1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اتومي انرژۍ په برخه کي د هند او امریکا موافقه

دويچه ويله۱۳۹۳ بهمن ۶, دوشنبه

د هندوستان او امريکا متحدو ايالاتو مشرانو له اتومي انرژۍ څخه د سوله ييز کار اخيستلو له پاره گډي همکارۍ ته لاره پرانيستله. دواړو اړخونو دغه گام د دوو اړخيزو همکاريو په برخه کي ډېر مهم بللی دئ.

https://p.dw.com/p/1EQOj
انځور: Reuters/J. Bourg

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما او د هند صدراعظم نارندرا مودي، په نوي دهلي کي د ليدني کتني پرمهال له اتومي انرژۍ څخه د سوله ييزه کار اخيستلو په برخه کي د دواړو هيوادونو د ژورو همکاريو پر سر موافقې ته سره رسېدلي دي.

دغه موافقه چي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۲۵مه) د دواړو هيوادونو د مشرانو ترمنځ لاسلیک سوه، پر دغي موضوع باندي له کلونو راهيسي حاکم منجميد حالت يې ختم کړ.

اوباما به د سه شنبې تر ورځي پوري په هند کي پاته سي. دا د هغه د جمهوري رياست په دوران کي دوهم سفر دئ، چي هند ته ئې کوي. اوباما د امریکا لومړی جمهور رئيس دئ، چي هند ته دوه واري سفر کوي.

اوباما د دغه موافقتنامې لاسليکول ستر «بری» او د دوو اړخيزو همکاريو په برخه کي يو مهم «گام» بللی دئ.

هند او امريکا په ۲۰۰۸م کال کي داسي يو تړون لاسليک کړی وو، چي هند ته د سوله ييزو هدفونو له پاره اتومي انرژي په اختيار کي ورکړل سي.

له اقليمي بدلونو سره مقابله

د هند او امريکا د مشرانو په ملاقات کي د چاپيريال ساتني او اقليمي بدلونونو پر موضوعگانو باندي هم خبري وسوې.

د گلخانيي گازو د کمښت په برخه کي هم د دواړو هيوادونو ترمنځ موافقه لاسليک سوې ده. پر دغي موضوع باندي به د اقليمي بدلونونو په اړه جوړېدونکي کنفرانس کي چي په پاريس کي رابلل کيږي، بحث وسي. کنفرانس د روان کال په وروستيو کي رابلل کيږي.

هند د گلخانيي گازو د توليد په برخه کي په نړۍ کي يو له سترو هيوادونو څخه دی چې دغه شان گاز توليدوي.

د امریکا جمهور رئيس بارک اوباما له خپلي ماينې ميشل اوباما سره د دوشنبې په ورځ د هند د جمهوريت د ورځي په مراسيمو کي گډون وکړ. دا لومړی وار وو، چي د امريکا يو جمهور رئيس په دغو مراسيمو کي د گډون اجازه موندلې ده.