1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپایي ټولنې کمیسیون پر رومانیا باندې خپل فشار ډېروي

۱۳۹۱ تیر ۲۲, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15VvD

د اروپایي ټولنې کمیسیون په رومانیا کې د یوه ناقانون دولت له امله خپله اندیښنه ښودلې او دغه هیواد ته یې د هغه له عواقبو څخه خبرداری ورکړی دئ. د دغې ټولنې عدلیې کمیسارې ویفیانه ریدینګ ویلي دي چې دا په رومانیا کې د حالت له خرابیدو څخه اندېښنه لري.

اوس نو باید د دې قاضیان په دغه هیواد کې د جمهور رئیس ترایان باسیسکو، د وظیفې قانونیت تر څېړنې لاندې ونیسې. د پنجشنبې په ورځ به د دغه هیواد صدراعظم ویکتور پونتا، په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د شورا د رئیس هیرمن فان رومپویي، او د اروپایي کمیسیون د مشر خوزې مانوویل باروزو، سره وویني.