1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اروپايي اقتصاد ټولي ستونزي نه دي حل سوي»

احمدولي اڅکزی (اندرياس بېکر)۱۳۹۲ بهمن ۴, جمعه

د سويس په داوس کي د سياستوال خپلو هيوادونو ته د پانگونو د راجلبولو هڅي کوي. خو د آلمان د مالي چارو وزير ولفگانگ شويبله، د نړیوالي اقتصادي فوروم په غونډه کي محتاطانه دريځ خپل کړی دی.

https://p.dw.com/p/1AwrZ
د آلمان د مالیې وزیر ولفګنګ شویبله
د آلمان د مالیې وزیر ولفګنګ شویبلهانځور: Reuters

آلمانی وزير ولفگانگ شويبله د سويس په داوس کي د نړیوالي اقتصادي فوروم د گډونوالو څخه يو دی. نوموړي د آلمان د يوه لوړ رتبه حکومتي استازي په توگه په اروپا کي پر «استقامت» او د روانو هلو ځلو پر جاري ساتنې باندې ټينگار کړی دی. نوموړي د دويچه وېله له عمومي مشر پېترليمبورگ، سره په يوې ځانگړې مرکه کي د آلمان د راتلونکي مالي سياست په هکله خبري کړې دي. شويبله د جمعې د ورځي (د جنورۍ ۲۴مه) په دغه مرکه کي وویل: «موږ به خپل اقتصادي سیاست ته پرته د پورونو له اخیستلو [د صفر پور سیاست] دوام ورکړو.»

د مالي چارو وزير وويل چي د آلمان حکومت به د حکومتي گوندونو تر منځ د لاسليک سوي ائتلافي تړون پر پرېکړو عمل وکړي. هغه زياته کړه: «په دغه توگه به موږ په موجوده چوکاټ کي گام پر گام هغه څه عملي کړو چي د ټاکنيز کامپاين پر وخت مو يې ژمنه کړې وه.» د آلمان د حکومت ائتلافي گوندونو په خپل ائتلافي تړون کي پر دې توافق کړی وو چي د تقاعد په برخه کي به مصارف زيات کړل سي.

تر اندازې زیات بريالی؟

تر دې مخکي د امريکا د متحده ايالاتو له خوا پر آلمان نيوکه سوې وه چي د صادراتو کچه يې تر اندازې لوړه ده. خو له دویچه ویله سره د مرکې پر وخت شويبله دا او ورته نور ټول تورونه رد کړل او ويې ويل: «موږ د يورو په زون کي د توليدي توازن د زياتوالي سره نه يو مخامخ.» شويبله دا تورونه هم رد کړل چي گواکي د آلمان د لوړو صادراتو په نړیوال اقتصاد کي د توازن د له منځه تلو گواښ رامنځ ته کوي.

شويبله وويل چي د آلمان د صادراتو زياتوالی په ټوليزه توگه د اروپايي هيوادونو له پاره گټور دی. هغه زیاته کړه: «د آلمان د صادراتو ډېره برخه په پورونو سره و نورو اروپايي هيوادونو ته ورکول سوې ده. بېله دغه کار څخه به د يورو په زون کي اقتصادي رکود زيات وای. همدا د اروپايي مسووليت يوه برخه ده چي موږ پر غاړه اخيستې ده.»

د دويچه وېله له عمومي مشر پېترليمبورگ او ولفګنګ شویبله د مرکې پر مهال
د دويچه وېله له عمومي مشر پېترليمبورگ او ولفګنګ شویبله د مرکې پر مهالانځور: DW/M. Kasper-Claridge

بهتره وضعه

شويبله وويل چي د آلمان اقتصادي ټيکاو د دې لامل گرځېدلی دی چي په اروپايي هيوادونو کې اقتصاد بېرته د کړکیچ څخه د وتلو حال ته راشي. دا چي په اروپايي هيوادونو کي اقتصادي وضعه د بهترۍ پر لاره روانه ده، د شويبله په وينا د دې څخه څرگنديږي چي د يونان، آيرلند، پرتگال او هسپانيې د دولتي کاغذونو د سود کچه راټيټه سوې ده.

د آلمان د مالي چارو د وزير شويبله په وينا اوس هم زيات کار ته اړتيا سته. هغه وویل: «موږ تر اوسه لا د ټولو ستونزو به هوارولو نه يو بريالي سوي.» نوموړي زياته کړه چي بيا هم په اروپايي ټولنه کي د تېر کال په پرتله سږ کال د اقتصاد په تړاو اندېښنې کمي سوي دي. نوموړي د يونان د اقتصاد په هکله هم مثبت نظر ورکړ او د هغه د بېرته پياوړې کېدو هيله څرگنده کړه.

کېمرون او د انرژۍ موضوع

شويبله له دویچه ویله سره تر مرکې مخکې د بريتانوي لومړي وزير دېويد کېمرون سره ليدلي ول. د نوموړي په وينا هغه په دغه لندنه کي «ارزانه انرژي» د اقتصاد د پياوړتيا له پاره مهم عنصر ياد کړ.

کېمرون په دغه کتنه کي د «فرېکنگ» په حق کي خبري وکړې. دا هغه مېتود دی چي د انرژي په لاسته راوړلو کي په کار اچول کيږي خو په اروپا کي ورته د يو شخړيز ميتود په توگه کتل کيږي. د معدني گاز د لاس ته راوړلو د دغه ميتود څخه کار اخيستنه په امريکا کي د دې سبب سوه چي د گاز قيمت راټيټ سي. د چاپيريال ساتنې فعالين بيا وايي چي دغه ميتود د چاپيريال له پاره سخت مضر دی.

د دې تر څنگ د آلمان حکومت وايي چي د اتومي انرژۍ څخه نوې کېدونکې انرژۍ ته د اوښتون پر پلان به عمل وکړي. په دې ترڅ کي آلمان پلان لري چي د فوسيل سون موادو پر ځای د بېلگي په توگه د باد او لمر په مرسته لاس ته راغلې انرژي زياته کړي.

هيلي د فرانسې په تړاو

د نورو کلنو په څېر دغه کال هم په داوس کي د اقتصادي سيالۍ د توان موضوع مهمه موضوع ده. شويبله په دې تړاو وويل: «يو شمېر داسي هيوادونه سته چي د اقتصادي سيالي په تړاو اوس في الحاله خپلو ټاکل سویو هدفونو ته نه دي رسېدلي.»

د دې پوښتني په ځواب کي چي د فرانسې د ولسمشر دا پلان چي د اقتصاد د پياوړي کولو له پاره پر شرکتونو ماليې راټيټول غواړي څومره گټور به وي، شويبله وويل: « زه ډېر اميد لرم چي فرانسه به په دې توگه وتوانيږي چي لا پياوړې سي.» شويبله پدې تړاو وويل چي « که اروپايي هيوادونو گډي پيسې يعني يورو نه درلودلای نو به د آلمان اقتصاد دومره پياوړی نه وای لکه اوس چي دی.»

بريتانيه او اروپايي ټولنه

د اروپايي ټولنې په غړي هيواد بريتانيا کي د اروپا په تړاو د خلکو نظر زیات مثبت نه دی. بريتانيا د يورو پولي واحد غړی هيواد هم نه دی. د يوې نظر پوښتني له مخي داسي امکانات سته چي دUKIP په نوم پر اروپا تنقيد کوونکی ښې اړخي گوند د ټاکنو پر وخت ۳۰ سلنه رايي وگټي. دا په داسي حال کي چي د کېمرون گوند به د دغې نظر پوښتني له مخي صرف ۲۰ سلنه رايي وگټي.

د هغه باوجود لومړی وزير کېمرون په دې ډاډه دی چي د ولسپوښتني په ترڅ کي به خپل هيوادوال دې ته وهڅولای سي چي بريتانيه د اروپايي ټولنې غړی هيواد پاته سي. کېمرون په داوس کي وويل: «زه په دې ډاډه يم چي بريتانيا به د دې وروسته هم د اصلاح سوې اروپايي ټولنې غړې پاتې سي.»

شويبله په دې موضوع کي د کېمرون سره هم نظره ده. نوموړي له دویچه ویله سره په مرکه کي وويل: «بريتانيه به په اروپايي ټولنه کي پاته وي او يوه ورځ به سويس هم په اروپايي ټولنه کي لا زياته ونډه واخلي.» د نوموړي په وينا د اروپايي ټولنې په ادارو کي اصلاحات مشکل خو اړين دي.