1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اردوغان په سپکاوي تورن آلمانی ولي رخصتي اخلي؟

۱۳۹۵ فروردین ۲۹, یکشنبه

همدا څو ورځي مخکی لا یان بومرمان ته د تلویزیون د یوه تکړه ځوان ویاند په سترگو کتل کیدل. خو هغه اول د یونان پر مالیې وزیر خپل انتقادونه پیل کړل او وروسته یې د ترکیې پر ولسمشر. اوس هغه غواړی رخصتی واخلي.

https://p.dw.com/p/1IXFU
انځور: picture-alliance/dpa/R. Ghement

پس له دې چې د آلمان حکومت د هغه د محاکمې اجازه ورکړه ، اوس یان بومرمان اول غواړي چی نور په تلویزیون کی راښکاره نه سي. بومرمان د خپل فیس بوک د لاری لیکلی چی د تلویزیون د کار څخه یې د رخصتۍ د اخیستلو تصمیم نیولی دی. دا په داسي حال کی چی د جرمنی دوهم تلویزیوني چینل ZDF د ترکیې د جمهور رییس رجب طیب اردوغان سره د حقوقي شخړی پر وخت له بومرمان څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی. د آلمان د جزا د قانون د ۱۰۳ مادې پر اساس کيدای سي چي بومرمان تر پنځو کالو پوري په بند محکوم سي. د يادې قانوني مادې له مخي د بل هيواد و دولتي یا حکومتي مشر ته د سپکاوي پر جرم تر پنځو کالو پوري بند راوتلای سي.

د می د میاشتی تر ۱۲ مې نېټې پوری رخصتی

لکه څنگه چی نوموړې رسنۍ ویلی ، په راتلونکو څلورو اونیو یعنی د می تر ۱۲ می نېتې پوری به د بومرمان له خوا د « نیو مگزین رویال » په نامه کومه خپرونه جوړه نه سي. بومرمان په خپله د فیسبوک له لاری خپل د رخصتۍ د اخیستلو دلیل په دې ډول راوړي چی « تر طنز لیکلو به دا ښه تره وي چی سړی پر نورو مهمو موضوعگانو باندی وږغیږي.»

د بیان د آزادۍ موضوع

بومرمان په خپلو خبرو کی په کنایه آمیزه ډول زیاتوی چی هغه غواړی عام محضر او انترنت ته دا فرصت ورکړی چی ځان پر نورو موضوعگانو لکه د کډوالو بحران ، د پیشوگانو په اړه ویدیوگانو او یا هم د صوفیا تومالا دعشقی ژوند موضوع باندی متمرکزه کړي. د بومرمان په خبره هغه غواړی په خارج او شمالی کوریا کی د مطبوعاتو او هنر د آزادۍ په هکله یو وار بیا ځانته معلومات راټول کړي.

بومرمان د مارچ د میاشتی پر ۳۱ نېټه په خپله انتقادی تلویزیونی خپرونه کی یو داسی طنزی او انتقادی شعر ولوسته چی په هغه کی یې غوښتل د بیان د آزادۍ او د یو چا د سپکاوی ترمنځ سرحد واضح کړي. په نوموړی شعر کی یې د ترکیې ولسمشر اردوغان باندی د الفاظو په واسطه تیری وکړ. وروسته تر هغه د انقرې حکومت د بومارمان د سمدستي محاکمه کیدو غوښتنه وکړه. د آلمان حکومت هم د جمعې په ورځ دغه کار ته اجازه ورکړه.

د آلمان صدراعظمې انگیلا میرکل د سوسیال دیموکرات د ايتلافی گوند د غوښتنی پر خلاف خپل له صلاحیته څخه کار واخیست. جالبه خو داده که څّه هم دغه انتقادی طنز خپور سوی ؤ خو د ZDF چینل ، د اپریل پر اوله نېټه هغه له رسنیو څخه دیلیټ کړ. د نوموړی چینل رییس توماس بیلوت د «Der Spiegel » په نامه مجلې ته ویلی چی هغه دغه خپرونه ډیره بده نه بولي خو د ارزښتونو د سیستم د شخصی او اخلاقی دلایلو له مخی یې دغه پریکړه کړې ده. هغه زیاتوی چی دا کار د هغه له پاره آسانه هم نه ؤ. بیلوټ په عین وخت کی پر دې خبره هم ټینگار وکړ چی زموږ تلویزیون د هغه تر شا ولاړ دی او ټولو مراجعو ته به د تگ پر وخت د هغه ملتیا وکړي.

د میرکل پر پرېکړې باندی هم تاوده بحثونه روان دي. د CDU له گوند د داخلی چارو سیاستوال وولفگنگ بوسباخ د جزایی تعقیب له امله د میرکل پر صلاحیت انتقاد کوی او وایی زه د هغې له دې ډول پریکړې څخه خواشینی یم او هیله لرم چی ترکیې ته د بیان د آزادۍ په هکله یو درس ورکول سي. هغه د Mitteldeutschen Zeitung په نامه آلمانۍ ورځپانی ته وویل چی د آلمان حکومت باید د کډوالو د بحران په هکله د ترکیې او اروپایی ټولنی ترمنځ د تړون د رامنځته کیدو پر وخت انقرې ته هم خپل پام اړولای وای.

آیا دا یوه رسوایی ده؟

د سوسیال دیموکراټ له گوند څخه د آلمان پخوانی داخله وزیر اوتو شیلی بیا ، د فرانک والتر شتاین مایر او هایکو ماس بر عکس چی جزایی تعقیب ردوی ، د میرکل له پریکړې څخه یې ملاتړ کړی دی. هغه د بیلډ په نامه آلمانۍ ورځپڼی ته ویلی چی د آلمان د حکومت پریکړه پر ځای ده. د سوسیال دیموکراټ د گوند مشر رالف شتیگنر بیا د بومارمان په هکله پرېکړه د انگیلا میرکل له پاره یوه رسوایی بولي او زیاتوی چی د هغه د جزایی تعقیب له پاره یې کافی شواهد نه دي وړاندی کړي.