1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د پارلمان د جوړېدو50 کاله پوره سول

۱۳۸۶ اسفند ۲۳, پنجشنبه

د چهارشنبې په ورځ د اورپا پارلمان خپله پنځوسمه کليز ولمانځله. دې ټولني د تيرو پنځوسو کلنو په اوږدو کي ځان له مشورتي کلوپ څخه د اروپايي ټولني د قدرت مرکز ته رسولی اوس ځيني اورپايان په دې خيال دي، چي دا ارگان د پياوړتيا پرځای بايد له منځه يووړل شي.

https://p.dw.com/p/DTtq
اوس دا پارلمان د يوې شريکي اورپا د پارلمان په توگه ځان لمانځي
اوس دا پارلمان د يوې شريکي اورپا د پارلمان په توگه ځان لمانځيانځور: AP

د لمانځني په مجلس کي ښايي چي يو شمېر کسان د دې پارلمان د جوړېدني تاريخ په خيال کې راوگرځوي او که په ياد يې نه وي را په ياد يي کړي. ځکه کوم څوک چي پنځوس کاله مخکي سره يو ځای سول، لکه د نن ورځي په شان انتخاب سوي استازي نه وه. هغه وخت په دې پارلمان کي د حکومتونو لخوا ټاکل سوي استازي سره ناست وو او د اورپا د شريکو چارو په وړاندي يي د خپلو هېوادونو دريزونه څرگندول.

د اورپايي پارلمان يو پخوانی مشر Klaus Hänsch څرگندوي، چي اوس دا پارلمان د يوې شريکي اورپا د پارلمان په توگه ځان لمانځي. نوموړی وايي،(موږ اوس د اورپايي يووالي تراغېز لاندي يو پنځوس کلن تاريخ لرو، نو سړي ته ښايي چي دا په ياد ولري او که په ياد يې نه وي بايد چي راپه ياد يې کړي.) سم او د ټاکل سوو استازو درلودونکی پارلمان په 1979 کال کي جوړ سو. له هم هغه وخت راهيسي سوسيال دموکرات کلاوز هنش ورسره وو. اوس دا پارلمان د صلاحکاري ډلي څخه داسي يوې ادارې ته رسېدلی، چي د اورپا په غټو غټو موضوعگانو کي برخه اخلي. د پارلمان موجوده مشرهانس گرت پوټرينگ د پارلمان په اړوند وايي: (د اورپا پارلمان د اورپا په ټولو قانون اېښونو کي د وزيرانو له شورا سره برخه اخلي، دا کار د کرهنيزو په بنسټيزو اصولو کي هم د باور وړ دئ. او دا يو ډېر لوی پرمختگ دئ)

د دونه ځان ستاينو سره سره بيا هم د تعجب ځای دئ، چي اورپايان د سيلانيانو پر ستيژ ناست او لاندي د پارلمان د کار صحنه گوري، کومه چي اکثره په تشو چوکيو ډکه ده او يا له داسي کسانو څخه چي غواړي له کوم چا سره اړيکي ونيسي، خو هيڅوک په لاس نه ورځي. يو سيلاني وايي: (زه پخپله دې ته حيران يم. زما په خيال سړی کولای سي دلته چوکۍ کمي کړي او دا پارلماني سالون يو څه کوچنی جوړکړي.)

سيلانيان د دی پارلمان څخه ډېر څه نه سي ليدلای، يوازي په ډېرو د اهميت وړ موضوعگانو کي سالون ډک وي. هلته بيا يو شمېر د اورپا ضد ټاکل سوي استازي په خپلو چوکيو کي آرام کښيني، تر څو پارلمان او خپل ځانونه ليري کړي.