1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپاد فټبال اتله هسپانيه د نړۍ اتله هم سوه

۱۳۸۹ تیر ۲۱, دوشنبه

د جنوبي افريقا د فټبال په نړيواله اتلولۍFIFA کښي د فاينل په مسابقه کښي هسپانيې هالينډ ته 1 پرصفرسره ماته ورکړه ، او هسپانيې لمړی مقام پلاس راوړی

https://p.dw.com/p/OGXj
انځور: AP

د جنوبي افريقا د يوهانس بورگ د ساکر سيټي په سټوډيم کښي د84000 تماشاچيانو په مخکي هسپانيې هالينډ ته د انتظار سره سم ماته ورکړه، او د اولي پلا دپاره يې د فټبال په نړيواله اتلولي کښي اول مقام وگټی .

دادی اوس نو په جنوبي افريقا کښي تر يوې مياشتي وروسته د فټبال نړيوالي اتلولۍ پای ته ورسيدې ، خو د افريقا په براعظم کښي ددغي نړيوالی اتلولۍ د جوړيدو په باب سړی ويلای سي ، چه د هغه څخه جنوبي افريقا ډيره گټه واخيسته . که څه هم د سپوټ په برخه کښي لا ډيره ښه سوې نده .

Fußball WM Finale Spanien Niederlande Weltmeisterschaft Flash-Galerie
انځور: AP

کله چه د فټبال د جهاني فدراسيون FIFA رييس جوزيف بلټر پر ډير مخالفت سربيره ، او تقريباً يوازي تصميم ونيوی ، چه دفټبال نړيواله اتلولي دي په جنوبي افريقاکښي تر سره سي ، نو ډيري انديښنې او تشويشونه راپيدا سول . خو اوس معلوميږي چه اکثرو دغوتشويشو ځای نه درلودی .

ددغي يوې مياشتي په جريان کښي ترافيکي گډوډۍ رامنځته نسوې ، هوټلونه ، او د شپې تيرولو ځايونه ښه وه ، او جرايم هم ډير کم وه . داچه سټوډيمونه ډير منظم او ښايسته وه ، هغه خو دمسابقو د اولي ورځي څخه لا معلومه سوه . او پدې ډول نو جنوبي افريقا کولای سي ، دفټبال په دغه نړيواله اتلولي کښي د برياليتوب احساس وکي ، او طبعأ دنيا ته يې دا ثابته کړه ، چه سړی يوې دونه لويي پيښي ته هم په ښه ډول سره سازمان ورکولای سي . خو دا چه په آينده کښي جنوبي افريقااو د افريقا ټوله براعظم په مجموع کښي د هغه څخه مستفيد کيدلای سي او که څنگه ، نو هغه ته بايد انتظار وباسو .

Fußball WM Finale Spanien Niederlande No-FLASH Siegtor
انځور: AP

د جنوبي افريقا د فټبال د نړيوالي اتلولۍ د سازمان ورکولو د کميټې رييس ډيني جوردن هم ددغه اتلولۍ د جريان څخه مثبت بيلانس ورکی ، او ويې ويل ،

« موږ ددغي نوي جنوبي افريقاخوب هغه وخت لا ليدی ، کله چه نيلسن مانديلا شل کاله دمخه د بنديخانې څخه راووتی . په 2010 کال کښي زموږ خوب په واقعيت تبديل سو ، او دا ډير خوشالونکی دی . »

پاته دي نه وي ، چه پرون دفټبال دمسابقو په اخري شپه نيلسن مانديلا د سکار سيټي سټوډيم ته راغلی ؤ، او تماشاچيانو ته يې د خوشالی په رسم لاسونه وښورول ، خو تر پايه پوري پاته نسو .

Fußball WM Finale Spanien Niederlande Weltmeisterschaft Flash-Galerie
انځور: AP

د بلي خوا بيا د جرمني ټيم چه د شنبې په ورځ ديوروگوای څخه مسابقه وگټل ، او دريم مقام يې پلاس راوړی ، که څه هم فاينل ته د راوتلو آرمان يې پوره نسو ، خو بيا يې هم په هيواد کښي دخلگو د خوشالي سبب سو .

د يوآخيم لو په ټرينرۍ دغه ځوان او تکړه ټيم نه يوازي په جرمني کښي د ټلويزون په مليون هاوو ليدونکي خوشاله کړل ، بلکه په گرده دنيا کښي هم .

هغه خوشالي او خوښي چه دغه څو کلتوري ټيم رامنځته کړې ده ، اوس هم دوام لري ، دا پلا فټبال ټوله جامعه پر حرکت راوستل ، او نور هم ډير مشهوره سو .

په خارج کښي هم د جرمني د ټيم فټبالرانو مويلر، اُوڅيل ، شواين سټايگر ، قيديرا او نورو د جرمني پرستيژ او حيثيت دونه لوړ کی ، چه بل هيڅ چا ددې کار امکان نه درلودی . د جرمني نوی جمهوررييس کرستيان ولف چه هم جنوبي افريقا ته ورغلی ؤ ،دغه خبره تاييدوي اووايي چه د جرمني ملي ټيم زموږ د هيواد دپاره يو ډير ښه پيغام ؤ، او هغه گرده افريقا پر ښور راوستل .

Fußball WM Finale Spanien Niederlande Weltmeisterschaft Flash-Galerie
انځور: AP

پاته دي نه وي ، چه د جرمني دټيم تکړه او ځوان فارورډ مويلر ته د FIFA لخوا د ډيرو او پرله پسې گولونو د لگولو له کبله د گول وهلو د پاچا لقب ورکول سو .

درنو اوريدونکو په جنوبي افريقا کښي د فټبال دنړيوالي اتلولۍ په مناسبت DW – آلمان ږغ راډيو هم يوه خاصه خپرونه لري ،او موږ د DW د فټبال اوريجينل 10 توپونه او يو i Pod ،چه تقريباً يو کوچني کمپيوټر غوندي دي ،هغو کسانو چي زموږ پوښتنو ته صحيح جوابونه ووايي، د قرعه کشۍ پر اساس توضيع کوو،تاسي کولاي سي زموږ په لاندي انټرنيټي ادرس يا تليفون لمبر سره دهغه جواب راوليږۍ

www.dw-World.de/ Pashto

Tel:0049-228-4294809

جرمني څو واره د يوروگواي سره دريم مقام پر سر مسابقه کړې ده

البته تاسي دهغه جواب زموږ د انټرنيټ پاني د فټبال د وړمي ورځي د مطلب څخه پيدا کولای سۍ

Fußball WM Finale Spanien Niederlande Weltmeisterschaft Flash-Galerie
انځور: AP

خو اوس به راسو د هسپانيې او هالينډ تر منځ د فاينل دمسابقې جريان ته :

د فاينل پر سر دغه مسابقه چي 1 پر صفر د هسپانيې په گټه تمامه سوه ، داوله سره ډيره هيجاني او سخته مسابقه وه . په دغه مسابقه کښي دونه وهل ، ټکول او فولونه وسول ، چه تر اوسه پوري ددغي اتلولی په يوه مسابقه کښي هم نه وه سوي ، او نه هم دونه ژيړ کارټونه ورکول سوي وه .

دواړو خواوو ته مجموعأ 13 ژيړ کارټونه ورکول سول ،چه زيادتره يې هالينډيانو واخيستل ، او دوی حتی په 109 دقيقه کښي يو سور کارټ هم واخيستی ، او يو نفر يې کم سو .

د مسابقې تر اوږديدو وروسته په 116 دقيقه کښي اندريس اِني يستا هالينډيانو ته يو گول ورکی، او مسابقه پر همدغه 1پر صفر د هسپانيې په گټه پای ته ورسيده . دغي مسابقې ته د هسپانيې ملکه سوفيا او د هالينډ شازاده گان هم راغلي وه .

اوس نو چه هسپانيې اول مقام پلاس راوړی،د فټبال ددغي نړيوالي اتلولۍ د سرو زروکپ يې هم واخيستی، او خپل د فټبال پر تاريخ يې يوه ټوټه بله هم وراضافه کړه . پدې ډول به هسپانيه د ۴ کلو دپاره جهاني قهرمانه پاته سي ،

خو د هالينډيانو هغه خوب او خيال بيا چه په 1974 او 78 کلو کښي هم نه ؤ پوره سوی ، دا پلا هم نه سو پوره ، او فاينل ته راونه وتل .

په جنوبي افريقاکښي دفټبال دنړيوالي اتلولۍدغه 19 دوره په شاندارو مراسمو سره پای ته ورسيدل .

کالا کوپس /محمد قاسم نوري

کتونکي : نجيب الله زيارمل