1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آی،ايس،آی داستخباراتي سازمان ،سياسي څانګه لغوه سوه

۱۳۸۷ آذر ۴, دوشنبه

دپاکستان آی،ايس،آی ادارې دخپلي سياسي څانګی د لغوه کيدو اعلان کړی دی .

https://p.dw.com/p/G1J1
دپاکستان نوې رهبري ،چه د آی،ايس،آی داستخباراتي سازمان دسياسي څانګي دلغوه کيدو اعلام يې وکۍ
دپاکستان نوې رهبري ،چه د آی،ايس،آی داستخباراتي سازمان دسياسي څانګي دلغوه کيدو اعلام يې وکۍانځور: AP

خوآيا دا کار به دپاکستان ، افغانستان او دسيمي دنوروهيوادو پرحالاتو کمه اغيز ولري او کنه، نو پدې اړه په پاکستان او افغانستان کي کارپوهان مختلف نظرونه لري :

ځيني کارپوهان پر دې خبره باندي شک لري چه دا کار به په رښتيا سره هم لکه څنګه چی هغه په ورځپاڼو کی ليکل سوی دی ،ترسره سوی وي . ځکه چی دغه څانګه د ډيره پخوا څخه چی مخکی نظامی وه ، بيا د زولفقار علی بوټو په وخت کی سياسی سوله ،او په خاص ډول د افغانستان د جګړی او سړې جګړې پرمهال دغي څانګي خپل فعاليتونه نور هم پراخ کړل چي حتی د مرکزي اسيا ترهيوادونو پوري هم رسيدلي دي .

دبله طرفه هغه د پاکستان پر حکومتدارۍ باندی هم ډيره اغيزه لري ، ځکه چي زياتره وختونه په پاکستان کي دا تور لګول کيږي چي ددغه هيواد اکثره حکومتونه چه که څه هم دخپلواکۍ خبري کوي ،خو بيا هم د دې ادارې تر تاثير لاندي يې کارونه ترسره کړيدي .

خو پر دغي ادارې باندي داخلي او هم نړيوال فشارونه موجود وه او زيادتره ورباندي نړيوالو فشار راوستلی دی ، خصوصآ په دی وروستيو څو مياشتو کی .

د بلي خوا په افغانستان کي هم ځيني کارپوهان ددغي ادارې لغوه کيدو ته په مثبت نظر سره ګوري ،او وايي چي که چيري په رښتيا سره دا کار سوی وي او يا ددې ادارې لغوه کيدل په پلان کي وي ،نو دا به نه يوازي د افغانستان پر اوسنيو حالاتو باندی مثبت تاثير ولري ،بلکه دسيمي په هيوادونو کی به ډير لوی مثبت بدلون رامنځه ته سي .

خو آياداچه دغه لغوه کيدل به يو سمبوليک شکل ولري نوددوی په نظر ددې خبري امکان هم ترډيره حده پوري ممکن دی . ځکه چي د پاکستان استخباراتی اداری د پيدايښت سره سم ، يوازی د پاکستان ګټي په پام کي نيولي دي او هڅه يې کړې ده ،چی د نورو هيوادو ملي ګټي ورڅخه قربانيکي .