1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د ليبرالي مفکورې يوه وتلې څېره، رالف دارندورف مړسوی دی

۱۳۸۸ خرداد ۲۹, جمعه

دغه آلمانی برتانوی ټولنپوه او ليبرال سياستمدار دچارشنبې په ورځ د اتيا کالو په عمر په کولن کې مړ سو...

https://p.dw.com/p/IUxu
رالف دارندورف او رودي دوچکه
رالف دارندورف او رودي دوچکهانځور: AP

رالف دارندورف چې د 1929 م کال د مۍ په اوله نېټه زېږېدلی ؤ، د يوې سوسيال دموکراتي کورنۍ څخه راځي . خو په سياسي لحاظ نوموړی په شپېتمو کالونو کې د ليبرالانو دپاره فعاليت پيل کړ، لومړی د آلمان د FDP گوند دپاره ميدان ته ووت . د اويايمو کالونو په منځ کې يې بيا علمي کارونو ته مخه وکړه او په انگلستان کې د اقتصادي چارو او ټولنپوهني کارپوه شو.

ټولنپوه دارندورف په هامبورگ کې فلسفه او کلاسيک ژبپوهنه ولوستله . د هغهء دوکتورا په 1952 کال کې بشپړه شوه چې عنوان يې و: «د انصاف اصطلاح د کارل مارکس په افکارو کې ». په 1957 کال کې يې بيا دوکتورا واخيستله، دا ځل د لندن د اقتصاد له لوړي پوهنځۍڅخه د ټولنپوهني په برخه کښې . په عين کال کې نوموړی په زاربرويکن کې د پروفيسر په توگه ومنل سو. دا ځل يې موضوع «ټولنيزي طبقې او د طبقو کړکيچ په صنعتي جامعه کې وه » . د ټولنپوهنې د پروفيسر په صفت دهء د 1958 کال راپه دې خوا لومړی د هامبورگ د گډ اقتصاد په اکاډمۍ کې په تدريس پيل وکړ.

په آلمان کې د هامبورگ د سوسيال دموکرات د سياستوال او پارلماني استازي گوستاف دارندورف زوی، چې له 1945 کال وروسته يې د استحلاکي او مصرفي کوپراتيفونو مشري کوله، د سوسيال ليبرال عصر لار وداونکي ؤ، چې د آلمان مشهوره لومړي وزيران په دغه دوره کې براند او شميت وه . دغې دورې له 1969 څخه تر 1982 دوام وکړ. دارندورف د 68 کال د غورځنگ د اصلي څېرو لکه رودي دوچکه سره د ښکاره بحثونو له امله هم شهرت وموند. په 1968 م کال کې د فرانکفورت د ټولنپوهانو په غونډه کې دارندورف پر ډېر نظري يا تيوريتيک او ځان غره برخورد انتقاد وکړ:

«په يو ډول نه، ما ته داسې ايسي چې زموږ د ټولنيزي ودي د حقيقي وضعي ډېره مطمينه څېړنه د يوې شخي نړۍ يوه برخه ده . هغه داسې يوه څېړنه ده چې د بشپړ او يا هيڅ بدلون غوښتنه کوي . چيري چې د بشپړ او يا هيڅ بدلون غوښتنه وسي، نو «هيڅ بدلون» رامنځته کيږي . »

دی په 1968 او 69 کالونو کې د FDP گوند دپاره د ولايتي شورا استازی او بيا د پارلمان استازي شو. د براند د حکومت په پيل کې دی د بهرنيو چارو د وزير والتر شېل په دفتر کې مرستيال شو. شېل وروسته ولسمشر هم وټاکل شو. خو په 1970 کې لا دارندورف د بهرنيو اړيکو او د بهرني تجارت د کميسار په توگه بروکسل ته د اروپايي ټولنې مرکز ته راغی، چېرته چې ده ته د څېړنو، علم او ښووني دپارتمنت ورکړل شو.

رالف دارندورف په 2005کال کښي
رالف دارندورف په 2005کال کښيانځور: AP

شتوتگارت، بن او بروکسل ته د خپل سياسي سفر په پای کې دارندورف په 1974 م کال کې علم ته بېرته مخه وکړه . لس کاله يې د لندن د اقتصاد د مشهور لوړي پوهنځۍمشري وکړه . د کونستانڅ په پوهنتون کې د يوې آلماني امريکايي پروژې څخه وروسته، چې په تاسيس کې يې هم برخه واخيستله، او په نيو يارک کې د راسل سايج په بنسټ کې له دندي څخه وروسته، نوموړی بېرته انگلستان ته ستون شو. له 1987 څخه تر 1997 کاله پورې د اکسفورد پوهنتون د سانگت انتوني کالج رييس ؤ او له 1991 تر 1997 پورې د رييس مرستيال و.

کله چې د اتيايمو کالونو په پای کې له انگلستان څخه بېرته راستون شو، نو ده د برتانيې تابعيت هم اخيستی ؤ، او د برتانيې د ليبرال دموکراتانو غړی گرځېدلي و. په 1982 کال کې ورته لا د ملکې اليزابت دويمې لخوا د »سير Sir “ لقب ورکړل شوی و. په 1993 کال کې د برتانيې د مشرانو د جرگې دايمي غړي شو.

په عين وخت کې دارندورف په آلمان کې هم هلي ځلې کولې، لکه د ساري په ډول د برلين د ټولنيزو څېړنو په انستيتوت کې د پروفيسر په صفت يې دنده پر مخ بيوله . له 1982 څخه تر 1987 پوري دی سربېره پر دې FDP ته نژدې د فريدريش ناومن بنياد مشر و. د بېلابېلو هېوادونو تر منځ د مسافرتونو سره سره دارندورف د ملي دولتونو مفکورې ته وفاداره پاته شو. ده ويلي وه چه ،

«اروپا به هله حقيقي بڼه ونيسي چې غړو ته يې، يعنې ملتونو، او د ملتونو ځينو برخو ته، د اتباعو لخوا درناوي وشي، د هغو وگړو لخوا چې هلته اوسيږي.«

يو څو کاله مخکې يې کولن ته کډه وکړه چيري چې د چارشنبې په ماښام د خپلې ورپېښې سرطان ناروغۍ له امله مړ شو. وروستی ځل رالف دارندورف د اپريل په مياشت په دوسلدورف کې راڅرگند شو، چيري چې يې د نوردراين ويستفالن آيالت د راتلونکې کميسيون ته خپل رپوټ ورکړ، په داسي حال کې چې روغتيايي حالت يې په څرگنده توگه خراب و.

ووک/ نسيم صابر

کتونکي : محمد قاسم نوري