1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د پناه غوښتني په قانون کي د یووالي غوښتنه

۱۳۹۶ مهر ۱۲, چهارشنبه

د اروپا په پارلمان کي ټولو معتبرو فراکسیونو د اروپايي ټولني له هیوادونو څخه غوښتي دي چي د پناه غوښتني پر یوه گډ سیاست باندي سره سلا سي. دا باید دراتلونکي سرمشریزي یوه مهمه موضوع وي.

https://p.dw.com/p/2lCQR
Griechenland Flüchtlinge auf Lesbos | Mahnmal griechische Flüchtlinge
انځور: DW/V. Haiges

د اروپا د ولسي گوند فراکسیونEVP»» مشر مانفرید وېبر د چهارشنبه په ورځ په سټراسبورگ کي د اروپا پارلمان مخي ته د فرانس پرس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي که څه هم «د مهاجرو ناحله مسئله په اروپا کي یو لوی پرهار دی، خو بیا هم تر اوسه پوري د هغه له پاره قانوني حل پیدا سوی نه دی.

د سوسيال ديموکراټانو د فراکسیون مشر گیاني پیتیلا بیا د اروپايي ټولني د دولتي او حکومتي مشرانو په ادرس ویلي دي چي،«موږ ددې موضوع په خاطر د یوه قانع کوونکي جواب په تمه يوو.» دغه سرمشریزه داکتوبر پر ۱۹ او ۲۰ باندي په بروکسل کي جوړیږي. د ده په خبره لازمه ده چي ددې موضوع له پاره یو گډ حل پیدا او د تيښتي له عواملو سره د هغوی په هیوادونو کي مبارزه وسي.

د هسپانيا د سوسیالسټ گوند غړې ماریا رودریگو د پناه غوښتني د یوه اروپايي آژانس د جوړولو غوښتنه وکړه. هغې ټینگار وکړ چي، «نور نو انتظار نسي کیدلای».

د مسيحي ديموکراټانو سیاستوالې انگیلیکا نیبلر په افریقا کي د نورو ترانزیټي مرکزونو د جوړولو وړاندیز وکړ او ویې ویل چي، «دا یو سم انتخاب دی».

د اروپايي ټولني د لوی کمیسار مرستیال فرانس تیمرمن هم تاکید کړی دی چي «د پناه غوښتني د یوه گډ سیاست ټاکلو ته عاجل ضرورت دی.» سربیره پردې د رد سوو مهاجرو بیرته لیږل باید اسانه سي.

د ایستونیا د اروپا وزیر ماتو ماسیکاس چي هیواد یې په اوس وخت کي د اروپايي ټولني مشري پرغاړه لري، د دوه کاله مخکي په پرتله  د مهاجرو د تعداد ډیر کمښت ته اشاره وکړه او ویې ویل چي، له اصلي او ترانزیټي هیوادونو سره گډ کار لومړۍ ثمره ورکړې ده.

زموږ له ارشيف څخه: