1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اداري اصلاحاتوت په کمیسیون کې فساد کیږي»

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ فروردین ۱۰, شنبه

د پارلمان یو شمیر استازي وایي چې د اداري اصلاحاتو په کمیسیون کې د رشوت اخیستل، د واسطو منل او د کارونو ځنډول خپل اوج ته رسیدلي دي. دغه استازي د دې ادارې د لغو کیدو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/187DO
Afghanistan parliament members vote for confidence or non confidence to the Cabinet nominations. Kabul, Afghanistan, 12.09.2012.Photo : DW/ Hussain Sirat
Afghanistan Mitglieder des Parlamentsانځور: DW

د افغانستان د پارلمان غړی عبدالحفیظ منصور، په هغه کمیسیون کې شامل دی چې د اداري فساد د کمیسیون په اړه یې څیړنې کړي دي. هغه د شنبې په ورځ د خپلو څیړنو پایلې داسې اعلان کړې: «وړاندیز دا دی چې د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د کار دوام [د افغانستان] په صلاح نه دی. د دې کمیسیون کارکوونکي دې په نورو ادارو کې په کار وګومارل شي.»

د ادارې اصلاحاتو کمیسیون د دې له پاره رامنځ ته شوی دی چې د افغان دولت کارکوونکوي د استعداد او پوهاوي له مخې په کار وګومارل شي. خو د پارلمان یو شمیر غړي وایي چې دغه کمیسیون اوس د یو شمیر زورواکو لاس ته لویدلې ده چې خپل خپلوان یې په لوړو دولتي پوستونو کې په کار ګومارلي دي.

د پارلمان یوې غړې نظیفه ذکي، په دې اړه وویل: «دغه کمیسیون د څو تنو خاصو کسانو د ګټي له پاره پرته له دې چې د خلکو پوهه په پام کې ونیسي، د شخصي اړیکو له مخې وګړي په کار ګوماري.»

د حل لاره څه ده؟

د افغانستان د پارلمان یو شمیر غړو وویل چې که چیرې هغوی دغه کمیسیون لغوه هم کړي، نو دولت به له دې کار سره موافقه و نه کړي. له دې کبله هغوی وړاندیز وکړ چې د اداري اصلاحاتو د کمیسیون تر لغوه کولو مخکې باید د هغې پر ځای یوه بله اداره رامنځ ته شي چې دولتي چارې له ستونزو سره مخامخې نه شي.

اوس مهال د افغانستان په دولتي ادارو کې په سلهاو پستونه خالي دي، او د دې کمیسیون د مصروفیت له کبله په دغو پستونو کې څوک په کار نه ګومارل کیږي.

د افغانستان د پارلمان یوه بل استازي محمد علي اخلاقي، وویل چې د ادارې اصلاحاتو کمیسیون پخپله د فساد پر یوه مرکز باندې بدل شوی دی. هغه زیاته کړه: «د دې کمیسیون جوړښت چې هدف یې اصلاحات دي په خواشینۍ سره چې [...] ډیر غیر عادلانه دی. خپل خپلوان په پستونو کې په کار ګومارل کیږي. دا اداره پخپله د فساد پر یوه مرکز باندې بدله شوې ده.»

د پارلمان غړو وویل چې که څه هم په زرهاو افغان ځوانان د ادارې اصلاحاتو د دروازې تر شا ولاړ وي، خو بیا هم دغه اداره د هغوی د جذبولو توان نه لري. پارلمان پریکړه وکړه چې یو کمیسیون د ادارې اصلاحاتو د کمیسیون لغوه کول وڅیړي او د هغې پایلې د پارلمان عمومي غونډې ته اعلان کړي.