1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د اخوان المسلیمن پلویان وژل شوي دي

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ مرداد ۲۸, دوشنبه

په مصر کې د بندیانو د لیږد پر مهال د آخ او ډب په پایله کې د اخوان المسلمین په لسګونو ملاتړي وژل شوي دي. د چارواکو د وینا له مخې پولیسو هڅه کوله چې د اخوان المسلمین د بندیانو د تيښتې مخه ونیسي، چې دغه پیښه رامنځ ته شوه.

https://p.dw.com/p/19Rwg
انځور: picture-alliance / dpa

د مصر د ځایي رسنیو د رپوټونو په حواله د شکمنو بندیانو له لوري بلوا د پولیسو د سخت غبرګون سره مخامخ شوه. د چارواکو د وینا له مخې پولیسو هغه وخت له زور څخه کار واخیست چې بندیانو د پلازمینې قاهرې په شمال کې د موټرو په یوه کتار کې اړودوړ جوړ کړ او د تیښتې هڅه یې کوله.

د «مینا» په نوم د مصر دولتي خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې وسلوالو کسانو د بندیانو د لیږد پر مهال د هغوی د آزادولو هڅه وکړه.

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې د نښتو په ترڅ کې د اخوان المسلمین ۳۶ تنه غړي وژل شوي دي. دغه شمیر بیا وروسته د پولیسو له لوري هم تایید شو. د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه کسان هغه وخت ووژل شول کله چې پولیسو د بندیانو له لوري په موټر کې د یوه برمته شوي افسر د راخلاصیدو هڅه وکړه. د کورنیو چارو وزارت په وینا دغه کسان د اوښکي بهوونکي ګاز د استعمال په پایله کې د سا بندۍ له امله مړه شوي دي.

د اخوان المسلمین د ملاتړو پر ضد د زور زیاتیو رپوټونه د مصر په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له لوري د لاریونو د ځپل کیدو په ترڅ کې ورکول کیږي. د ګوښه کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پلویان د چهارشنبې په ورځ د هغوی د احتجاجي کمپونو د په زوره خالي کیدو پر ضد احتجاجونه کوي. د پوځ له لوري د دغه کمپونو د خالي کیدو په ترڅ کې تر ۶۰۰ زیات کسان ووژل شول. د چهارشنبې د ورځې راهیسې په ټول مصر کې د زور زیاتیو کې په پیښو کې اوس د وژل شوو کسانو شمیر تر ۸۰۰ تنو اوښتی دی.

محمد مرسي چې د اخوان المسلمین سره تړاو لري د جولای د میاشتې پر دریمه نیټه د پوځ له لوري ګواښه کړای شو او تر دغې نیټې وروسته په یوه نامعلوم ځای کې بندي دی. د اخوان المسلمین ګوند تر هغې وروسته په احتجاجونو لاس پورې کړی دی او د محمد مرسي د بیرته واک ته رسیدو غوښتنه کوي.

د مصر د دولتي رسنیو د رپوټونو له مخې په تیره اوونۍ کې د احتجاجونو په ترڅ کې تر اوسه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه نیول شوي دي. د دغو کسانو له جملې څخه پر۲۵۰ تنو د قتل، د قتل د هڅې او د ترهګرۍ تورونه لګول شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د اخوان المسلمین پلویانو د مرسي د آزادیدو له پاره د قاهرې په لارو کوڅو کې د لاریونونو د تر سره کولو له پاره غږ کړی وو، خو د مصر د اساسي قانون محکمې مخې ته د هغوی د پلان شوې غونډې مخه ونیول شوه. د الفیوم او المنیا ولایتونو په شمول د مصر په یو شمیر نورو ښارونو کې هم احتجاجونه تر سره شوي دي. دغه لاریونونو د ماښام تر مخه د ګرځنده بندیزونو تر نافذیدو تر مخه پای ته ورسیدل.

د مصر د پوځ د فیسبوک پر انټرنیټ پاڼه د خپور شوي رپوټ له مخې د یکشنبې په ورځ د پوځي مشرانو په یوه غونډه کې د دفاع موقتي وزیر عبدالفتاح السیسي، د مصر په راتلونکي سیاسي بهیر کې د پخواني ولسمشر د اسلامپالو پلویانو د شاملولو غوښتنه کړې. هغه ویلي «په مصر کې د هر چا له پاره ځای شته» خو هغه په عین وخت کې خبرداری ورکړی دی چې پوځ هیڅ رنګه نا امني نه شي زغملی.