1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي اتحاديې سرمشريزه بېله خوشبينيو پای ته ورسېده

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۸, شنبه

د بېلابېلو هېوادونو مشران پرته له خوشبينۍ بېرته خپلو کورو ته ولاړل. د کډوالو پراخ او ناپايه ايسېدونکي کړکېچ اروپايي ټولنې ته لوی چېلنج پېښوي. ټول په ګډه په دې اند دي چې د کډوالو ستر بهيرونه نور دوام نه شي درلودلی.

https://p.dw.com/p/1HQM7
انځور: Getty Images/D. Mouhtaropoulos

د اروپايي ټولنې سرمشريزې پرېکړه کړې چې د اروپا بهرنۍ پولې بايد ټينګې شي. د دې لپاره اروپايي کميسيون داسې وړانديز کړی چې د پولو او سمندر غاړو د ساتنې يو ځواک دې په دې برخه کې مرسته وکړي چې پولې وساتل شي که آن اړونده هېوادونه يې غوښتنه هم ونه کړي.

دا چې دغه وړانديز د خپلواکۍ له اصل سره په ټکر کې راځي، نو په راتلونکو مياشتو کې به خبرې اترې هم ترينګلې وي. د ليتوانيا ولسمشرې، داليا ګريباوسکايته، وويل چې «وخت ډېر لږ دی.» خو بيا هم به د قانون جوړولو بهير تر راتلونکي دوبي پورې دوام وکړي.

د اروپايي ټولنې د کميسيون مشر، ژن کلود يونکر د شپږو مياشتو اټکل کوي او هيله لري چې کډوال به د ژمنو سره سم د اروپا په مختلفو هېوادونو باندې ووېشل شي. دا په داسې حال کې ده چې د ختيځې اروپا هېوادونه د کډوالو له منلو څخه ټينګ انکار کوي.

د ليبيا باثباته کېدل

د ترکيې له لومړي وزير، احمد داودوغلو سره د ختيځې اروپا د مشرانو په يوه ليدنه کتنه کې څرګنده شوه چې د کډوالو منلو ته څوک غاړه نه ږدي. ترکيې ژمنه کړې ده چې کډوال به نور نه پرېږدي چې اروپايي ټولنې ته سفر وکړي. هغو هېوادونو چې کډوال لا مني بيا په متقابل ډول له ترکيې څخه د سوريايي کډوالو راوستلو ژمنه کړې ده. خو له ۲۸ غړو هېوادونو څخه يوازې لس استازي دې ته حاضر شوي ول.

د نيدرلند يا هالنډ لومړي وزير، مارک روته، وويل چې يوازې هغه مهال چې د کډوالو شمېر «تفريبا صفر ته» راکښته شوی وي، کېدای شي په دې هکله خبرې وشي. د دې لپاره چې د مديترانې سمندر له لوري د کډوالو لاره په ليبيا کې پرې شي، اروپايي ټولنه هڅه کوي چې په ليبيا کې د ملي يووالي د حکومت له رامنځ کېدو څخه ملاتړ وکړي. د بريتانيې لومړي وزير، ډيويډ کامرون دغه موضوع په څرګندو الفاظو ياده کړه: «دا چې ليبيا سره پاشلې ده، نو د مجرمينو ډلو له دې ځای څخه د کډوالو بېړۍ روانې کړې دي. زموږ له پاره نور داسې چارواکي موجود نه ول چې همکاري دې ورسره وکړو. ځکه د کډوالو د راتګ د مخنيوي له پاره د ليبيا يو حکومت ټاکونکی نقش لري.»

کامرون له خپل سخت دريځ څخه اوښتی دی

د اروپايي ټولنې د اصلاحاتو په برخه کې د سرمشريزې په ترڅ کې د بريتانيې د حکومت او نورې اروپا تر منځ خبرې لږ څه نرمې شوې دي. کامرون په ۲۰۱۷ کال کې غواړي چې په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب په هکله ولس پوښتنه راوغواړي. په دغه ټولنه کې د پاتې کېدلو له پاره کامرون د بدلونونو غوښتونکی دی. خو له خپلو پخوا سختو دريځونو څخه دی اوس اوښتی دی.

تر فبرورۍ پورې اوس دواړه غاړې هڅه کوي چې ستونزې حل کړي. کامرون وويل چې «که اصلاحات سم پلي شي، نو زه ټينګه عقيده لرم چې زموږ د اقتصادي او ملي خونديتوب له پاره به لويه بريتانيا په يوه اصلاح شوې اروپايي ټولنه کې تر ټولو ښه راتلونکی ولري.»

خو دا چې بريتانويان به اروپايي ټولنې ته مثبته يا منفي رايه ورکړي، لا څرګنده نه ده. د نظر پوښتنو له مخې د اروپايي ټولنې په طرف رايه هغه وخت کمزورې شوه چې د کډوالو کړکېچ پیل شو او اروپايي ټولنې سم چلند ورسره ونه شو کړای.