1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اساسي قانون محکمه افغانستان ته د آلماني آلوتکو پر ضد يوه عريضه رد کړه

۱۳۸۶ فروردین ۱۰, جمعه

په آلمان کې تر ټولو لوړه محکه يعنی د اساسي قانون فدرالي محکمه (Bundesverfassungsgericht) په پارلمان کې د چپي گوند د فراکسیون افغانستان ته د آلماني آلوتکو پر ضد يوه عريضه رد کړه.

https://p.dw.com/p/DKJM
د اساسي قانون فدرالي محکمه (Bundesverfassungsgericht)
د اساسي قانون فدرالي محکمه (Bundesverfassungsgericht)انځور: AP

دغه محکمه به سږ کال په اپريل کښې يو ځل بيا په دی اړوند غونډه او تصميم نيسی.
د مارچ په نهمه نيټه د آلمان فدرالي پارلمان (Bundestag) افغانستان د دغو آلوتکو د ليږلو تصمیم ونيو.

د دی پر اساس به د تورنادو شپږ آلوتکې او پنځه سوه عسکر افغانستان ته وليږل شي.