1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د فوټبال اتلولۍ: روسيه او پولند د لوبو څخه ووتل

۱۳۹۱ خرداد ۲۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15GiF

د فټ بال د اروپا د جام په سياليو کي کوربه هيواد پولند د لوبو د جريان څخه ووت. د نوموړي هيواد ملي لوبډلې د لومړي پړاو خپله وروستۍ لوبه د چيک جمهوريت د لوبډلې په وړاندي د صفر په مقابل کې په یو گول سره وبایلله. د چيک جمهوريت لوبډله د گروپ A څخه لومړۍ لوبډله ده چي کوارټر فاينل ته بريالۍ کيږي. د يونان لوبډله چي روسيې ته ئې د یو گول په ورکولو سره ماتې ورکړه، هم کوارټر فاينل ته بريالۍ سوه. پدې توگه د روسيې لوبډله هم د ماتي وروسته د لوبو د جريان څخه ووتله.