1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا پارلمان د ټاکنو د نتایجو تحلیل

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۵, دوشنبه

د اروپا پارلمان ټاکنو د تر سره کیدو وروسته، محافظه پاله د دغي ټولني د کمېسیون د مشرۍ غوښتونکي دي. خو د سوسیالستانو کاندید، چې په ټاکنو کې یې دویم مقام تر لاسه کړی هم د دغه کمېسیون مشري غواړي.

https://p.dw.com/p/1C6tw
انځور: Reuters

د محافظه پالو مخکښ کاندید، ژان کلاوده ینکر د یکشنبې په ورځ ناوخته د خپل بریا ډاډ ورکړ. د ۲۱۲ چوکیو په گټلو سره د ینکر د اروپا د خلکو گوند د چوکیو د ویش له مخې تر ټولو مخکي دی. سوسیالستانو یوازې ۱۸۵ چوکۍ تر لاسه کړي دي. په دې سره محافظه پاله د ۲۰۰۹م کال په پرتله له سخت زیان سره سره، د اروپا پارلمان يو پیاوړی قدرت پاته شوی دی.

ژان کلاوده ینکر خپلو پلویانو ته په ټاکنو کې د بریا د لمانځني پر مهال وویل: «دا چې موږ ټاکني گټلي دي، زه په بشپړه د دې احساس کوم چې د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشر به شم. که چیري تاسو له ما وپوښتی، دا یوزاي د ټاکنو خبره نه، بلکې نوره هم ډیره جالبه ده. له دې کبله زه له نتایجو څخه ډیر خوشحاله یم.»

خو د سیالستانو کاندید مارتین شولتڅ په دغو ټاکنو کې د پاته راتللو سره سره دغه خبره نه مني. هغه هم د ینکر په شان د اروپايي ټولني کمېسیون د مشرۍ ادعا کوي. د اروپايي ټولني د ادارې با قدرته مشر د دغه ټولني د ۲۸ غړو هیوادونو د دولتونو او حکومتونو د مشرانو په مشوره د نوي پارلمان له خوا ټاکل کیږي. مارتین شولتڅ غواړي چې د پارلمان د گوندي مشرانو خبرو اترو ته انتظار وباسي او له دې کبله لا هم پر یوه چانس باندي حساب کوي. هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي:

«د دوشنبې په ورځ به د نتایجو په هکله د گوندونو په غونډه کې موږ ووینو، څوک کولای شي په دې هڅه پیل وکړي، چې د اروپا په پارلمان کې اکثریت پیدا کړي. ژان کلاوده ینکر به دا هڅه وکړي خو زه یې هم کوم.»

دواړو کاندیدانو ته باید دا خبره روښانه وي، چې د اروپا په ټوټه ټوټه پارلمان کې د اکثریت د تنظیمولو له پاره یو کاندید د بل کاندید په اصطلاح سیاسي کورنۍ ته اړتیا لري. ینکر خپلو پلویانو ته وویل: «اروپا، د محافظه پالو او سوسیالستانو له میني څخه منځ ته راغلی ماشوم دی.» ینکر په خپلو خبرو کې وویل چې دغه جمله د اروپا د کمېسیون د پخواني مشر ژاک دیلور، ده او زیاته یې کړه چې طبعي خبره ده چې محافظه پاله اوس له دې سره مینه لري. هغه غواړي که چیري د سوسیالستانو له خوا لاسونه وراوږده شي، نو دوی به لاس ور کړي. په تر تیب سره به یو لوی ائتلاف رامنځ ته شي، څو پارلمان د دې جوگه شي چې خپلي چارې پر مخ بوځي.

په بروکسل کې دا کومه پټه خبره نه ده، چې د غونډي د ۲۸ گډونوالو تر منځ د ټاکنو د گټونکي ینکر او د هغه د مخالف او په ټاکنو کې د دویم مقام د تر لاسه کوونکي شولتڅ په هکله ملاحظات موجود دي.

د کیڼ اړخه افراطیانو بریا

ستر گوندونه، د اروپا ضد استازو د ردولو په اړه چې په دې توانیدلي دي پارلمان ته لاره پیدا کړي، هم نظره دي. د شمیرل شوو رایو پر اساس کیڼ اړخه او ښی اړخه افراطي گوندونه په دې توانیدلي دي چې په پارلمان کې د ۱۴۰ څخه تر ۱۵۰ چوکیو پوري په لاس راوړي، چې د ټولو چوکیو یوه پر پنځمه برخه جوړوي. شولتڅ په دې اړه ویلي دي: «دا د اروپا له پاره یوه خرابه ورځ ده، ځکه چې د بهرنیانو ضد ښی اړخو او د نوو نازیانو په شمیر کې ډیر والی راغلی دی.»

د محافظه پالو اروپایي گوندونو مخکښ کاندید ینکر، یو ځل بیا د ښی اړخه افراطیانو او یا هم د اروپا ضد ډلو سره په پارلمان کې هر ډول همکاري رد کړې ده.

په فرانسه او بریتانيا کې سیاسي زلزله

دغه ټاکنو د اروپایي ټولني د یو شمیر هیوادونو له پاره د یوې سیاسي زلزلې حکم درلود. په فرانسه کې کیڼ اړخه گوند او خارجیانو ضد ملي جبهې ډیري رايي تر لاسه کړي دي. د دغه گوند مشري مارین لوپن، د تثبیت شوو گوندونو پر مشرانو برلاسې شوه. لوپن د اروپا پارلمان ته ۲۵ استازي استوي. هغه په احتمالي توگه کولای شي چي د ښی اړخه افراطي ډلو سره یو فراکسیون جوړ کړي. په دې صورت کې ښایي لوپن د اروپا پارلمان له بودجې څخه ډیر امتیازات تر لاسه کړي. خو د قانون جوړولو په بهیر کې به یې نفوذ محدود وي.

په بریتانيا، ډنمارک، ایرلند، بلغاریا او یونان کې هم افراطي گوندونو د اروپا په ټاکنو کې د پام وړ رایې تر لاسه کړي دي. په یونان کې د «سوریزا» کیڼ اړخه افراطي گوند ډیري رايي تر لاسه کړي دي.

برعکس دودونه

که څه هم د اروپايي ټولنې په یو شمیر هیوادونو کې رایې ورکونکو، افراطي گوندونو په ټاکلو سره خپلو حکومتونو ته اساسي درس ورکړ، خو په دغو ټاکنو کې یو برعکس دود هم تر سترگو کیږي او هغه دا چې په آلمان، اتریش، ایټالیا، هالند، رومانیا او یو شمیر نورو هیوادونو کې واکمن ملي گوندونه په مجموع کې د دغو ټاکنو اصلي گټونکي دي.

په اروپا کي نزدې۴۰۰ میلیونه وکړي د رايو ورکولو شرايط پوره کوي او دا وار يې د تيرو ټاکنو په پرتله گډون مثبت يعنی ۴۳،۱ سلني ته رسېدی. یوازې په آلمان، فرانسه او ایټالیا کې د تیر وار په پرتله د رایې ورکونکو شمیر د پام وړ وو.

په ټاکنو کې د رایې ورکوونکو تر ټولو کم گډون په سلواکیا کې ثبت شوی دی چې ۱۳ سلنه وو. په دغه هیواد کې نه داخلي او نه هم د اروپایي ټولني سیاست خلک دې ته واداره کړي دي چې د رایو د صندوقونو پر لور ولاړ شي.