د اروپا عجيب او غريب جشنونه
په اروپا کې ډېر شمېر عجيب او غريب جشنونه شته چې د شيشکو د سره راټولېدو، روميانو او دستکولونو د اچولو مېلې يې يو څو بېلګې دي. دا او نور دا ډول عجيب او غريب فستيوالونه د انځورونو په دغه ګالرۍ کې ليدلی شئ.
آلمان: د والپورګيس شپه
داسې ويل کيږي چې د ۱۷مې م پېړۍ د نيمايي راهيسې د والپورګيس په شپه شيشکې او پيريان د هارڅ غرونو ته مخه کوي. نن سبا هم د اپريل په ۳۰مه په زرونو انسانان د هارڅ په غرونو کې پرتو دغو شلو کليو ته سفر کوي. د تاله په کلي کې د شيشکو د رقص ځای ډېر شهرت لري.
هسپانيا: د روميانو جشن «لا توماتينا»
په ټنو رومي بادنجان د يوې يو ساعته مېلې په ترڅ کې يو پر بل باندې اچول کيږي. په تېره بيا ځوانان کال په کال د «توماتينا» په نوم مېلې ته ورځي. دغه فستيوال د هسپانيې په سويل کې پروت په بونول ښار کې تر سره کيږي. لومړی روميان په لاس خوړينيږي څو کوم چا ته زيان وانه وړي. دغه مېله سږ کال د اګست په ۳۱مه اخيستل کيږي.
فينلنډ: د خيالي ګيتار پېښې
بې له ګيتار د موسيقۍ د آلې څخه د هغې پېښې کول. دغه مېله په ۱۹۹۶ کال کې پيل شوه او اوس په نړیوالو اتلوليو اوښتې ده چې کال په کال په زرونو انسانان وردرومي. هره ننداره يوه دقيقه دوام لري چې د ژوري پلاوی يې په اړه قضاوت کوي. د ګوتو حرکات او ښه لباس تر ټولو مهم ټکي دي.
فرانسه: د ليموګانو مېله
د فرانسې د کوت دازور په ساحلي سيمه کې د مېنتون په کلي کې کال په کال د ليموګانو مېله اخيستل کيږي. له څه باندې سل ټنه ليموګانو څخه مجسمې او ودانۍ جوړيږي. په ۱۹۲۹ م کال کې مېنتون په اروپا کې تر ټولو زيات ليموګان توليدول.
انګلستان: په پنېرو پسې ځغاسته
د انګلستان په کلوسېسترشير سيمه کې يو ډول پنېر جوړيږي، چې د کوپرس غونډۍ څخه اچول کيږي. برخوال په دغه پنېر پسې منډې وهي. ګټونکی هغه څوک دی چې تر ټولو چټک وي او پنېر لاس ته وروړي.
سکاتلنډ: د لوړو غرو لوبې
داسې نارينه چې ونې اچوي، لويې ډبرې غورځوي او د کڅوړې لرونکې شپېلۍ غږوي. د سکاتلنډي قبيلو تر منځ به پخوا د «هايلنډ» يا غرونو د پاسه لوبې تر سره کېدلې، چې اوس د نړۍ په بېلابېلو برخو کې هم شتون لري. تر ټولو مشهور فستيوال په براېمر ښار کې د سپتمبر مياشتې په لومړۍ شنبه تر سره کيږي چې د انګلستان ملکه هم ورځي.
هسپانيا: د مرسې مېله
يوه عجيبه عنعنه چې د يونسکو د غيرمادي نړيوال ميراث يوه برخه ګرځېدلې ده. د سپتمبر مياشتې په پای کې په بارسلونا کې د «لا مرسې» مېله تر سره کیږي چې انسانان پکې يو د بل پر اوږو خيژي. د کاتلان سيمې د دغه دود رېښې تر ۱۸ م پېړۍ پورې رسيږي.
آلمان: د دستکولونو اچول
د لاسي بکسونو او دستکولونو نړیوالې اتلولۍ د آلمان د رور سيمې په بوتروپ ښار کې تر سره کيږي. برخوال د مختلفو هېوادونو څخه استازيتوب کوي. دستکولونه بايد هر څومره لېرې، په ښه تخنيک او حرکاتو سره واچول شي. د څېرې، جامو او بوټونو څرنګوالی هم په ارزونه کې مهم نقش لري.
ايټاليا: د مالټو مېله
د ايټاليې په شمال په ايوريا ښارګوټي کې د فبرورۍ په مياشت کې د کارنيوال لمانځنه خطرناکه ده. د مالټو جګړه هلته د منځنيو پېړيو د يوه ولسي پاڅون څخه نمايندګي کوي. درې ورځې خلک يو پر بل باندې مالټې اچوي چې نندارچيان هم پکې ګډون کولای شي. خو پام وکړئ مالټې سړي ته درانه ټپونه اړوي.
ايټاليا: د سوک وهنې فوټبال
د فلورنس ښار د سانته کروکه کوڅه هر کال د سوک وهنې په صحنه بدليږي. د «تاريخي فوټبال» په نوم مېله اخيستل کيږي چې د ګول وهلو تر څنګ پکې برخوال هم په سوک وهل کيږي. لوبه ۵۰ دقيقې دوام کوي چې کابو هر لوبغاړی چې د ۱۶ مې پېړۍ کالي يې اغوستي دي، پکې ژوبليږي. پايلوبه د جون په ۲۴مه تر سره کيږي.