1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا سندريزه سيالي دنمارک وګټله

GD/kle (dpa, afp)/ نسیم صابر۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

شل کلنې، اميلي د فورېست د «اونلي تير دروپس» يا «يوازې اوښکې» په نوم د سندرې په ويلو سره د «يورو ويژن» سندريزې سياله يوړله. په دې ترتيب دنمارک په دريم ځل د سندرو دغه سيالي وګټله.

https://p.dw.com/p/18ad1
انځور: picture-alliance/dpa

سندرغاړې اميلي د فورېست، د سويډن په مالمو ښار کې د خپلې يوې «پوپ» ډوله سندرې په ويلو سره له نورو اروپايي سيالانو څخه مخکې شوله. فَريد ممېدوف له اذربايجان څخه د خپلې «هولد مي» يا «ومې نيسه» نومې سندرې په ويلو سره دویم مقام خپل کړ. د اوکراين څخه څلاتا اوګنېويچ نومې سندرغاړې د ځنګلي ښاپېريو «ګراويتي» يا «جذابيت» نومې نندارې دريم مقام ونيو.

ګټونکې د فورېست ابلې يا لوڅې پښې پر سټيج باندې له ډول وهونکو څخه چاپېره شوې وه چې ټوله فضا د يوې افسانې په توګه برېښېدله. دا پخپله هم د يوې ښاپېرۍ په شان ښکاره کېدله. د فورېست له اوونيو راهيسې د سياليو اصلي مخکښه څېره بلل شوې وه. په دې ترتيب به د سندرو راتلونکې اروپايي سيالي د دنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې تر سره کيږي چې د مالمو څخه يوازې څو کيلومتره فاصله لري او نېټه یې هم معلومه ده. د اروپا د خپرونو اتحاديې د ۲۰۱۴ کال د می ۱۷ مه نېټه اعلان کړه، چې نيمه فاينل به د می په ۱۳مه او ۱۵ نېټه تر سره کيږي.

کاسکادا يوازې ۲۱ مقام ونيو

د اروپا د سندريزې سيالۍ د ګټلو په سر کې ۲۶ سندرې وړاندې شولې. آلماني ګډونوالو يعنې د ديسکو پوپ ډول کاسکادا نومې ډلې انتظارات پوره نه کړل. د «ګلوريس» يا «پرتمين» سندرې په ويلو سره کاسکادا د ۲۶ برخه والو په منځ کې ۲۱ مقام ونيو، سره له دې چې سندرغاړې ناتالي هورلر په ځلېدونکو جامو کې ډېره ښه ننداره وړاندې کړه. د رسنيو په منځ کې آلماني برخه وال په مخکښو لسو ډلو کې شمېرل شوي ول.

د «ګلوريس» يا «پرتمين» سندرې په ويلو سره کاسکادا د ۲۶ برخه والو په منځ کې ۲۱ مقام ونيو
د «ګلوريس» يا «پرتمين» سندرې په ويلو سره کاسکادا د ۲۶ برخه والو په منځ کې ۲۱ مقام ونيوانځور: Reuters

ډېرو سندرغاړو دريشۍ اغوستې وې او ښځينه سندرغاړې په پورته کېدونکو سټيجونو يا دريځونو باندې ولاړې وې. د فرانسې، فينلنډ، ناروې او هالنډ نندارې ډېرې وستايل شوې. تر ټولو هيبتناکه ننداره رومانيايي سندرغاړي څېزار وړاندې کړله چې په ډېر جګ غږ يې سندره ويله او عجيبه تور کالي يې اغوستي ول.

د سندرو اروپايي سيالي ۱۲۵ مليونو نندارچيانو د تلويزيون له لارې او ۱۱۰۰۰ مينه والو په تالار کې وليدله. د مالمو د نندارې شعار «وي آر ون» يعنې «موږ ټول يو يو» ټاکل شوی وو. د سيالۍ په ګټلو سره سړی پيسې نه، بلکې يوه جايزه اخلي او سربېره پر دې د راتلونکي کال د نندارې سمبالښت هم پر غاړه اخلي.

د لېنا خوله غلطه شوه

آلمان د سندرو دغه سيالي تر اوسه دوه وارې ګټلې ده. په ۱۹۸۲ کال کې نيکول د «آين بيسشن فريدن» يا «يو څه سوله» نومې سندره وويله او په ۲۰۱۰ کال کې لېنا ماير لاندروت د «ستلايت» يعنې «سپوږمکۍ» سندرې په ويلو سره سيالي وګټله. لېنا له نيمې شپې وروسته د آلمان د ژوري پلاوي د مشرې په توګه له هامبورګ څخه مالمو ته خبرې کولې چې خوله يې غلطه شوه. د دې پر ځای چې د آلمان له خوا ورکړل شوې لس نومرې دنمارک ته ورکړي، دې ناروې ياده کړه. د آلمان «دولس نومرې» چې تر ټولو لوړې نومرې دي، هنګاري ته ورکړل شوې چې سندرغاړی يې «بای الېکس» نوميږي.

د تېر کال د اروپا د سندرو سيالي، چې د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې تر سره شوې وه، سويډنۍ سندرغاړې لورېن د «يوفوريا» يا «مستي» په نوم سندرې په ويلو سره ګټلې وه.

د آلمان پر سږنۍ سندرې باندې تر فاينل د مخه تور پورې شو چې د ۲۰۱۲ کال له ګټونکې سندرې سره يې ډېر ورته والی درلود. آلمانۍ سندرغاړې هورلر په يوه مرکه کې وويل چې دغه تور «ډېره متاثره او اغېزمنه کړم.»

د اروپا د سندريزې سيالۍ جايزه اصلا هغو کمپوزرانو ته ورکول کيږي چې سندره يې جوړه کړې وي. هغوی کېدای شی دغه سندره د يو بل هېواد له پاره هم ترتيب کړي.

پروسږ کال په آلمان کې په اوسط ډول ۸،۳  مليونو نندارچيانو دغه سيالي وليدله چې آلماني سندرغاړي رومان لوب په کې د «ستاندينګ ستيل» يا «کراره ودرېدل» په نوم د يوې سندرې په ويلو سره اتم مقام خپل کړ. د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۰ کلونو د سندريزو سياليو ژوندۍ خپرونې د لېنا په نوم د يوې ځوانې سندرغاړې په ډېر محبوبيت لرلو سره تقريبا ۱۴ مليونو خلکو کتلې وې.