷ زره انسانان د بیرته لیږلو پر شرایطو برابر دي.

سختې نیوکې

خیریه سازمانونه پر دې پروګرام سخته نیوکه کوي. د نورو ډلو ترڅنګ شاوخوا ۲۰ خیریه سازمانونو د یو غوښتنلیک په وړاندې کولو سره غوښتنه کړي چې لږ تر لږه د ماشومانو راتلونکې او روغتیا چې د دې پروګرام په پایله کې اغیزمنه کیږي، باید په پام کې ونیول شي.

پرو ازول یا د مهاجرو د ملاتړ سازمان چې د دې غوښتنلیک له لاسلیک کوونکو څخه دي، د آلمان د عدليې له وزیر هایکوماس څخه غوښتي چې د آلمان د کورنیو چارو د وزیر توماس دمیزیر «فریب ورکونکي څرګندونو» باندي دې باور نه کوي او «د دې پریکړې مخالفت دې وکړي.»

Deutschland - Proteste in Köln und Düsseldorf gegen die Deportation nach Afghanistan
انځور: E. Hadid

د پرو ازول سازمان ترڅنګ، د ماشومانو د مرستي سازمان، د زورزیاتي د قربانیانو او د مهاجرو له پاره د رواني درملنې د مرکز ټولنه، په آلمان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق او د «ورلډ ویژن» په نامه سازمان هغه ډلې دي چې یاد غوښتلیک یې لاسلیک کړی دی.

د پارلمان له لوري تصویب

تمه ده چې د اقداماتو دغه بسته به د روان کال په مارچ میاشت کې د آلمان پارلمان له خوا هم تصویب شي. که څه هم داسې ښکاري چې حکومت د دې هیواد په پارلمان کې د دې نوي قانون د تصویب له پاره پوره اکثریت لري، خو د افغانستان په ګډون په بحران کې ښکیلو نورو هیوادونو ته د مهاجرو د بیرته لیږلو مسئله په دې وروستیو کې شخړايزه شوې ده.

په آلمان کې پنځو ایالتونو د افغان مهاجرینو له ایستلو ډډه کړې ده. په دغو ایالتونو کې برلین، بریمن، نیدرزاکسن، شلسویګ هولشټاین او راینلنډفالتڅ شامل دي او په دې وروستیو کې د نورد راین ویست فالن ایالت هم ويلي چي ورته کار به وکړي. هیره ده نه وي چې د مهاجرو د ایستلو دغه توقف لنډ مهال دی او په افغانستان کې د حالت له بدلون سره به بیا پرې له سره کتنه کیږي. د آلمان صدراعظمې او د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د یادو ایالتونو له خوا پردغه اقداماتو سخته نیوکه کړې ده.

پر دې سربیره تمه ده چې نن د چهارشنبې په ماښام هم په آلمان کې یو ډله رد شوي افغان مهاجر د مونشن له هوايي ډګره کابل ته ولیږل شي. د بایرن ایالت د پولیسو د ټولنې یو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې «ټاکل شوې په دې الوتکه کې ۶۰ رد شوي مهاجر» ولېږل شي، خو نوموړي زیاته کړه چې په دې هکله دقیق معلومات به د آلمان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړي.

د آلمان په بایرن ایالت کې د مهاجرینو له پاره د مشورې سازمان د دریم ځل له پاره د رد شوو افغان مهاجرینو د ایستلو پرضد د لاریون غوښتنه کړې. یاد سازمان وايي چې د افغانستان هیڅ سیمه خوندي نه ده او هغه څه چې د افغانستان د خوندي سیمو په هکله سیاستوال وايي، رښتیا نه دي.

په عین حال کې، د بایرن رادیو رپوټ ورکړی چې کلیساګانو ته د افغان مهاجرو د پناه وړونکو شمیر په چټکی سره ډیر شوی دی، ځکه زیاتره مهاجر هڅه کوي چې کلیساګانو ته په پناه وړلو سره ځانونه افغانستان ته له اخراج څخه وژغوري.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم: