1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني د بودجې په اړه سر مشريزه

۱۳۹۱ آذر ۳, جمعه

د اروپايي ټولني د ۲۷ غړو هيوادونو دولتي او حکومتي مشران په بروکسل کي سره راټول سوي دي، چي له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۰ کلونو پوري بودجه وټاکي. د ټولني د غړو ترمنځ د نظر يووالی نه دی موجود.

https://p.dw.com/p/16oTR
انځور: Reuters

په دې غونډي کي پر دې باندي بحث کيږي چي له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۰ عيسوي کلونو پوري دي د اروپايي ټولني د هيوادونو له خوا څومره پيسې مصرف سي. خو د دوی تر منځ د نظر یووالی نه دی موجود. د غونډي ځیني گډون کوونکي هم د دې تمه نه لري چي په دې هکله به یو تفاهم رامنځته سي.

د بېلگې په ډول د المان صدراعظمي انگېلا مېرکل وویل، چي د دې امکان ډېر سته چي موږ په دې اړه یوه دوهمه غونډه راوبولو: «دلته خبره د اروپایي ټولني پر راتلونکې باندي ده، چي څرنگه موږ د پلټنو او پرمختگونو په برخه کي پانگونه وکړو او په ښه ډول دغه پیسې په مصرف ورسوو. هره یورو باید په سم او مؤثر ځای کي ولگول سي. او په دې برخه کي به المان ډېره هڅه وکړي، چي یو تفاهم رامنځته سي خو بیا هم هر څوک کولای سي خپل نظر څرگند کړي. خو پر دې ټولو خبرو سربېره موږ باید یوې خبري ته پام وکړو، چي مصارف باید ډېر لوړ نه وي.»

د اروپايي ټولني کمیسیون د ۱۰۱۰ میلیارده یورو وړاندیز کړی دی، چي دغه پیسې دن ن ورځي په مقایسه بېخي ډېري دي. هغه هیوادونه لکه المان چي بودجې ته تر هغې ډېري پیسې ورکوي لکه، بيرته چي يې په لاس راوړي، په دې هڅه کي دي چي د هغو شمېر لږ تر لږه ۱۰۰ میلیارده یورو ته راکښته کړي. د دوی له خوا د فشارونو له کبله د اروپايي ټولني د شورا رئیس هیرمن فان رومپويي، د یوې روغي جوړي وړاندیز کړی دی.

د المان لومړۍ وزيره اغلې انگېلا مېرکل
د المان لومړۍ وزيره اغلې انگېلا مېرکلانځور: Reuters

خو د اروپايي ټولني هر هیواد نه سي کولای، چي په دې برخه کي سپما وکړي. د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا اولاند هم ورته نظر لري او وايي: «دغه بودجه باید د اروپايي ټولني د هیوادونو په گټه وي.

دا په دې معنی، چي د هغې په وسيله باید پرمختگ رامنځته سي. د اروپايي ټولنی د هیوادونو تر منځ له پیوستون او یووالي سره مرسته وکړي. هغو ته اجازه ورکړل سي، چي په بنسټيزو پروژو کي پانگونه وکړي. او دغه بودجه باید مشترک اقتصادي سیاست ته وده ورکړي. دا ځکه چي دغه سیاست یوازي په فرانسې نه بلکه په ټوله اروپا پوري اړه لري.»

خو د ایټالیا صدراعظم ماریو مونتي بیا وايي، چي د هغه هیواد د ډېري مالیې د ورکولو له امله تر فشارلاندي دی. د هغه په نظر نور د دې امکان نسته چي ایتالیا به په راتلونکې کي تر دې ښه نتایج په لاس راوړي. له بلي خوا بیا د لیتوانیا هیواد ولسمشره دالیا گري باوکایته، د سپما پلوي کوي:

«د سپما کول یو ښه کار دی. زه په خپله یو وار د اروپايي ټولني د بودجې کمیساره وم. له همدې کبله زه د سپما پلوي کوم.» د غونډي گډون کوونکي په اول سره کي تر ډېره حده په یوه نظر نه ول، ځینو یې د اوږدو خبرو اترو پلوي کوله. د مثال په توگه د سویډن استازي ویل چی موږ په دې برخه کي هیڅ عجله نه لرو. د اطریش صدراعظم ویرنر فای من، هم په دې نظر وو چي د اړتيا په صورت کي به تر دوشنبې پوری هم دلته پاته سي.

هاسيلبخ/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل