1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې د شکمن افغان ترهګر د انځور خپریدل

آژانسونه۱۳۹۵ مرداد ۱۴, پنجشنبه

په پاریس کې امنیتي سرچینو د یوه افغان پناغوښتونکي انځور خپور کړی دی. د پولیسو سرچینو ویلي دي چې د دې شک موجود دی چې دغه کس په پاریس کې د بریدونو پلان لري.

https://p.dw.com/p/1JbbI
Symbolbild Frankreich Protest
انځور له ارشیف څخهانځور: Reuters/P. Wojazer

د پولیسو دغې سرچینې ویلي دي چې لا تر اوسه پورې د دغه افغان پناغوښتونکي نوم روښانه شوی نه دی او د هغه د موندلو له پاره پراخ عملیات هم نه دي پیل شوي. د میترو نیوز رسني ویلي دي چې دغه کس له دوو میاشتو راهیسې په فرانسې کې میشت دی.

په فرانسې کې تر نومبر میاشتې راهیسې اضطراري حالت حاکم دی. په دې میاشتې کې وسلوالو کسانو په پاریس کې ۱۳۰ تنه ووژل. تیره میاشت هم یوه تونسي وګړي په نیس ښار کې ملکي وګړي تر خپل لارۍ موټر لاندې کړل او ۸۴ کسان یې ووژل. په یوې بلې پيښه کې بیا دوو افراطي اسلامپالو په یوې کلیسا کې د یوه کشیش غاړه پرې کړه.

د جولای په ۲۶ نیټه په کلیسا کې تر برید څو ورځې مخکې، د فرانسې امنیتي ادارو له یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې څخه داسې معلومات ترلاسه کړي وو چې یو کس غواړي په دې هیواد کې بریدونه ترسره کړي. په دې ترتیب سره د دغه کس انځورونه هم بیلابیلو امنیتي ادارو ته استول شوي ول. وروسته بیا روښانه شوه چې دغه انځور په کلیسا کې د یوه برید کوونکي وو.

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل