د «ارما» په نوم سمندري توپان زیانونه
د «ارما» په نوم سمندري توپان په کارابیک کې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي دي. د حکومت د معلوماتو له مخې د باربودا، جزیره ډیره اغیزمنه شوې ده او اوس د اوسیدو وړ نه ده. د توپان د ویجاړیو ځیني انځورونه دلته لیدلی شئ.
په پورتو ریکو کې چې د کارابیک ټاپوګانو په شمال ختیځ کې مجمع الجزایر ده، دغه توپان هم ویجاړۍ رامنځ ته کړي دي. د دغه توپان سرعت په یوه ساعت کې ۲۹۵ کیلومتر اټکل شوی دی. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې په راتلونکو ورځو کې ښایي ۳۷ میلیونه انسانان له خپلو کورونو بې ځایه شي.
فاجاردو، نومې ښار چې په پورتو ریکو کې پروت دی هم سخت توپان ځپلی دی.
انتیګوا او باربودا، ټاپوګانو یوه برخه د سخت سمندري توپان له کبله اغیزمنه شوې ده. په انځور کې لیدل کیږي چې خلک له خپلو سیمو څخه د وتلو په حال کي دي.
د کرابیک په ټاپوګانو باربودا، باربادوس، سنت بارتیلمی او سنت مارتین کې د وروستیو معلوماتو له مخې د «ارما» په نوم توپان شپږ تنه وژلي دي.
دغه توپان چې د پنځمې درجې توپان په توګه درجه بندی شوی وو، د چهارشبنې په ورځ باربودا ټاپو ته ورسېد.
دغه توپان پورتو ریکو ته تر رسیدو دمخه په کرابیک کې له څو ټاپوګانو تیر شو. دغه انځور د پورتو ریکو دی چې د یوې لارۍ موټر چلوونکی هڅه کوي چې د ویجاړو شوو لارو تیر شي.
دغه انځور د باربودا دی، چې سړکونه اوبو لاندي کړي دي.
دغه انځور د سپتمبر میاشتې د پنځمې نیټې دی چې سټلایټ اخيستی دی.
د دغي نقشې پر مخ د ارما، سمندري توپان لوری او له هغه څخه احتمالي اغیزمني شوي سیمې ښوول شوي دي.