1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا پارلمان ته آلماني سوسيال دموکرتانو کمې رايې و ګتلې

۱۳۸۸ خرداد ۱۹, سه‌شنبه

د خوشالۍ سپېڅلي بڅرکي يا Freude schöner Götterfunken د گيدو ويستروېلهء لومړۍ څرگندونه وه کله چې د ټاکنو پر ماښام د آلمان د ليبرال دموکرات گوند په مرکز کې د ميکروفون تر شا راڅرگند شو.

https://p.dw.com/p/I68a
د اروپا پارلمان کې د آلماني ګوندونو چوکیانځور: DW

د ليبرالانو مشر خپل هدف ته يو څه نزدې شوی دی چې غواړي د انگلا مېرکل په مشرۍ د لومړۍ وزيرې مرستيال شي. د نورو ټولو گوندونو په پرتله دوی ته د ورکړل شويو رايو کچه تر ټولو لوړه شوې ده، او د دوی د خوښې ملگری مسيحي دموکرات گوند له خپل سيال سوسيال دموکرات گوند څخه مخکې هم دی.

ځکه نو د ليبرالانو مشر د فريدريش شيلر د «خوشالۍ د قصيدې» لومړی بيت زمزمه کړ. دغه قصيده د لودويگ فان بېتهوفتن لخوا کمپوز شوې او د اروپايي ټولنې ترانه هم ده.

خو بيا هم اروپا د پرون خبره ده، د آلمان گوندونه اوس سبا ته فکر کوي، شپاړس اونۍ وروسته د آلمان پارلماني ټاکنې تر سره کيږي. دا د بهرنيو چارو د وزير فرانک والتر شتاينماير دپاره ډېر لږ وخت دی، چې غواړي د انگلا مېرکل پر ځای وټاکل شي. نوموړي د خپلو سوسيال دموکراتانو په شمول ټينگه عقيده درلوده چې دغه اروپايي ټاکنې به د لومړي وزارت د کمپاين په ترڅ کې د رانزدې کېدو د هلو ځلو پيللامه وي. پنځه کاله مخکې په وروستيو اروپايي انتخاباتو کې د گېرهارد شروېدر حکومت تر ټولو لږ محبوبيت درلود.

د آلمان سوسيال دموکرات گوند په خپل تاريخ کې تر ټولو خرابه نتيجه لاسته راوړې وه او مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال گوندونو ډېرې رايې وړې وې. ځکه نو ټولو انگېرل چې سوسيال دموکرات گوند به دا ځل ښه پياوړی او مسيحي دموکراتان به ضعيف شي. وروستۍ خرابه په ښکاره توگه صدق کوي. خو سوسيال دموکراتانو د رايو د زياتېدو پر ځای د پنځو کاله پخوا په پرتله حتی لا کمې رايې لاسته راوړې دي.

د سوسيال دموکراتانو دپاره دا خبره ډېره ترخه ده، ځکه چې هغوی په روان بهير کې خپله تگلاره نه شي بدلولی. تقريبا يو کال مخکې يې خپل مشر کورت بېک گوښه کړ، ځکه چې د مېرکل د گوند په نسبت په نظر پوښتنو کې څرگند شوی پاتې والی يې نه شوای رفع کولی. خو د گوند د بيا رافعال شوي مشر فرانڅ موېنتهء فېرينگ او د لومړي وزارت له نوماند فرانک والتر شتاينماير په مشرۍ هم پرمختگ ونه شو، چې دا خبره اوس ثابته شوې ده. داسې اټکل کيږي چې په پارلماني ټاکنو کې چې د ټاکوونکو شمېر هم تقريبا دوه برابره زيات وي، به سوسيال دموکراتان وکولای شي چې دوی ته لېواله کسان دې ته وهڅوي چې رايې ورکي، خو داسې به نه وي چې د دغو ټاکوونکو شمېر به لومړي وزارت ته د رسېدو دپاره هم کافي وي.

خو له بلې خوا کېدای شي چې د گيدو وېسترويلهء خوشالي هم د سپتامبر په 27 نېټه د آلمان د پارلماني ټاکنو څخه وروسته هم پای ته ورسيږي. د هغهء ليبرال دموکرات گوند او د هغوی د خوښې ملگری مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال گوندونه ټول يو ځای په اروپايي ټاکنو کې پنځوس فيصدو ته ونه رسېدل. که بيا يو څو فيصدۍ واوړي راواوړي نو د لومړۍ وزيرې مرستيالي به هم بيا تر لاسه نه شي.

هغه به بيا فرانک والتر شتاينميار وي. خو اصلي مشره به انگلا مېرکل پاتې شي، چې دا خبره د اروپا له اوسنيو ټاکنو څخه وروسته د پخوا په پرتله زيات امکان لري.

تبصره: پتر شتوتسلې/نسيم صابر
کتونکی: يحيی وردک