1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د فوټبال اتلولۍ پیلیږي

۱۳۹۱ خرداد ۱۹, جمعه

د اروپا د فوټبال د اتلولیو لومړۍ لوبه به د جمعې په شپه په وارسا کې تر سره شي. دغه لوبه به د کوربه هیواد او یونان تر منځ وي. په دې اتلولیو کې شپاړلس اروپایي هیوادونو گډون کړی دئ چې اوکراین او پولند ئې کوربه هیوادونه دي.

https://p.dw.com/p/15AgI
انځور: Osram

د اروپا د فوټبال د اتلولیو وروستۍ لوبه به د اوکراین په کیف کې تر سره شي. خو د دغو لوبو بل کوربه هیواد پولند به د جمعې په ورځ د یونان پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه تر سره کړی. دغه لوبه به وارسا کې تر شي.

په وارسا او آتن کې د فوټبال مینه وال په بې صبرۍ سره د اروپا د اتلولیو د لومړۍ لوبې د پیل انتظار باسي. د دې لوبو یو کوربه هیواد پولند به خپله لومړۍ لوبه د یونان پر وړاندې په وارسا کې تر سره کړي.

پولند او اوکراین د اورپا د فټبال اتلولیو ته په اتومات ډول راغلل. هغوی پرته له دې چې د غوراوۍ لوبې سره وکړي ،دې سیالیو ته ځکه لاره پیدا کړه چې د دې لوبو کوربه توب پر غاړه لري.

له دغو دواړو لوبډولو څخه بریالۍ لوبډله به تر دې وروسته شپږ نورې لوبې هم وکړي. خو پولند تر اوسه په دې لوبو کې ښه ریکارد نه دﺉ لرلی. ښايي د جمعې د ورځې پرانیستونکې لوبه د پولند له پاره یو ښه چانس وي چې پخپل تاریخ کې یوه بله بریا هم شامله کړي.

د پولند د لوبډلې روزونکي ویلي دي چې پر خپله لوبډله باندې پوره باور لري او هیله لري چې د جمعې د ورځې لوبه به وګټي.

د پولند په لوبډله کې یو شمیر نومیالي لوبغاړي هم لوبه کوي.
د پولند په لوبډله کې یو شمیر نومیالي لوبغاړي هم لوبه کوي.انځور: picture-alliance/dpa

د پولنډ په لوبډله کې ډیر مشهوره او نومیالي لوبغاړي لوبه کوي. دا چې د دغه هیواد د لوبډلې مینه وال به د جمعې د لوبې پر مهال څرنګه احساس ولري، دا نو اوس د همدې لوبغاړو د لوبې په څرنګوالي پورې اړه لري.

یونان په ۲۰۰۴ کال کې د اروپا اتلولۍ ګټلې وې او د ۲۰۱۲ کال په لوبو کې به خپله لومړۍ لوبه د پولند پر وړاندې وکړه. پولند به تر یونان وروسته له روسیې او د چیک د جمهوریت له لوبډلو سره هم لوبې وکړي.

په یوې وروستۍ نظر پوښتنه کې د پولند د فتبال مینه والو ویلي دي چې دغه لوبډله به سږ کال د اروپا اتلولۍ وګټي. دا ښایي یوازې د پولند د فټبال د مینه والو نظر وي خو په فټبال کې هر څه ممکن دي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض