1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اداري فساد په نړيوال ليست کي افغانستان څووم مقام لري؟

احمد ولي اڅکزی/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د شفافيت نړيوال سازمان د ۲۰۱۳ مېلادي کال له پاره خپل راپور وړاندي کړی دی. په دغه راپور کي افغانستان د سوماليا او شمالي کوريا تر څنگ تر ټولو زيات په اداري فساد کي ډوب بلل سوی دی.

https://p.dw.com/p/1ASHW
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د شفافيت نړيوال سازمان هر کال د اداري فساد او شفافيت په هکله د هیوادونه ليست راباسي. په سږني ليست کي نه يوازي هغه همېشني په اداري فساد شکمن هيوادونه راغلي دي، بلکي پکښي د يورو د پولي واحد ساحې غړي هم شامله دي. د ياد سازمان کارپوهانو او پلټونکو په سږني راپور کي افغانستان، سوماليا او شمالي کوريا د نړۍ د هغو هيوادونو په توگه ياد کړي دي چي تر ټولو زيات اداري فساد پکښې دی.

د ياد سازمان د ۲۰۱۳م کال په راپور کي په بشپړه توگه ۱۷۷ هيوادونه ارزول سوي دي. د ليست له مخي د نړۍ تر ټولو زيات شفافيت لرونکي هيوادونه يو ځل بيا ډنمارک او نيوزيلاند بلل سوي دي. د هغو تر څنگ فينلند او سوېډن هم په لومړيو مقامونو کي ځای لري. آلمان په دغه ليست کي ۱۲ تر ټولو شفاف هيواد دی.

د يونان په هکله يو مثبت خبر

د شفافيت نړيوال سازمان د يورو د پولي واحد ساحې غړی هيواد د پخواني ليست په پرتله ۱۰ مقامه شاته غورځول سوی او اوس په۴۰ مقام کي راغلی دی. د شفافيت په تړاو تر ټولو زيات پر شاتگ کوونکی دوهم هيواد سوريه بلل سوی دی چي له کورنۍ جگړې سره مخامخ دی.

Infografik Korruptionswahrnehmungsindex Transparency International 2013 Englisch

د هسپانيا اقتصادي وده په تدريجي توگه هغه وخت د شاتگ سره مخامخ سوه، کله چي پنځه کاله تر مخه د جايدادونو او ودانيو قيمتونه تر زيات پړسېدلو وروسته يو دم راکښته سول.

د يورو د پولي واحد ساحې بل بحران ځپلی هيواد يونان دی. د شفافيت د تازه راپور له مخي د دغه هيواد دولت د اداري فساد د کمولو له پاره لوی گامونه پورته کړي دي او له همدې کبله د پخواني ليست په پرتله ۱۴ مقامونه راپورته سوی او اوس په ۸۰ ځای کي قرار لري.

د شفافيت د نړيوال سازمان غړی فين هاينريش وايي چي د يونان پرمختگ دوی په مثبته توگه حيران کړي دي. د هغه په وينا د يونان په پرتله په هسپانيا کي د اداري فساد د له منځه وړلو له پاره جدي اقدامات نه دي سوي او له همدې کبله په ليست کي تر پخوا لا په کښته مقام کي راغلی دی.