1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اختر لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول کیږي

۱۳۹۰ شهریور ۶, یکشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وایي چې د اختر په ورځو کې د عیدګاو، جوماتونو، زیارتونو، تکیه خانو او ان د تفریحي ځایونو ساتنه د پولیسو په امنیتي پلان کې شامل دي. څو خلک وکړای شي چې په ډاډمنه فضا کې اختر ولمانځي.

https://p.dw.com/p/12O2z
د کابل پوليس په تيار سی کي دي
د کابل پوليس په تيار سی کي ديانځور: ap/dapd

پلازمینه کابل په دی ورستیو اونیو کی د پام وړ نا امنیو شاهد تېر سوی دی. د اګسټ میاشتي په اتلسمه نیټه د دغه ښار په زړه کې د بریتانیا په قونسلګرۍ باندي د ترهګرو برید ښاریان د خپل امنیت په اړه سخت اندیښمن کړل. په دغه برید کی چی طالبانو يې پړه په غاړه اخيستې وه پکښي ګڼ کسان مړه او ژوبل سول.

خو ایا اوس افغانان چي د خپل مذهبي جشن کوچني اختر د لمانځلو په درشل کي دي د ملک په بیلا بیلو ولایتونو کی د خوندي توب احساس کوي که څنګه؟ دا پوښتنه د المان ږغ راډيو د یو شمیر افغانانو سره شریکه کړه.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي د څلورم کال زدکړیال عصمت مسلم دویچي ویلي ته وویل چی دوی په پولیسو باور نه لري که هر څومره هغوي د خوندي امنیت ډاډ ورکړي. د نوموړي پر وینا چی اوس د افغانستان امنیتي ځواکونه د ځان د ساتلو توان نه لري نو له دی ښکاري چی هر څوک باید په خپله ځان وساتي.

خو د کابل په فروشګاه بزرګ افغان پلورنځي کې یوه تن هټیوال معلم ګل نذیر دویچي ویلي ته وویل چی دوی د پولیسو او افغان امنیتي ځواکونو په وړتیا پوره ډاډمن دي او د اختر ورځو ښه امنیت به وساتي. نوموړي وویل چی کورني ځواکونه د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري او د خلکو له همکارۍ پرته د هغوي بریالی توب ناشونی دی.

گڼ شمېر پوليس په امنيتي دندو گمارل سوي دي
گڼ شمېر پوليس په امنيتي دندو گمارل سوي ديانځور: AP

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نطاق غلام صدیق صدیقي وایی د اختر د ورځو تر پایه پورې په ځانګړو تدابیرو سره د امنیت د خوندي کولو هڅه کوي تر څو د وران کارو پیښو مخه ونیول شي.‎ هغه وایې پدغه امنیتي تدابیرو کې په ښار او د ښار په ټولو دروازو کې د موټرو کنترول او تالاشي شامله ده.

د پولیسو له لوري د چارواکو او زور واکو د موټرو د تورو ښیښو لري کول او همدا راز د هر راز سپکي او درني وسلي په ګرز را ګرز باندي بندیز هغه څه دي چې د اختر د ورځو د امنیت د خوندي کولو لپاره د پولیسو په برنامه کی ځای لري.
ښاغلی صدیقي وایی چی دوی په ټولو څلور لارو کی د عامه نظم پولیس ځای پر ځای کړي چی بې له قید او شرط څخه به له ټولو کسانو وسلې ټولوي او د هغوي د موټرو توري خیښي به سپینوي.

‎د ښاغلي صدیقي په وینا، کشفي او استخباراتي پولیس هم د عامه نظم ساتنې او سرحدي پولیسو سره په لومړې درجه احضاراتو کې دي او یواځې په کابل ښار کې د پنځه لس زرو په شاوخوا کې پولیس د امنیت ساتلو لپاره په دنده ګومارل شوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی