1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني دنوي مشرتابه سره ټول راضي ندي

۱۳۸۸ آبان ۲۹, جمعه

داروپايي ټولني د ټولو غړو هيوادو لخوا د لزبون د تړون تر امضأ کيدو وروسته د پنجشنبه په ورځ د اروپايي ټولني په يوه فوق العاده سرمشريزه کښي ددغي ټولني مشران تعين سول

https://p.dw.com/p/Kbe9
داروپايي ټولني نوی مشر هيرمن فان رومپوی
داروپايي ټولني نوی مشر هيرمن فان رومپویانځور: AP

دغه سرمشريزه چه په بروکسل کښي جوړه سوې وه ، د بلجيم اوسنی صدراعظم هيرمن فان روم بوي يې د شورا د لمړني رييس په حيث ،او د ټولني د خارجي سياست د مشرې يا خارجه وزيري په حيث برتانوۍ کاترينه آشتون تعين کړل .

په دې ډول هغه ګرده آوازې چه د اتحاديې د مشرانو د تعينولو په خاطر به ټوله شپه تيره ، او يا بلي ورځي ته وځنډيږي ، بې اساسه راوختلې ،او د همدغي شپې پر 9 بجو د سويډن صدراعظم او د اروپايي ټولني د شورا اوسني رييس فريد ريک راين فيلډ د هغو د تعينيدو اعلان وکۍ .

ده وويل ،

« په هغه چا پسي چه موږ ګرزيدلو ، بايد داسي شخصيتونه وای ، چه وکولای سي ، مناسبات ټينګ ، او ددې صلاحيت او وس ولري چه موږ رهبري ، او په جهان کښي د اروپا نمايندګي وکي . آيا موږ داسي شخصيتونه پيداکړي دي . زه وايم چه بلې ؤو . »

پدې وسيله هغو کسانو چه غوښتل يې تر يوه باقدرته او باصلاحيته رييس زيادتره يو تشريفاتي رييس ولري ، خپل هدف تر لاسه کي .

پر آشتون باندي چه ددې دمخه هم د اروپايي ټولني د تجارتي مسايلو عالي کميساره وه ، ويل کيږي چه د خارجي سياست او ډيپلوماسۍ په برخه کښي تجربه نلري ، خو دا هغه ردوي ، او وايي چه،

«تاسي زما د اعمالو په خاطر قضاوت وکی ، او زه معتقيده يم چه تاسي به په ما راضي، او وياړ راباندي وکی . »

داچه د اروپايي ټولني د رياست او خارجي - ډيپلوماتيکو مسايلو د پستونو ډکول څونه سخت او مشکل کار ؤ ، د اروپايي ټولني د غړو هيوادو د حکومتو سره د راين فيلډ د هفتو هفتو خبرو او مشورو څخه معلوميږي . ځکه نو د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل هم ددې څخه راضي معلوميدل ، چه په آخره کښي يوه عامه شخړه رامنځته نسوه . دا وايي،

« په اطمينان سره نن شپه په اروپا کښي يو پرينسيب کاميابه سو ، او هغه داچه د ډيرو متفاوتو او مختلفو نظريو په درلودلو سره دا ډيره مشکله ده ، چه په آخره کښي د اشخاصو او افرادو پر تعينولو باندي توافق رامنځته سي .»

خو دا اوله پلا وه ، او په دوهمه پلا کي اميد دي چه ټول يې ددې څخه زده کي .

کريستوپ هازل باخ

کتونکی : محمد قاسم نوري