1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ارجنتاین پخوانۍ دیکتاتور د کوچنیانو د تښتولو په تور محکوم سو

۱۳۹۱ تیر ۱۶, جمعه
https://p.dw.com/p/15SMe

په ارجنتاین کې د پوځي دیکتاتورۍ د واکمنۍ پر وخت د کوچنیانو د تښتولو د محکمې د پروسې په ترڅ کې دواړه پخواني دیکتاتوران جورج ویدیلا او رینالدو بیګنونه په حبس محکوم کړل.

د بوینس آیریس یوې محکمې ۸۶ کلن ویدیلا تر پنځوسو کلونو او ۸۴ کلن بیګنونه په ۱۵ کلونو بند محکوم کړ. له هغوی سره نور نیول سوي کسان به د ۱۵ څخه تر ۴۰ کلونو پوری زندانونو ته واستول سي.

پر دوی باندی تور لګول کیږي چې د پوځي دیکتاتورۍ د واکمنۍ پر وخت ئې د ۱۹۷۶ او ۱۹۸۳ کلونو تر منځ په سیستماتیک ډول د کوچنیانو په تښتولو کې لاس درلود.

د اټکلونو له مخې د ۵۰۰ په شاوخوا کې نوي زېږېدلي او کم عمره کوچنیان له هغو ښځو څخه په زوره اخیستل سوي دي چې د حکومت مخالفې بلل کيدې او بیا په غیر قانوني ډول هغو کسانو ته ورسپارل شوي دي چې پوځي حکومت ته وفاداره ول.