1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا داتحاديې پلاوی به په افغانستان کښي د انتخاباتو څارنه کوي

۱۳۸۸ تیر ۳۱, چهارشنبه

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو دانتخاباتو د څارني په هدف د اروپا د اتحاديې 67 كسيز پلاوی افغانستان ته تللی دی، تر څو په دې برخه کښي مرسته وكړي چې انتخابات شفاف ، آزاد ...

https://p.dw.com/p/IvA3
انځور: AP

... او عادلانه تر سره سي ،تر څو خلك وكولاى سي خپل د رايو نتايج په سم او سالم ډول وګوري .

دغه ډله چې د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو پر انتخاباتوباندي د اروپا د اتحاديې د څارني د ماموريت په نامه ياديږي د انتخاباتو تر ورځې پوري يعني د زمري (اسد) د مياشتي تر 29 نيټې پوري به يې تعداد 150 تنو ته ورسيږي .

پر انتخاباتوباندي د اروپا د اتحاديې د څارني د ماموريت مشر فرانسوي جنرال فليپ موغيان دډويچه ويلې سره د يوې ځانګړې مركې په ترڅ کښي د دغه ماموريت د هدفونو په ارتباط وويل چي : «د دې دپاره دلته راغلي يو چه د افغانستان د خلكو رايي چور اوتالا نسي ، د افغانستان د خلكو رايي بې ځايه نسي او په هغه کښي كوم اختلاف رامنځ ته نسي . موږ يوه خاصه ميتودولوژي لرو چې د هغه په اساس به د انتخاباتو څخه څارنه وكړو او وبه ګورو چي څوك پر سمه او څوك پر كږه ځي . »

د دې پوښتني په ځواب کښي چه ويل كيږي د انتخاباتو خپلواك كميسيون او د شكايتونو د اوريدلو كميسيون د دولت او يوناما تر اغيزي لاندي دی،نو تاسي د يوې څارونكي ډلي د مشر په حيث څومره ډاډ لرئ چې دغه كميسيونونه كولاى سي په خپلواك ډول عمل وكړي ،جنرال فليپ داسي وويل :« زه په دې برخه کښي قضاوت نسم كولاى ،خو دومره ويلاى سم چي د اروپا د اتحاديې د څارني دغه كميسيون چه د انتخاباتو د څارني په هدف افغانستان ته راغلى دی، يو خپلواك كميسيون دى . زه پر نورو كميسيونو قضاوت نسم كولاى چي خپلواك دي او كه نه ،ځكه په افغانستان كې دولت او قانون سته . »

داچه د جمهوري رياست ځيني کانديدان د انتخاباتي مبارزې په جريان کښي ډير لګښتونه كوي او د لګښتونو سرچينې او پيسه وركوونكي يې هم ندي معلوم ،په اړه يې فليپ موغيان وويل : « يوې مسلې ته چه دلته قانون ورته نسته ،هغه د انتخاباتي مبارزې په جريان کښي د مصرفونو مسله ده . په نورو هيوادو کښي دکانديدانو دپاره يو حد ټاكل سوى دی چې تر هغه ډير مصرف ونكړي او د لګښتونو د بيرته وركړي په برخه کښي هم يو حد ټاكل سوى دی . په دې برخه کښي د يوه قانون نشتوالى دا زمينه برابره كړيده چي د مالي امكاناتو درلودونكي ډيري پيسې ولګوي . »

ويل كيږي چې جمهور رييس حامد كرزى چه دجمهوري رياست په انتخاباتوکښي يو کانديد هم دى ، دخپلي انتخاباتي مبارزې په جريان کښي ددولتي امكاناتو څخه ګټه اخلي، پدې برخه کښي جنرال فليپ وويل : «كه چيري يوسړى پر قدرت وي او په عين وخت کښي له خپل واك او ټولو امكاناتو څخه کار واخلي تر څو د خلكواراده او غوښتني بدلي كړي ،نو دا يو سم كار ندى . په دې برخه كې نورکانديدان بايد هڅه وكړي او له خلكو سره په ارتباط کښي وي . خلكو ته هغه توضيح كړي ترڅو د هغه چا پر لوري ورنسي چې ډير قدرت او امكانات لري . »

جنرال فليپ د دې خبري په ارتباط چه آيا د افغانستان دجمهوري رياست انتخابات به د ايران د تيرو انتخاباتو تر اغيزي لاندي رانسي ،او د ګټونكي او بايلونكي تر منځ به كومه شخړه رامنځ ته نسي ،وويل ،

«تاسې پوهيږئ چې په ايران کښي بين امللي څارونكي نه وه تر څو دا پريكړه يې كړى واى چه ګټونكى څوك دی ،خو موږ دلته په همدې هدف راغلي يو چې د داسي پيښو مخنيوى وكړو. په دې ترتيب چې د انتخاباتو په سبا ورځ ووايو چې د هغه نتيجې سمي دي اويا څه ستونزې لري . »

جنرال فليپ موغيان وويل چې د دوى وظيفه د انتخاباتو د نتيجو له اعلانولو سره سم پاى ته نه رسيږي ،بلكه دوى به خپل د څارني ماموريت ته د سپټمبر تر 17 نيټې پوري ادامه وركړي .

برى پال/

کتونکی : محمد قاسم نوري