1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ادبیاتو نړیوال فستیوال په برلین کې

۱۳۸۸ شهریور ۲۴, سه‌شنبه

«نه، زه نه غواړم چې کتاب نور ووايم، اگر چې ما پخپله خوښ کړی و. کېدای شي تاسو په آلماني ژبه لوستلو ته دوام ورکئ.» دا د ليلا صبار څرګندونې دي، چې يوه 68 کلنه ليکواله له الجزاير څخه ده.

https://p.dw.com/p/Jgkj
انځور: picture-alliance / schroewig

هغو شاوخوا سل جوړه سترگو ته په مستقيم ډول نه گوري چې د هغې په خوا په احتياط سره متوجه دي. هغه ځمکې ته گوري په داسې حال کې چې يوه نطاقه د هغې د متن ژباړه په آلماني ژبه وايي.

دغه کيسه د هغې پلار ته ځانگړې شوې ده چې له الجزاير څخه راځي، خو عربي ژبه يې نه ده ورښودلې. خو دغه کيسه د يوې لور او د هغې د پلار د کيسې سربېره د فرانسې او الجزاير د پېچلو اړيکو کيسه هم ده، هم د استعمار په وخت کې او هم له ښکېلاک او زبېښاک څخه په وروسته وخت کې. سره له دې چې د څلويښتو رابلل شويو ليکوالو څخه لويه برخه په عربي ژبه ليکنې کوي، خو ځينو هم په فرانسوي، آلماني، انگليسي او حتی په عبراني ژبه ليکوالۍ ته مخه کړې. د هغوی د ليکنو موضوعگانې له جنگونو، د سيکولر يا دنيايي او مذهبي چارو د کشالو څخه نيولې تر ټولنيزو موضوعگانو، جنسي خپلواکۍ او برابرو حقوقو پورې غځيږي. دغه موضوعات د ورځني ژوند په هنداره کې انځور شوي دي، بې له دې چې سياسي شعارونه په کې راغلي وي.

خو ليکوالان د ورځني ژوند په عادي ستونزو باندې هم غږيږي. ځينې خلک د نطاقې او ممثلې کاتلين گالېگو څپاته په وينا دې خبرې ته هک او حيران دي:

«هغه ليکنې چې ما له عربي نړۍ څخه تر اوسه لوستلې دي، په حيرانونکي ډول ورځنی ژوند انځوروي. داسې ښايي چې ډېر ليکوال غواړي عادي ژوند او ورسره چار چلند په کې تشريح کړي.«

ځينو ليکوالو نندارچيان په دې هم هېښ او حيران کړي چې په څه ډول خپلې ليکنې وړاندې کوي. له تونس څخه راغلي شاعر منصف مزغني د نندارچيانو پاملرنه او تلوسه په دې جلب کړه چې د مينې او سياست په اړه کښل شوي خپل پاړکي او شعرونه يې په سندريز ډول وړاندې کړل:

په دې ډول د شاعر، او د ژباړل شوي متن د لوستونکي تر منځ يوه گډه سندره جوړه شوه:

نندارچيانو ورڅخه تر ټولو زياته گټه واخيستله ځکه چې ساعت يې په ښه ډول تېر شو

ډېر ليکوالان په خپلو هېوادونو کې هومره زيات شهرت نه لري. د هغوی اثار او يا ځينې برخې يې، خاص د دغه فستيوال دپاره ترجمه شوي دي. خو د تعجب خبره بيا دا ده چې نندراچيانو څومره دغه ليکنې خوښې کړې.

يو سړی وایی: «ډېرې ښايسته وې، او ساعت مې په ښه ډول تېر شو.«

یوه ښځه بیا داسی وایی: «له تلوسې، زړورتيا او اغېزمنتيا ډکه يوه پېښه وه«.

نسیم صابر
کتونکی: يحیی وردک