د اتومي انرژۍ د څار ادراه: د ايران په اتومي پروگرام کي چټکتيا راغلې ده
۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبهاعلان
د اټومي انرژۍ د څار نړۍ والې ادارې ويلي دي چي ايران د يورانيمو د غني کولو په وړتيا کي درې چنده زیاتوالی راوستی دئ. د نوموړې ادارې په تازه راپور کي راغلي دي چي ايران هره مياشت 14 کیلوگرامه يورانيم غني کوي او د غني کولو پروسه ئې ۲۰ فيصده ته رسیدلې ده.
د یورانیمو د ۹۰ فیصده غنې کولو پروسې ته د رسیدو له پاره ۲۰ فیصده رسیدو ته هم د مهم گام په توگه کتل کیږي. د ۹۰ فيصده غني سوو يورانيمو څخه اټومي وسلې جوړېدلای سي. د نوموړې نړې والې ادارې رئيس يوکي يا امانو،په تازه راپور کي خپله اندېښنه ښودلې ده چي ښايي د ايران د اټومي پروگرام ممکنه پوځي اړخ ډېر پراخ وي. په عيني وخت کې ایران بیا ويلي دي چي د خپل اټومي پروگرام د ملکي او سوله ییزو موخو د اثباتولو لپاره دې ته چمتو دئ چي د اټومي انرژۍ د څار د نړۍ والې ادارې سره همکاري وکړي.