1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني بهرنی سياست او راتلونکې

۱۳۸۸ آبان ۶, چهارشنبه

د اروپايي ټولنې حکومت به د روان کال د نوامبر په مياشت کې د يوې ځانګړې سرمشريزې په ترڅ کې په اروپايی ټولنه کې د نويو مهمو پُستونو په باب پريکړه وکړی...

https://p.dw.com/p/KHPC
په راتلونکې کې به د لوړو استازو او د بهرنيو چارو د کميسار بستونه د اروپايي ټولنې دبهرنيو چارو په يوه وزارت کې سره يو ځای شی
په راتلونکې کې به د لوړو استازو او د بهرنيو چارو د کميسار بستونه د اروپايي ټولنې دبهرنيو چارو په يوه وزارت کې سره يو ځای شیانځور: cc-by Alexander Ottesen

دلته خبره تر ډيره د اروپايي ټولنې د شورا د دايمی مشر او د بهرنيو چارو په يوه وزير له يوې نوې اجازې سره ده . خو د اروپايي ټولنې بهرنی سياست څومره عملی دی، څوک واقعاً د ويلو حق لری او د دريم هيوادوکيل څوک دی؟

څرنګه چې په رسمی توګه ويل کيږی، حتی لا اوس د ګډ بهرني او امنيتی سياست لپاره په اصطلاح لوړ استازی شته. دا همدا اوس خوير سولانا دی. دﺉ د بهرني سياست په برخه کې خپله د هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو او د بهرنيو چارو د اميسارې بينيتا فيريرو - والدنر سره سيالي کوی. له دې سره دا هم مل کيږی چې د شورا اوسنۍ مشري هره شپږمياشتی بدليږی. د دندو ناسم ويش او د د ټولنې د مشرۍ څرخيدنه، د دې لامل شوي چې په بهرني سياست کې هيڅوخت روښانه نه ده، چې څوک واقعاً د ويلو حق لری او د دريم هيوادوکيل څوک دی.

په راتلونکې کې به د لوړو استازو او د بهرنيو چارو د کميسار بستونه د اروپايي ټولنې دبهرنيو چارو په يوه وزارت کې سره يو ځای شی. خو د دندې نيوونکی به په رسمی ډول د بهرنيو چارو وزير نه بلکې د پخوا په شان لوړ استازی ونوميږی څو د اروپايي هيوادونو د يوځای کيدو د اشتباه مخنيوی وکړی. دغه استازی به په عين وخت کې د کميسيون د مشر مرستيال هم وی. په دې ډول دﺉ په اصطلاح په يوه پښه د غړو هيوادونو په شورا کې ولاړ دی او په بله پښه په کميسيون کې. او په دې توګه يوه ډيره پياوړې دنده پر مخ بيايي. برسيره پر دې لوړ استازی ځانته يوه ديپلوماتيکه اداره ترلاسه کوی. په هغه کې بايد د شورا او کميسيون کارکوونکي او د هر هيواد ديپلوماتان کار وکړی.

دا ټول د اروپايي ټولنې د بهرنی سياست د درناوي په معنا دی او ورسره جوخت، يو وحدت. دواړه لانجمن دی، ځکه هيوادونه به په ځانګړې توګه په بهرنی سياست باندې نفوذ له لاسه ورکړی، خوآيا غوښتنه همدا ده. اوس دغه ادراک رامنځته شوی چې، اروپايي ټولنه له خپل پياوړي اقتصاد څخه نړی ته لږ څه ورکوی، ځکه په پاشلې توګه عمل کوی. په راتلونکې کې به د اروپايي ټولنې د شورا له خوا ډير ثبات راشی. د شپږو مياشتو پر ځای به په راتلونکې کې د شورا مشر دوه نيم کاله دنده اجرأ کوی. او همدا مشر - يا مشره به له اروپا نه بهر د اروپايي ټولنې استازيتوب کوی. له دې سره به لکه د اوس په شان، د کميسيون مشر هم وی، لکه اوس چې نوی ټاکل شوی خوزې مانويل باروسو دی. د کميسيون مشر هم د بهرنی سياست په برخه کې ادعا کولای شی. او هر هيواد خو په هر صورت او ستر هيوادو نه به لکه د پخوا په شان هريو خپل سياست پر مخ بيايي. او دا د دې معنا ورکوی چې: په راتلونکې کې ښايي د اروپايي ټولنې سياست سره تړلی وی او ښايي لږ څه واحد - خو د صلاحيتونو په سر جنجال به پاتې کي کيږی.

Hasselbach/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل