1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اردن پاچا پارلمان منحل کړی دئ

۱۳۹۱ مهر ۱۴, جمعه
https://p.dw.com/p/16KzR

په اردن کې نن د اپوزیسیون د ستر لاریون د تر سره کیدو تر مخه د اردن پاچا عبدالله دویم، د دغه هیواد پارلمان منحل کړی دئ، چې دا به د ټاکنو د ژر تر سره کیدو ته لار پرانیزي.

پاچا عبدالله ویلي دي چې هغه غواړي د روان کال د پای تر مخه ټاکنې تر سره شي. په اردن کې دغه لاریون د اپوزیسیون د گوند اخوان المسلیمن له خوا تنظیم شوی دئ. د هغوی په وینا چې په دغه هیواد کې سیاسي ریفورمونه د ډیرې مودې راهیسې ځنډول شوي دي. زیاته شوې ده چې د دغه هیواد اپوزیسیون د پارلماني سیستم غوښتنه کوي چیرې چې پارلمان د صدارعظم د ټاکلو اختیار ولري.