1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اردوغان پر ضد د مظاهرو دوام او د اضطراري حالت غځیدل

۱۳۹۶ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

د ترکیې د ملي امنیت شورا غوښتي چې د دې هیواد اضطراري حال دې د درو نورو میاشتو له پاره وغځول شي. له بلې خوا بیا په زرهاو کسانو په استنبول کې اردوغان ته د نویو ورکړل شوی واکونو پر ضد مظاهره کړې.

https://p.dw.com/p/2bN2m
Türkei Referendum - Proteste
انځور: picture alliance/AP Photo/E. Gurel

په استنبول کې د دوشنبې په ورځ په زرهاو کسانو د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ضد مظاهرو ته دوام ورکړ. مظاهره کوونکي، اردوغان ته پر نویو ورکړل شویو واکونو نیوکه کوي.

راټولو شویو کسانو داسې شعارونه ورکول: «موږ د فاشیزم پر ضد اوږه په اوږه ولاړ یو.»

پر استنبول سربیره د ترکیې په نورو برخو کې هم د وروستۍ ټولپوښتنې د پایلو پر ضد مظاهرې شوې دي. د ترکیې پولیسو بیا په انتالیا ښار کې ۱۳ مظاهره کوونکي نیولي دي.

په ترکیې کې د یکشنبې ورځې د ټولپوښتنې له مخې، چې اردوغان وګټله، نور ولسمشر اړ نه دي چې خپل واک له لومړي وزیر سره شریک کړی. د ټولپوښتنې پر اساس نیول شوې دغه پریکړه به د نوامبر تر میاشتې وروسته په عمل کې پیاده شي. د ترکیې په حکومت کې به همداراز د لومړي وزیر پوست هم له منځه ولاړ شي. له دې سره به نو د دولت ټوله اجرائیه وي شاخه د ولسمشر تر بشپړ کنترول لاندې وي.

په داسې حال کې چې د ترکیې د درو لویو ښارونو استنبول، ایزمیر او انقرې، اکثریت اوسیدونکو په ټولپوښتنه کې ولسمشر ته د ډیر واک ورکولو پر خلاف رایې ورکړې، ولسمشر اردوغان بیا په لیریو پرتو سیمو کې ډیر بریالی وو. ولسمشر اردوغان په انقرې کې له خپلو ملاتړو څخه مننه وکړه.

اضطراري حالت وغځول شو

د ترکیې د ملي امنیت شورا په دې هیواد کې د تیر کال له جولای میاشتې څخه نافذ اضطراري حالت د درو نورو میاشتو له پاره وغځوه.

د اضطراري حالت د غځولو پریکړه د پارلمان تایید ته هم اړتیا لري، چې ورسره به امنیتي ځواکونه د مظاهره کوونکو پر ضد لا ډیر واک ولري. ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټولپوښتنې تر ګټلو وروسته ویلي دي چې هغه غواړي یو ځل بیا د اعدام سزا رامنځ ته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګبریل، روښانه کړې ده چې د اعدام سزا بیا رامنځ ته کول به «په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د شامیلیدو خوب د پای په معنی وي».

ترمپ اردوغان ته مبارکي ویلې

ډیر شمیر نړیوالو مشرانو د ریفرندوم د پایلې په اړه ناخوښي څرګنده کړې ده او ټینګار یې کړی چې هغه مناسبو شرایطو کې نه ده ترسره شوې. د اردوغان حکومت په دې وروستيو  وختونو کې یو شمیر خبریالانو او فعالین د ترهګرۍ او خیانت په تور زندان ته اچولي دي.

خو پر دې هر څه سربیره ویل کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، اردوغان ته تلیفون کړی او هغه ته یې د ټولپوښتنې د پایلو له کبله تبریکي ویلې ده.

د ترکیې دولتي خبري آژانس ویلي دي: «ترمپ نن شپه اردوغان ته تلیفون وکړ او په ریفرندوم کې یې د بریا له کبله هغه ته مبارکي وویله.»