1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اتومي انرژی نړیوال سازمان له ایران څخه اتومي ساحو ته د ورتللو غوښتنه کړې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14vga

د ملگرو ملتونو د اتومي سازمان یو لوړپوړي چارواکي له ایران څخه غوښتي دي چې دوی ته د اتومي ځایونو، خلکو او د اسنادو د پلټولو اجازه ورکړي پر کوم باندې چې شک کیږي چې ایران په پټه د اتومي وسلو د پرمختگ په څیړنه بوخت دئ.

دا غوښتنه په داسې وخت کې تر سره کیږي چې د اتومې انرژې نړیوال سازمان چارواکي له ایراني استازو سره په دې موخه نوی خبرې اترې تر سره کوي تر څو هغوی په دې قانع کړي چې دوی ته د پارچن پوځې اډې ته د تلو اجازه ورکړي.

د اتومې انرژې نړیوال سازمان په دې اند دئ چې دغه ځای کې د ایران له خوا داسې ازموینې تر سره کیږي چې د اتومي وسلو د جوړولو له پاره تر سره کیږي. ایران بیا د دغسې ازموینو تر سره کول ردوي او په دې خبره ټینگار کوي داسې کوم پلان نه لري چې خپل ملکي اتومي پروگرام د بلې موخې له پاره استعمال کړي.