1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولنې هیوادونه له آلمان کم کډوال بیرته مني

۱۳۹۶ خرداد ۲۲, دوشنبه

اروپايي ټولنه د دوبلین قانون له مخې له آلمان څخه کم کډوال مني خو بیا د همدې قانون له مخ ډیر کډوال آلمان ته استوي. د دغه قانون له مخې پناه غوښتونکې باید په هغه اروپايي ټولنه کې پاتې شي چې لومړی ورته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2eVGO
Deutschland Flüchtlinge in Freital
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

دغه رپوټ د دوشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۱۲) د «بیلد» ورځپاڼې د آلمان فدرالي حکومت د هغو معلوماتو په استناد ورکړی چې د آلمان په مرکزي پارلمان یا بونډسټاک کې یې د زرغون ګوند د پوښتنې په ځواب کې وړاندي کړي دي.

د دغو معلوماتو پر بنسټ د آلمان فدرالي حکومت د ۲۰۱۶ م کال له پیل څخه د روان کال تر مارچ میاشتې پورې نورو اروپایې هیوادونو ته د ۷۲۳۲۱ تنو مهاجرو د استولو غوښتنه کړې ده. د دغو پناه غوښتونکو دوسیې باید د دوبلین قانون له مخې په آلمان کې نه، بلکه په هغو اروپايي هیوادونو کې وڅیړل شي چې دوی ورته لومړی رسیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو کډوالو له ډلې څخه یوازې ۵۳۲۱ تنه یې چې ۷،۳ سلنه کیږي، بیرته استول شوي دي. 

برعکس نورو اروپایې هیوادونو بیا آلمان ته ۳۹۲۵۱ تنه مهاجر په دغه هیواد کې د بیرته ځای پر ځای کولو له پاره معرفي کړي دي. خو له دې جملې څخه ۱۴۵۶۶ تنه هغه مهاجر یې آلمان بیرته منلي دي چې د دوبلین تر قاعدې لاندې راځي.

د دوبلین د کړنلارې له مخې مهاجر باید د اروپایې اتحادیې په هغه غړي هیواد کې خپل د پناهندګۍ غوښتنلیک وړاندې کړي، کوم ته چې په لومړي سر کې داخل شوی وي. په یو بل هیواد کې د پناهندګۍ له ورکولو سره کیدای شي دغه مهاجر بیرته هغه هیواد ته راجع کړای شي، په کوم کي یې چې په لومړي سر کې د پناهندګۍ غوښتنه کړې وي.

KNA/ sn/ms