1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروزگان د امنیت د لیږد بهیر پیل شو

۱۳۹۱ تیر ۲۷, سه‌شنبه

استرالیایي ځواکونو د سه شنبې په ورځ افغان ځواکونو ته د اروزگان ولایت د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو لړۍ پیل کړه. دا بهیر کیدای شي چې له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي. استرالیا په افغانستان کې ۱۵۵۰ سرتیري لري.

https://p.dw.com/p/15Ymn
انځور: AUSTRALIAN DEPARTMENT OF DEFENC

په افغانستان کې د استرالیا سفیر د اروزگان ولایت د امنیتي مسئولیتونو د لیږد د بهیر په ویاړ په جوړو شوو مراسمو کې گډون کړی وو. په اروزگان ولایت کې شاوخوا ۱۵۵۰ استرالیایي ځواکونه میشت دي.

د استرالیا لومړۍ وزیرې جولیا گیلارد، په یوه بیانیه کې ویلي دي: «په اروزگان ولایت کې د امنیت د لیږد د بهیر پیل په دې سیمه کې د افغان، استرالیايي او نړیوالو ځواکونو پر مختگ او بریاوې ښیي. دا پرمختگونه په پوځي، ملکي، د امنیتي ځواکونو په روزلو او د امنیت او پرمختیا په برخو کې رامنځ ته شوي دي.»

استرالیا د روان کال په پیل کې اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه له ټاکل شوې نیټې یو کال مخکې په ۲۰۱۳ کال کې راوباسي. استرالیا هم دهغو زیاتوهیوادونو په څېر چې په افغانستان کې سرتیري لري تر کورنيو فشارونو لاندې ده چې د افغانستان له جگړې څخه ووځي.

دوې اونۍ مخکې یو استرالیايي سرتیری د اروزگان په ولایت کې ووژل شو. له دې سره له ۲۰۰۱ کال راهيسي په افغانستان کې د وژل شوو استرالیایي سرتیرو شمیره ۳۳ تنو ته ورسیده.

په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې استرالیا به د امنیتي مسئولیتونو د لیږد پر مهال له افغان ځواکونو سره له نزدې کار وکړي.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو وروسته، په افغانستان کې بهرني ځواکونه میشت شول. استرالیا هم په همدې کال کې افغانستان ته خپل سرتیري واستول. په افغانستان کې د استرالیا ۱۵۵۰ سرتیري د افغان ځواکونو په روزنه او تجهیز بوخت دي.

په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ټول بهرني جنگي ځواکونه ووځي تر دې نیټې وروسته به افغانان د خپل هیواد امنیتي مسئولیت پر غاړه واخلي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض