1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آیساف ویاند: د افغانستان پر ملي اردو او ملي پولیسو باور لرو

۱۳۹۰ دی ۱۷, شنبه

د ایساف ویاند، جنرال کارستن یاکوبزون، له آلمان غږ سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چي د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزنه د ودي په حال کي ده او د مشارکت ستراتيژي ګټوري بریاوي لري.

https://p.dw.com/p/13fq3
یاکوبزون ويلي چې په افغانستان د مشارکت ستراتیزۍ موفقه ده
یاکوبزون ويلي چې په افغانستان د مشارکت ستراتیزۍ موفقه دهانځور: DW

پوښتنه: تاسي پخپله یوه ورستۍ ارزونه کې د نړیوالو ځواکونو پر ضد د یاغیانو د حملو کموالي یو بریالیتوب ګنلی وو، خو د نړیوالو ځواکونو او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلو د زیاتوالې په پام کې نیولو سره ۲۰۱۱ کال د ایساف له پاره ښه کال نه ګڼل کیږي، ایا رښتیا هم ۲۰۱۱ کال ستاسي د ځواکونو له پاره د بریالیتوب کال وو؟

جنرال کارستن یاکوبزون: ۲۰۱۱ کال ته باید له مختلفو زاویوو وکتل شي. د کال په سر کي د نړیوالو ځواکونو شمیر دیر لوړ حد ته ورسید، د کال په پای کي د هغو شمیر بیرته راټیټ شو. په دی کال کي د نړیوالو ځواکونو په مرګ ژوبله کي د ۲۰۱۰ کال په پرتله په سلو کي نزدې ۲۰ کموالی راغی. که چیري دا کچه د ټولو سرتیرو د شمیر له لحاظه په پام کي ونیول سي، نو ویلای شو چي د ۲۰۱۰ کال په پرتله د وژل شوو سرتیرو په شمیر کي یو پر دریمه کموالی راغلی دئ.

له دی سره زه د هوسایي احساس کوم، که څه هم هر ځوان چي خپل ژوند ئې له لاسه ورکړی وي، زمونږ له پاره یوه ستر ضایعه ده چي ځیني هیوادونه ئې په غیرمتناسبه توګه له دې لحاظه سخت تاواني کړي دي. راغلو ستاسو مشخصي پوښتنې ته، موږ په تیر میلادي کال کي ستري بریاوي درلودې، په خاصه توګه په جنوب او جنوب لویدیځ کي.

هلته ډیري سیمي زموږ تر کنترول لاندي راغلي دي. کوم عملیات چي په تیر ژمي کې پیل شوي ول او بیا تر اوړي پورې ئې دوام وکړ په پایله کې ئې دغه سیمي آزادي شوې، کومي سیمي چې د آیساف او د افغانستان د امینتي ځواکونو تر کنترول لاندي راغلي دي بیا د طالبانو له خوا نیولې شوي نه دي.

پوښتنه: دا صحیح ده چي طالبانو خپل جنګي قوت له لاسه ورکړی ئ، خو هغوی د ځانمرګو بریدونو او د سړک له ماینونو څخه په استفادې سره نړیوالو ځواکونو او ملکي خلکو ته تاوانونه اړولي دي. تاسی د هغوی د دې تکتیکونو په وړاندي خپله ستراتيزي کي بدلوئ او یا هغې کې سمون پکښې راوړئ؟

جنرال کارستن یاکوبزون: رښتیا هم یاغیانو هغو وسلو ته لاس اوږد کړی چي معمولا د ترهګرۍ، پټو حملو او کمین نیوني له پاره ترې کار اخیستل کیږي. موږ باید د هغوی پر ضد ځان عیار کړو. د سړک کوم ماینونه چې د یاغیانو له خوا استعمال شوی دي ،په ۲۰۱۱ کال کې ئې ډیرو زیاتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبلي اړولي دي چي کچه ئی په سلو کې اویا ته رسیږي.

سربیره پر دې هغوی خبل ترهګر بریدونه د حکومت لوړ پوړو کسانو ته متوجه کړي دي چي هدف ئې د یو روغ حکومت د جوړیدو مخنیوی دئ. د هغوی د داراز بریدونو د مخنیوي له پاره به زموږ اوسنۍ ستراتیژي دوام وکړي. موږ په دې ستراتیژۍ کې د طالبانو د لیکو لوړ پوړي او منځ پوړي کسان او دغه راز پلان جوړونکي، بمب جوړونکي قوماندانان تعقیبوو او نیسو یې. سر بیره پر دې د خلکو همکاري مهمه ده. په خاصه توګه د یاغیانو د وسلو د زیرمو او د چاودیدونکو توکو د ګدامونو په هکله معلومات لاس ته راوړل په دې لاره کې مرسته کولای شي. موږ په دې برخه کې سږ کال ښې بریاوي درلودې او د پخوا په پرتله مود خلکو په مرسته دوه برابره زیات چادودیدونکي توکي موندلي او شنډ کړي دي. په خاصه توګه کله چي افغان ځواکونه په دې برخه کې عملیات کوي، عام خلک له هغوی سره ډیر ښه همکاري لري.

پوښتنه: د آلمان د دفاع وزیر، توماس دیمیزر، تر کرسمس مخکي افغانستان ته په څپل سفر کي وویل چي د مشارکت له ستراتيژي، یعنی له افغان ځواکونو سره له همکارۍ پرته د هغوی د پوځي روزنې پرمختګ ممکن نه دئ، تاسي د مشارکت ستراتيزي څه ډول څېړئ؟

جنرال کارستن یاکوبزون: افغانانو ته د مسئولیت لیږدول تر هر څه موږ ته لومړیتوب لري. دا که امنیت په برخه کي وي او که د حکومتوالي په نورو برخو کي. د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کي باید ووایم چی سږ کال موږ ستري بریاوي درلودي. د افغان امنیتي ځواکونو په ډله کې ستر زیاتوالي راغلی دئ. د کال په پیل کې د افغانستان د ملي اردو شمیر ۹۷ زره او د ملي پولیسو شمیر ۹۵ زره وو، د ۲۰۱۱ کال په پای کي د ملي اردو شمیر ۱۷۶ زرو او د ملي پولیسو شمیر ۱۴۶ زرو ته ورسید. دا یو ستر زیاتوالی دئ. ښکاره ده چي د هغوی په روزنه کي باید نور هم کار وشي او د هغوی ظرفیتونه باید نور هم پراخ شي، خو د مسئولیت د انتقال په چوکاټ کي په هغو ولایاتونو او ولسوالیو کي چي دوی ئې مسئولیت پر غاړه اخیستی دئ، ورځنۍ بریاوي د یادوني وړ دي.

ښه مثال ئې د نومبر په میاشت کې لویه جرګه وه چي امنیت ئې یواځي د افغان ځواکونو په واسطه خوندې وساتل شو. که څه هم د جرګې د ویجاړولو پر ضد سخت ګواښونه شوی ول. د مشارکت د ستراتیژۍ په ترڅ کې زموږ ځواکونه له افغان ځواکونو سره په ګډه عملیات کوي او له دې لاري هغوی پوځي روزنه مومي او وده کوي.

پوښتنه: خو آیا فکر نه کوئ چي څو ورځي مخکي د هغه یو افغان له خوا چې عسکري یونیفارم ئې اغوستی وو، د دوو فرانسوي سرتیرو او دغه راز په ۲۰۱۱ کال کي د داسې ورته پیښو سره د نړیوالو او افغانستان د امینتي ځواکونو ترمنځ دي باور او اعتماد ته تاوان رسیدلی وي او د مشارکت او د همکارۍ ستراتيژي دې تر پوښتني لاندي راوستې وي؟

جنرال کارستن یاکوبزون: په خواشیني سره باید ووایم چي د دسمبر د میاشتې په ۲۹ یو افغان سرتیري دوه فرانسوی سرتیري ووژل او خپله افغان سرتیری هم ووژل شو. په ټولیزه توګه په ۲۰۱۱ کال کي چې د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ خپلمنځي پیښې شوي دي،په نهو پیښو کې ئې مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې.

دا انفرادي پیښې دي چې له کومي مشخصي ډلي سره تړاو نه لري. د داسی پیښو لاملونه مختلف دي له خپل آمر یا خپلوعسکري انډیوالانو سره له قهر او غوسې څخه نیولې بیاښایي ترطالبی پسمنظر پوري. خو دا انفرادي پیښي دي او شمیر ئې هم ډیر محدود دئ، که څه هم دا پیښي د خواشینۍ وړ دی. موږ د افغان ملي اردو او د ملي پولیسو د روزني دنده پر غاړه لرو په دې برخه کې مو ستر پرمختګ کړی دئ او د جلب او احضار کوم چلند چې اوس موجود دئ، موږ پرې باور لرو او د بدلون وړ نه دئ.

پوښتنه: افغان حکومت غوښتي دي چي ناټو دي د شپی پلټونو عملیات په کلیو او بانډو کې ودروي، آیا ناټو دا غوښتنه معقوله بولي او هغه مني؟

جنرال کارستن یاکوبزون: افغان حکومت له ډیر وخت څخه را هیسي د خاصو عملیاتو د افغاني کولو د پروګرام د ګړندي کېدلو غوښتنه کوي. موږ په دې لاره کي پرمختګ کړی.دئ د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره په ګډه د وخت تر سخت فشار لاندي د افغانستان خاص ځواکونه روزو. دا وخت غواړي. خاص ځواکونه سمدستي نه جوړیږي. خو هغه څه چي همدا اوس بشپړ شوي دي، هغه د دغه پروګرام له کلتوري لحاظه حساسه برخه ده. د بیلګې په توګه د افغانانو کورونو ته ننوتل او د کورونو پلټل اوس یواځي پخپله د افغان ځواکونو له خوا تر سره کیږي.

البته د خاصو عملیاتو ساحه پراخه ده. دلته دیر فکتورونه نقش لري چي د عامه پوهاوۍ څخه پیل کیږي او د کورونو د دراوزو پرټکولو تمامیږي. له ډیر وخت راهیسي موږ پر دغه خواهڅه کړې ده چې د شپې عملیات افغاني شي. ښه مثال ئې په تیر اګست کي وو چي افغان خاص سرتیرو له خاص امریکایي سرتیرو سره په ګډو عملیاتو لاس پورې کړ. خو د هغوی د سپرلي الوتکه راولوېده او دیرشو امریکایي خاص سرتیرواو ۷ تنو افغان خاص سرتیرو خپل ژوند له لاسه پکښې ورکړ. د دې عملیاتو دافغاني کولو په کارکي پرمختګ روان دئ او نور به هم پرمختګ وکړي. موږ د افغانستان له اړوندو وزارتونو سره له نژدې همکاري لرو.

پوښتنه: دامریکا متحده ایالات او د هغه ځیني نور متحدین هڅه کوي چي له افغان حکومت څخه جلا له طالبانو سره تماس ونیسي او د سولي خبري اتري پیل کړي. څرنګه چي په قطر کي د هغوی له پاره یو دفتر هم په پام کی نیول شوی دئ. ایا د لویدیځ دغه ډول هڅی د آیساف پر عملیاتو باندي، خصوصا په دې نوي پیل شوي کال کې کومه اغیزه لري؟

جنرال کارستن یاکوبزون: آیساف د افغانستان د حکومت د روغي جوړي له هڅو سره ملاتړ کوي. ځکه پر یوه بغاوت باندې څوک یواځي د جګړې په ډګر کې لاس بری نه شي پیدا کولای. د دغه شان شخړو د حل له پاره یوې سیاسي پروسي ته اړتیا شته.

دا د ایساف د ماموریت په ساحه کي نه راځي. دا یواځي د افغان حکومت خپل مسئولیت دئ او نور هیوادونه ور سره مرسته کولای شي.

په دې وجه ایساف په دې هکله څه ویلای نه شي. هغه څه چي موږ ئې کولای شو، په ورځني کار کې د طالب دپخوانيو جنګیالیو د ادغام پروسه ده. په دې لاره کي موږ پرمختګ کړی دئ.

په ۲۰۱۱ کال کي موږ ۳۰۰۰ پخواني جنګیالي بې وسلې کړل چې اوس پخپله ټولنه کې ادغام شوي دي. دا هغه ځوانان دي چی وروسته تر اوږدې جګړې وروسته بالاخره دې نتیجې ته رسیدلي ول چې په خپل ژوند کې دوې لاري په مخکی لري او هغه دا چې یا به د جګړې په ډګر کي بندیان نیول کیږي یا خو به وژل کیږي او یا به خپله وسله پر ځمکې ږدي او د خپل هیواد د اساسي قانون په منلوسره به، له زور زیاتیو څخه د لاس اخیستلو او خپل کور او ټولني ته له بیرته ستندیو سره یو نوی ژوند پیل کوي او د خپل هیواد په بیا رغونه کې به ونډه اخلي.

عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش