1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان رئيس مسکو ته ځي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

د اوکراين کړکېچ د پای ته رسولو له پاره د آلمان د صدراعظمي او روسيې د جمهور رئيس تر تليفوني خبرو وروسته، د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان هم خپل تلاښونه پيل کړي دي. د دغه سازمان رئيس مسکو ته روان دی.

https://p.dw.com/p/1Bty9
انځور: picture-alliance/dpa

د سويس د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، ديدير بورکهالتر، چي د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان دوره يي رئيس او د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير دی، په پلان کي ده چي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۷) مسکو ته سفر وکړي او د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره خبري اتري وکړي.

د سويس د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی، په پلان کي ده چي په دغه ليدنه کتنه کي به «په اوکراين کي د زور زياتي د مخنيوي په اړه پر ديپلوماتيکو هلو څلو» باندي تبادل نظر وسي. د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان دې نتيجې ته رسېدلی دی چي د اوکراين کړکېچ د پای ته رسولو له پاره د ژنيو د پريکړي د راژوندۍ کولو له پاره بايد هلي څلي وسي.

د پوتين او مېرکل تليفوني خبري

روسيې ته د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د رئيس سفر د پوتين او ميرکل د تليفوني خبرو په خاطر کيږي. دغه سازمان په پلان کي لري چي د می مياشتي تر ۲۵ نېټې دمخه چي د جمهوري رياست ټاکني ترسره کيږي د «ملي خبرو اترو» ترسره کېدو ته زمينه برابره کړي.

کرملين وايي ميرکل او پوتين په خپلو تليفوني خبرو کي د «اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان په مرسته په اوکراين کي د زور زياتي د ختمولو له پاره د ملي خبرو اترو پر ترسره کولو باندي ټينگار کړی دی.» کرملين زياته کړې ده چي پوتين د اوکراين د غرب پلوه حکومت او روسي پلوه بيلتون غوښتونکو تر منځ د اوکراين په ختيځ کي د خبرو اترو ترسرکېدل اړين بللي دي.

د آلمان صدراعظمي بيا د پوځي څارونکو آزادۍ ته په اشارې سره د دغه اقدام هرکلی کړی دی. د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان ۷ تنه څارونکي چي تر يوې اوونۍ زيات د اوکراين په ختيځ کي روسي پلوه بېلتون غوښتونکو يرغمل کړي ول د شنبې په ورځ آزاد سول.

د ژنيو د دوهم کنفرانس پر جوړېدو باندي ټينگار

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير، د اوکراين کړکېچ د له منځه وړلو له پاره د ژنيو د دوهم کنفرانس د جوړېدو غوښتنه کړې ده. هغه د يکشنبې په ورځ ماسپښين د آلمان له تلويزيوني شبکې سره په مرکه کي وويل، چي د روسيې او امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزيرانو سرگي لاوروف او جان کېړي سره په خبرو کي د ژنيو د لومړي کنفرانس په تعقيب د دوهم کنفرانس له جوړولو څخه يې دفاع کړې ده.

شټاين ماير په دې نظر دی چي د ژنيو د دوهم کنفرانس په جوړېدو سره به «روښانه موافقې» په لاس راسي، څو د اوکراين کړکېچ سياسي حل لاري ته لاس رسي وسي.

اوکراين او روسيه د اپريل مياشتي په نيمايي کي د اروپايي ټولني او امریکا متحده ايالاتو په ملتيا په ژنيو کي پر دې باندي سره سلا سول چي په اوکراين کي دي ټولي غير قانوني وسله والي ډلي بې وسلې او اشغال سوي ودانۍ بايد تخليه سي. دغه پريکړه بايد پر دواړو اړخونو هم پر لوېديځ پلوه او هم پر روسيه پلوه ډلو باندي پلې سي.

تر اوسه پوري دواړو اړخونو له دغي پريکړي څخه سرغړونه کړې ده. روسيه او امريکا يو پر بل باندي تور لگوي چي په کافي اندازه سره يې د دغي پريکړي د عملي کولو له پاره تلاښ کړی نه دی.